د لومړي ځل لپاره پر بایسکل د نړۍ پر سفر وتلي سړي څه ولیدل؟

د عکس سرچینه، Corbis/Getty Images
کله چې د فرانسوي لیکوال جولس ورنس مشهور ناول (په ۸۰ ورځو کې تر نړۍ چاپېر) چاپ شو نو تر خپرېدو یوه لسیزه وروسته یې د توماس سټيونز په نوم یوه انګرېز ګرځندوی هوډ وکړ چې پر غونډه نړۍ به راګرځي.
که څه هم د ښاغلي ورنس په ناول کې سېلانی په اورګاډي او کښتۍ کې د نړۍ پر سفر وتلی و خو توماس پرېکړه وکړه چې پر بایسکل به د نړۍ چکر وهي.
د هغه سفر په ۱۸۸۴ کال کې پیل شو او مزل یې دوه کاله وخت ونیو. خپل کور ته له ستنېدو وروسته یې په کتابي بڼه یونلیک یا سفرنامه ولیکله او نوم یې پرې کېښود، "پر بایسکل د غونډې نړۍ سفر."
دغه کتاب ته په نړيواله کچه د خلکو پام ور واوښت. ده پکې هغه هر څه په تفصیل بیان کړي وو چې د شمالي امریکا له لویې وچې بیا تر اروپا او اسیا یې د خپل سفر پر مهال لیدلي وو.
لومړی تمځی؛ شمالي امریکا
توماس سټيونز په بریتانیا کې زېږېدلی و او ۱۷ کلن و چې په ۱۸۷۱ کې په امریکا کې مېشت شو.
دی لوبغاړی یا ورزشکار نه و خو بایسکل چلول یې خوښېدل او دا هغه مهال د اشرافو او شتمنو یو شوق ګڼل کېده.
امریکایی لیکوال او فلم جوړوونکی رابرټ ایزنبرګ وايي، هغه دې ډېر مشهور کړ چې، "یو عادي سړی و، ناڅاپه يې داسې سفر پيل کړ او خلکو ډېر هڅاوه هم."
په پیل کې د سټيونز موخه دا وه چې د شمالي امریکا تر لویې وچې پر بایسکل لاړ شي، همداسې یې وکړل او په پنځو میاشتو کې له سانفرانسېسکو تر بوسټنه ورسېد. خو چې د بایسکل چلونې اړوند یوې مشهورې مجلې د سټيونز د سفر لګښت پرخپله غاړه واخیست او د هغه سفر یې په اصطلاح سپانسر کړ نو ده پرېکړه وکړه چې دا سفر تر ټولې نړۍ وغځوي.
هغه د ۱۸۸۴ کال په اپرېل کې له شیکاګو انګلېنډ ته په کښتۍ کې لاړ او تر هغې وروسته پر بایسکل سپور د اروپا له لویې وچې، ورپسې له ترکیې، ایران، هند، چین او جاپانه هم پسې تېر شو.
د توماس سټيونز بایسکل له اوسنیو بایسکلونو سره ډېر توپير درلود. ډېر دروند و او (پیني فارټېنګ) یې باله چې مخکېنی ټایر یې لوی خو وروستۍ پایه یې ډېره وړه وه.
د رپوټونو له مخې، سټيونز د دغه سفر پرمهال له ځانه سره ډېر لږ شیان اخیستي وو، لکه زېرپېرني، یو ټوپک، ګرځنده کېږدۍ او یو سټپني ټایر.

