د بي بي سي ځانګړی رپوټ؛ زرګونه کسان له افغانستانه د تېښتې لپاره ځانونه قاچاقبرو ته سپاري

د ویډیو تشریح، له بېوزلۍ تېښته: افغانان په غير قانوني ډول بهر ته ځي

په داسې حال کې چې له هوايی لارو له افغانستانه د خلکو ایستلو عملیات رسماً پای ته رسېدلي، زرګونه کسان لا هم هڅه کوي، له هرې ممکنې لارې چې کېدای شي، له دغه هېواده ووځي.

د بي بي سي خبریال سکندر کرماني د نیمروز ولایت مرکز زرنج ته تللی او په خپل رپوټ کې د هغو زرګونو افغانانو حال وايي، چې دغه هېواد کې د بشري بحران له زیاتېدو سره هممهاله ایران او پاکستان ته د تلو هڅې کوي.

د بي بي سي خبریال وايي، زرنج اوس د انساني قاچاق پر یوه داسې مرکز بدل شوی، چې د پاڼ پر ژۍ ولاړ اقتصاد لرونکي افغانستان ګڼ شمېر اوسېدونکي له همدې لارې هېواد پرېږدي.

دا په داسې حال کې ده، چې په بهر کې د افغانستان شتمنۍ کنګل شوې، د بهرنیو مرستو لړۍ نژدې په ټپه ولاړه ده او د بانکي سسټم فعالیتونه له خنډ او ځنډ سره مخامخ دي.

په زرنج کې قاچاقبرو د بي بي سي خبریال ته وویل، له هغه راهیسې چې افغانستان کې طالبان واکمن شوي، له دې لارې ایران او پاکستان ته د تلونکو کسانو شمېر دوه، برابره ډېر شوی دی.

د بي بي سي خبریال وايي، یوازې په یوه ساعت کې یې نژدې ۵۰ له کډوالو ډک موټر ولیدل چې له افغانستانه د وتلو په پار دې ځای ته ورسېدل.

ویل کېږي، دغه کسان په دښتو او ساراوو کې له اووه - اته ساعته مزل وروسته پاکستان ته رسېږي او بیا ایران ته په قاچاقي توګه لېږدول کېږي.

کډوال

د بي بي سي خبریال وايي، هلته یې ولیدل چې قاچاقبر په امنیتي پوستو کې د طالبانو کسانو ته د یو څه پیسو ورکولو بدل کې له پاسپورټ او ویزې پرته دغه کسان لېږدوي.

په دې کسانو کې زیات شمېر نارینه دي، خو یو شمېر ښځې هم پکې لیدل کېږي او لږ تر لږه یوې کورنۍ د بي بي سي له خبریال سره په دې هکله خبرې کړې دي.

یوې مېرمن چې ماشوم یې په غېږ کې و، د بي بي سي خبریال ته وویل، مېړه یې دولتي دنده درلوده او خپله ښوونکې وه، خو اوس چې دواړو دندې له لاسه ورکړې، له کډوالۍ پرته بله لاره نه لري.