ملګري ملتونه: افغانستان ته بشردوستانه مرستو رسولو لپاره الوتنې بیا پیل شوې

ملګري ملتونه، افغانستان، خواړه

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د ملګرو ملتونو چارواکي وايي تراوسه درې الوتنې افغانستان ته شوې دي.

د ملګرو ملتونو لخوا له اسلام آباد نه مزار شریف او کندهار ته بشردوستانه مرستو رسولو په موخه الوتنې بیا پیل شوې دي.

د دې الوتنو مدیریت د ملګرو ملتونو خوړو نړیوال پروګرام کوي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتېرېش ویاند یسټفن دوجاریک وايي تراوسه درې الوتنې مزارشریف ته شوې دي.

په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام مسوولې ماري الن مک ګرورتي د رویټرز خبري اژانس ته ویلي له خرابیدونکي سیاسي وضعیت او وروستۍ وچکالۍ سره افغانستان د ''اقتصادي سقوط او بشري ناورین '' ته نږدی دی.

تېره ورځ هم ملګرو ملتو اندېښنه څرګنده کړه، چې افغانستان کې د اړو کسانو د لاسنیوي لپاره نړیوالې مرستې ډېرې کمې دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال ویلي، په راتلونکو لسو ورځو کې به د افغانستان لپاره د مرستو د راټولولو رسمي غوښتنه وکړي.

د یادونې ده چې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په افغانستان کې د توکیو بیې بېسارې ختلې، د افغانۍ ارزښت ټیټ شوی او په بهر کې د افغان دولت پولي زېرمو ته د طالبانو لاسرسی هم بند دی.

ملګري ملتونه وایي د افغانستان کابو ۱۸ میلیونه وګړي چې د نفوس نیمايي کېږي مرستو ته اړتیا لري او په تېرو څلورو کلونو کې په افغانستان کې د دوهمې روانې وچکالۍ له امله، اوسمهال تر پنځو کلونو د کم عمره ماشومانو نیمايي، د اړین خوراک له کمي سخت کړېږي.

دغه راز د خوړو د نړیوال پروګرام د ارزونې له مخې ۱۴ میلیونه افغانان په جدي ډول د خوړو خوندیتوب نه لري او په هرو هغو دوو ماشومانو کې چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي یو یې خوار ځواکه دی.

د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام وايي هڅه کوي چې د امنیت له ښه کېدو سره افغانستان ته الوتنې ډېرې کړي او په دې توګه د افغانستان لرو پرتو سیمو ته هم د خوراکي توکو مرستې ورسوي.

ملګري ملتونه کابل کې د حامد کرزي هوايي ډګر ته هم د الوتنو نیت لري او د ښاغلي دوجاریک په وینا نور اړین توکي لکه دارو درمل به هم افغانستان ته په دې الوتنو کې واستول شي.

ملګري ملتونه، افغانستان، خواړه

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې په هرو دوو هغو ماشومانو کې چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي یو یې خوار ځواکه دی.

د ملګرو ملتونو یوه بل چارواکي چې نوم یې نه دی په ډاګه شوی د رویترز خبري آژانس ته ویلي ''طالبان ملګرو ملتونو ته اړتیا لري او طالبان په خپله هم په دې پوهېږي چې نه شي کولای چې د خوړو له پلوه د خلکو اړتیا پوره کړي. ''

په ورته وخت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ یوناما برخلیک هم ناڅرګند دی.

په پام کې وه چې د یوناما د ماموریت دوره تر دوو اونیو پورې پای ته ورسېږي او د غځولو په اړه یې د امنیت په شورا کې بحث وشي.

خو اوس راتلونکې اونۍ د دې ماموریت د غځولو په اړه بحث په داسې حال کې کېږي چې طالبان د یوه نوي حکومت د اعلانولو په درشل کې دي.