''شمالي وزيرستان کې دې عمليات وځنډول شي''

تر اوسه د شمالي وزيرستان لسګونه زره اوسېدونکي د جګړې له وېرې له خپلو سيمو وتلي

د عکس سرچینه، AFP Getty

د عکس تشریح، تر اوسه د شمالي وزيرستان لسګونه زره اوسېدونکي د جګړې له وېرې له خپلو سيمو وتلي

پاکستان کې د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان له حکومت نه غوښتي، چې شمالي وزيرستان کې د طالبانو پر ضد پوځي عمليات وځنډوي.

عمران خان وايي خان وايي د عملياتو ځنډول به خلکو ته دا شونې کړي، چې په خوندې ډول له خپلو سيمو ووځي.

چارواکي اټکل کوي، يوه اوونۍ مخکې د عملياتو له پيلېدا راهيسې تر ۳۵۰ زره ډېر خلک له شمالي وزيرستانه د جګړې له امله تښتيدلي دي.

عمران خان وايي ولسي خلک لا هم په سيمه کې ايساردي او وخت ته اړتيا ده چې دوى سيمه پرېږدي.

دی وايي: "زه فکر کوم چې د اوس لپاره بايد عمليات ودرول شي. دوى بايد دا سيمې بمباري نه کړي، ځکه ما له خلکو سره خبرې وکړې او ماته يې وويل چې لاهم خلک ايسار دي. ميرمنې، ماشومان او ملکيان ايساردي. په دې ډول د اوس لپاره دوى بايد عمليات ودروي".

په سيمه کې د بي بي سي خبريالان وايي په سختې ګرمۍ کې د بسونو او لاریو اوږده کتارونه د امنیتي اجازه لیک لپاره ولاړ دي چې د بنو ښار ته ننوځي.

دا وېره هم شته چې بیځایه شوي کسان ښايي د پولیو ناروغۍ له خورېدو سره مرسته وکړي، ځکه زیاتره یې ماشومان دي او د دغې ناروغۍ پر وړاندې واکسین شوي هم نه دي.

تېره اونۍ رپوټونو کې ویل شوي و، چې په شمالي وزیرستان کې د پوځي عملياتو له امله له ۷۰۰۰۰ ډېر کسان خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د دوی ډېری اوس د کرک، ډېره اسمعيل خان، بنون او نورو شاوخوا سيمو ته کوچېدلي دي، چې ښځې او ماشومان هم ورسره دي.

ځايي اوسېدونکي وايي په ميرانشاه او ميرعلي کې موټر نه شته او ډېری خلک کډه پر سر پياده له خپلو کورونيو سره د جګړې له سيمې ځان باسي.