بریتانیا افغانستان کې د بشري ناورین مخنیوي لپاره مرستې وغوښتې

د عکس سرچینه، AFP
د بریتانیا د طبعي اپتونو د مخنیوي کومېټې لخوا په افغانستان کې د بشري بحران د مخنیوي لپاره د مرستې غوښتنه شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې ویره ده په افغانستان کې به میلیونونه کسان له ولږې سره مخامخ شي.
د بریتانیا ۱۵ خیریه بنسټونه چې اکسفام، کرېشن اېډ، اسلامیک ریلیف او د برتیانیا سره صلیب کمېټه هم په کې شامل دي په ګډه له خلکو نه په افغانستان کې د بشري بحران لپاره مرسته وغواړي.
د طبعي اپتونو د مخنیوي کومېټې خبرداری ورکړی چې کورونا وبا، کړکېچ او وچکالۍ افغانستان د بشري بحران په څنډه درولی دی.
دې کومېټې ویلي چې پنځه میلیونه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي ښايي په افغانستان کې ومري هغه یې اشاره یې هغو ماشومانو ته وي چې ملګرو ملتونو هم د خوراکي توکو له کمښت سره مخامخ بللې وو.
د بریتانیا د طبعي اپتونو د مخنیوي کومېټې مشر صالح سعید ویلي د برتانیا حکومت به په دې لړ کې خپله مرسته دوه برابره ډېره کړي او ۱۰ میلیونو پونډو ته به یې ورسوي.
نوموړي ویلي په افغانستان کې وضعیت وار دمخه ''له بوږنونکي حالته '' تېر شوی او ''موږ نه شو کولای چې نندارې ته یې کینو. ''

د عکس سرچینه، AFP
ملګرو ملتونو او یو شمېر نورو نړیوالو مرستندویه ادارو له دې مخکې خبرداری ورکړی چې سږنی ژمی به په افغانستان کې میلیونونه کسان له سختې لوږې سره مخ شي.
ملګرو ملتونو مخکې خبرداری ورکړی و چې د افغانستان میلیونونه وګړي مرستو ته اړتیا لري او په تېرو څلورو کلونو کې په افغانستان کې د دوهمې روانې وچکالۍ له امله، اوسمهال د تر پنځو کلونو د کم عمره ماشومانو نیمايي، د اړین خوراک له کمي سخت کړېږي.
د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغانستان میلیاردونه ډالره دولتي شتمنۍ د امریکا او اروپایي ټولنې لخوا کنګل شوې او له افغانستان سره د نړیوالو مالي ادارو مرستې په ټپه درېدلې دي.
اوس نړیواله ټولنه داسې وېره څرګندوي چې په راتلونکو څو میاشتو کې به افغانستان کې بیوزلي او په ځانګړي ډول لوږه ډېره شي. بل لور د امریکايي بندیزونو له کبله افغانستان ته د نغدو پيسو لېږدولو او کارولو لړ کې ستونزې هم پر ځای پاتې دي.