د عکس سرچینه، Prisma/UIG/Getty Images
په استانبول کې یې څه ولیدل؟
توماس سټيونز د ۱۸۸۵ کال په اووړي یا دوبي کې د ترکیې استانبول ته ورسېد. دا د روژې میاشت وه او دی هلته د دغه ښار په تاریخي سیمه ګلاټا کې په یوه هوټل کې پاتې شو.
دی د هغه مهال د استانبول په اړه وايي چې د نړۍ داسې ښار دی چې "د هرې سیمې خلک پکې پیدا کېږي" او کوڅې او فېشن یې له تنوع ډک دي. هغه ویلي چې د دې ښار شپې ډېرې ژوندۍ دي، یوازې د کوڅو غاړو ته کافيخونې روښانه دي او خلک په واټونو کې له لاټېنونو او لاسي څراغونو سره پکې ګرځي.
هغه همداراز لیکلي چې د ټرمونو او کښتیو په ځانګړو برخو کې یې ښځې ولیدې چې حجاب به یې لرې کړ او سیګرټ به یې څکاوه.
سټيونز د دغه ښار لیدو لپاره یو لارښود هم ګمارلی و چې له ده سره به ګرځېده. ده یې په خپل یونلیک کې یادونه هم کړې ده.
یو ځای وايي، "یوه غرمه له خپل لارښود سره په استانبول کې د لرغونو اثارو موزیم ته لاړم، پر ایا صوفیه جومات راوګرځېدو، د سلطان محمود مقبره مو ولیده، د استانبول مشهور ګرانډ بازار کې مو چکر وواهه، د کوترو جومات ته لاړو، ګلاټا ټاور مو ولید او د سلطان سلیمان مقبرې ته هم ورغلو."
هغه په خپله لیکنه کې د صوفي سما نڅا مراسمو یادونه هم کړې او د ښار د شتمنو خلکو د کورونو پر ډول هم غږېدلی دی.

د عکس سرچینه، Abdullah Freres/Buyenlarge/Getty Images
سټيونز پر لاره د ترکیې د هغه وخت د سلطان عبدالحمید دوهم له لښکر سره هم مخ شوی و چې اوسمهال د دغه هېواد په تاریخ کې له خورا جنجالي شخصیتونو شمېرل کېږي. هغه وايي، "د سلطان د مخ د لیدو هدف ته ورسېدم خو دا ډېره لنډه شېبه وه."
د ترکیې د یوې مهمې صنعتي سیمې ازمېت خلیج په اړه یې لیکلي چې، "هلته په سپين رنګ د کلو رنګېدلي دیوالونه د ماښام په تیاره کې ډېره ښکلې منظره جوړوي."
د مرکزي اناتولیا سیمې سړک ته څېرمه د کوردي کوچیانو پر یوه پنډغالي ورپېښ شوی و او دی یې له سخاوته ډېر اغېزمن شوی و.
د کوردانو ټولنې د یوه مشر یې ډېر صفت کړی چې د ده هرکلی یې کړی و. په اړه یې ویلي دي چې هغه ده ته خوندور خواړه پاخه کړل، د خوب ځای یې پرته له پوښتنې ورته سم کړ او د ده په وینا، هغه "د یوه قدرمن شیخ غوندې چېلم څکاوه."
د ترکیې د تنوع په اړه سټيونز وايي چې هلته له یوه ارمینیايي راهب سره هم مخ شو چې ده ته یې انجیل شریف په ډالۍ کې ورکړ.

د عکس سرچینه، ullstein bild via Getty Images
ختیځ ته سفرونه
ایران ته د سفر پرمهال سټیونز یو څه وخت په تهران کې د شاه ناصرالدین مېلمه و.
د تهران په څنډو کې یې د زردشتانو د ولاړو خاموشه برجونو ستاینه کړې ده. دا هغه لرغونی ځای و چې مړي به پکې کجیرانو یا ټپوسانو ته پرېښودل کېدل چې ویې خوري ځکه چې باور دا و چې د مړو له ښخولو سره خاوره فاسدېږي.
سټيونز ویلي چې د زردشت اورونه له اوږدې مودې راهیسې مړه شوي وو او ترې پاتې برجونه یې د یوه لرغوني مذهب د پاتې شونو په توګه ولاړ وو.

