جي - ۲۰ غونډه؛ اروپايي ټولنه وايي، له افغانستان سره یو میلیارد یورو مرسته کوي

د عکس سرچینه، Reuters
د اروپايي کمېسیون مشره ورزولا ونډرلاین وايي، د جي ۲۰ سازمان غونډه کې چې نن ایټالیا کې کېږي، اروپايي ټولنه له افغانستان سره د یو میلیارد یورو ارزښت مرسته کوي.
نوموړې وايي، د یوه سخت بشري بحران او د افغانستان اقتصادي سقوط مخینوي لپاره ''ټول باید له وس سره سم هڅې وکړو. ''
د یادونې ده چې د جي - ۲۰ سازمان مشران نن د افغانستان وضعیت او په دغه هېواد کې د پراخېدونکي اقتصادي کړکېچ ارزونې په هکله نن غونډه کوي.
داسې حال کې چې واک ته د طالبانو له رسېدو نژدې دوې میاشتې پوره کېږي، افغانستان د اقتصادي بحران او نغدو پیسو د ختمېدو له خطر سره مخامخ دی.
د اې ایف پي رپوټ کې ویل شوي، تر اوسه څرګنده نه ده چې د سې شنبې ورځې انلاین غونډه کې به چې ایټالیا تنظیم کړې، د جي - ۲۰ سازمان ټول غړي ګډون وکړي او که نه.
د یادونې ده چې دغه سازمان کې د امریکا متحدو ایالتونه، اروپايي ټولنه، چین، ترکيه، روسیه، او سعودي عرب هم ونډه لري.
خو د ایټالیا یوه چارواکي ویلي، د غونډې ګډونوال به ''دولتي مشران او ولسمشران '' وي.
پرون د هند بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې تایید کړه چې لومړی وزیر نریندرا مودري به دې غونډه کې ګډون وکړي.
د هند بهرنیو چارو وزارت اعلامیه کې راغلي بشري مرستې، لومړنیو خدمتونو ته لاسرسی، اقتصاد، امنیت او له ترهګرۍ سره مبارزه د دې غونډې په اجنډا کې شامل موضوعات دي.
بل لور د بهرنۍ پالیسې برخه کې د اروپايي ټولنې مشر جوزیف بوریل ویلي، د اقتصادي ''سقوط '' مخنیوي هلو ځلو لړ کې له افغانانو سره د مخامخ مرستو زیاتولو په هکله غور کوي.
د اروپايي ټولنې ودې او پرمختیا له وزیرانو سره له خبرو وروسته ښاغلي بوریل وویل:
''موږ نه شو کولای انتظار وکړو او وګورو، موږ باید لاس په کار شو او ژر تر ژره باید عمل وکړو. ''
له دې مخکې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له اقتصادي سقوطه د افغانستان ژغورنې لپاره له دې هېواد سره د نغدو پیسو مرستې زیاتې کړي.
نوموړی وايي، باید داسې لارې چارې ولټول شي چې د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې دننه دغه نغدي مرستې د افغانستان اقتصاد ته ورسېږي.
یو شمېر نړیوال مشران غواړي چې دغه مالي مرستې د طالبانو له لوري د بشري حقونو له مراعتولو سره غوټه کړي، خو د ایټالیا لومړی وزیر ماریو دراګي چې د جي - ۲۰ غونډې مشري کوي وايي، هدف یوازې د (بشري ناورین) مخنیوی کول دي.
بل لور ته د ملګرو ملتونو عمومي منشي د دوشنبې پر ورځ خبرداری ورکړ چې افغانان باید د طالبانو له کبله د نړیوالې ټولنې لخوا په ډله ییزه توګه مجازات نه شي.
نوموړي په یوه خبري غونډه کې وویل، اوسنی بحراني وضعیت لږ تر لږه پر ۱۸ میلیونو انسانانو اغېز کړی دی.
ښاغلی ګوتېرش وايي، دا موضوع باید په رسمیت د طالبانو پېژندلو او یا هم طالبانو ته د افغانستان کنګل شویو مالي زېرمو سپارلو له موضوع سره یو ځای نه شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
نوموړي دې لړ کې د نړیوال بانک یادونه وکړه چې په وینا یې کولای شي د افغانستان اقتصاد ته په مستقیم ډول پیسې داخلې کړي.
یاده دې وي چې تېره میاشت جنیوا کې د ملګرو ملتونو په مشرۍ جوړه شوې یوه ځانګړې غونډه کې نړیوالې ټولنې افغانستان سره د څه باندې یو میلیارد بېړنیو بشري مرستو ژمنه وکړه.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتیریش څه موده وړاندې ویلي وو، طالبان د دوی مرستو ته اړتیا لري، خو باید په بدل کې یې ځینې شرطونه ومني.
د تېر سپتمبر نیمايي کې ملګرو ملتونو د سویس په جنیوا کې د بسپنه ورکونکو هېوادونو کوربه توب وکړ چې له افغانانو سره د بشري مرستو لپاره پیسې راټولې کړي.
ملګرو ملتونو د ۶۰۶ میليونه ډالرو غوښتنه کړې وه خو په هغه غونډه کې نړیوالې ټولنې د نژدې دوه برابره، له یو میلیارد ډالرو زياتې مرستې ژمنه وشوه.
د طالبانو سرپرسته کابینه کې بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي له افغانستان سره د څه باندې یو میلیارد ډالرو هغې مرستې له کبله د نړیوالې ټولنې مننه وکړه، او هغه مهال یې ژمنه وکړه چې طالبان به اړمنو کسانو ته د دې مرستو رسولو کې همکاري کوي.









