نړیوال بانک د افغانستان له کنګل شوې شتمنۍ ۲۸۰ میلیونه ډالر مرستندویه ادارو ته ورکوي

نړیوال بانک په افغانستان کې د بشري بحران مخنیوي لپاره یو شمېر مرستندویه ادارو ته د افغانستان له کنګل شوې شتمنۍ ۲۸۰ میلیونو ډالر ورکوي.
د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې د دوو سرچینو له خولې ویل شوي، د دې ۲۸۰ میلیونه ډالرو مرستې لپاره دوه مرستندویه ادارې غوره شوې دي.
رپوټ کې راغلي د خوړو نړیوال پروګرام او د ماشومانو ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو صندوق (یونېسف) هغه ادارې دي چې دا مرسته به ترلاسه کوي.
خو یادو ادارو ته به د دې پانګې له ورکړې مخکې د افغانستان بیا رغاونې صندوق (اې ار ټي ایف)، چې کنټرول د نړیوال بانک په واک کې دی، له ۳۰ بسپنه ورکوونکو اجازه اخیستل کېږي.
ویل کېږي چې امریکا د دې پرواګرام تر ټولو لوی بسپنه ورکوونکی هېواد دی.
د رویټرز په رپوټ کې د نړیوال بانک سرچینو په حواله ویل شوي، بسپنه ورکوونکي به په دې اړه د جمعې پر ورځ غونډه کوي.
له دې مخکې سرچېنې رویټرز ته ویلي وو، د دې صندوق له یو نیم میلیارد ډالرو کنګل شوې پانګې مرستندویانو ته د ۵۰۰ میلیونه ډالرو ورکولو پر موضوع د خبرو لپاره د نړیوال بانک بورډ مسوولینو د پنجشنبې پر ورځ غیر رسمي غونډه کړې.

د عکس سرچینه، Getty Images
ملګرو ملتونو او یو شمېر نورو نړیوالو مرستندویه ادارو له دې مخکې خبرداری ورکړی چې سږنی ژمی به په افغانستان کې میلیونونه کسان له سختې لوږې سره مخ شي.
د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغانستان میلیاردونه ډالره دولتي شتمنۍ د امریکا او اروپایي ټولنې لخوا کنګل شوې او له افغانستان سره د نړیوالو مالي ادارو مرستې په ټپه درېدلې دي.
اوس نړیواله ټولنه داسې وېره څرګندوي چې په راتلونکو څو میاشتو کې به افغانستان کې بیوزلي او په ځانګړي ډول لوږه ډېره شي. بل لور د امریکايي بندیزونو له کبله افغانستان ته د نغدو پېسو لېږدولو او کارولو لړ کې ستونزې هم پر ځای پاتې دي.