د عکس سرچینه، EDUCATION IMAGES/ GETTY IMAGES
له ایران وروسته توماس سټيونز افغانستان ته روان شو. دی د افغانستان خاورې ته داخل نه شو او د کاسپين سمندرګي له لارې په کښتۍ کې باکو ته لاړ چې نن سبا د اذربایجان پلازمېنه ده. له هغه ځایه په اورګاډي کې باتومي ته لاړ چې اوس جورجیا نومېږي او بیا په کښتۍ کې د هند ښار کلکتې ته ورسېد.
هغه د هند په اړه پخپل یونلیک کې تاج محل ډېر ستایلی دی. که څه هم د دې سیمې له ګرمۍ یې سر ټکولی خو ویلي یې دي چې د دغه سفر تر ټولو ښکلې منظرې او رنګونه یې په هند کې ولیدل.
له هنده دی هانګکانګ او بیا چین ته لاړ. پر بایسکل د سفر وروستی تمځی یې د جاپان یوکوهاما و.
سټيونز هلته له ځينو کلیوالو خلکو سره مخ شو چې ده یې چلند ستایلی او خوشال خلک یې بللي دي. هغه ویلي، "دوی د بل هر ملت پرتله ډېر د خوشاله ژوند کولو او په خوښۍ د ستونزو حلولو هنر زده دی."
هلته یې له زدکړو سره د ماشومانو د مینې ستاینه هم کړې ده.
دا هغه ځای و چې سټيونز پکې په ۱۸۸۶ کې خپل د بایسکل سفر بشپړ کړ. دې سفر ټولټال دوه کاله او اته میاشتې وخت ونیو.
د سټيونز د خپل حساب کتاب له مخې، هغه په دغه سفر کې ۱۳۵۰۰ میله (۲۲زره کیلومتره) لاره یوازې پر بایسکل وهلې ده او له همدې امله دی هغه لومړنی سړی بلل کېږي چې پر بایسکل په غونډه نړۍ راګرځېدلی دی.
ده اول وار په یوه مجله کې د خپل سفر په اړه د لیکنو لړۍ خپره کړه او وروسته یې په ۱۸۸۷ کې د کتاب په بڼه یونلیک خپور کړ.
'د ختیځ پالنې اغېز' او نیوکې
سټيونز که څه هم د خپل سفر پرمهال د هرې ټولنې د هغو ځانګړتیاو او ستاینو یادونه کړې چې دی ورسره مخ شوی دی خو د هغه مهال ځینې کلیشې یې هم کارولې دي. له کومو خلکو سره چې مخ شوی دی، "نیمه متمدنه"، "ناپاک" او "ناپوه" یې بللي دي.
د ترکیې سیواس ته د سفر په اړه یې لیکلي، "د ارمینیايي کلیوالو ذهني ځانګړتیا دا ده چې ډېر ناپوهه دي او پر اخلاقو یې تیاره خپره ده."
ترکي لکیوال ایدان چیلیک د توماس سټیونز د ترکیې سفر په اړه لیکنې لوستې دي. هغه وايي چې د هغه وخت د ځینو نورو ګرځندویانو غوندې سټيونز هم "ختيځپاله" و او د هغو خلکو خوی دا و چې د ختیځ خلکو او کلتور ته یې له خپلو کلیشهيي یا دودیزو عینکو کتل.
خو لیکوال رابرټ ایزنبرګ په دې باور دی چې د سټیونز نظر د سفر په اوږدو کې په بدلېدو شو.
دی وايي، "ښايي هغه به له یوه سخت کلتوري لیدلوري موضوع ته کتل. خو کله چې دی تاج محل ته ځي نو هلته بیا ستاینې کوي، د هغه ځای معماري او هنر یې ډېر خوښېږي او ترې اغېزمنېږي او څو شېبې دا هېروي چې له کوم څه سره یې پرتله کړي. دا ځکه چې هلته هر څه بیخي حیران کړی و."

د عکس سرچینه، Around the World on a Bicycle
پر بایسکل په نړۍ د راګرځېدونکي کس په توګه د سټيونز لیکنې او کیسې په بریتانیا او امریکا کې په خپل وخت کې ډېرې مشهورې وې. د کارپوهانو په وینا، د هغه یادښتونه او کیسې د دې لامل شوې چې ګڼ امریکایان هغه مهال د نړۍ په چکر ووځي.
د سټيونز ژوند او ژواک د ویلیم ساچټلبن او توماس الن غوندې د ځوانو امریکايي ګرځندویانو لپاره یو الهام شو او هغوی هم پر بایسکل استانبول ته سفر وکړ.
ترکی لیکوال ښاغلی چیلیک په دې باور دی چې پر دې هر څه برسېره د سټیونز تر ټولو مهم میراث دا پاتې دی چې پر بایسکل سفر کول یې دود کړل، د خلکو پام یې ورواړاوه او د ده په وینا، د بایسکل په نړۍ کې یې "انقلاب" رامنځته کړ.








