الجزایر یو قانون تصویب کړ چې فرانسوي استعمار جرم ګڼي

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
- Author, فاروق چوتیا
د رسمي تلویزیون د راپور له مخې، د الجزایر پارلمان د چهارشنبې په ورځ په یوه خوله هغه قانون تصویب کړ چې د فرانسې له لوري د الجزایر استعمار جرم ګڼي او له فرانسې د الجزایري خلکو لپاره د بخښنې او تاوان غوښتنه کوي. دغه قانون د استعمار ستاینه هم جرم ګڼي.
د دې قانون تصویب د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د خرابوالي تازه نښه ګڼل کېږي او څارونکي وايي د دی ترمنځ اړیکي د الجزایر د خپلواکۍ له ۶۳ کلونو راهیسې تر ټولو ټیټه کچه کې دي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویلي پاریس "د الجزایر د کورنیو چارو پر سیاست تبصرې ته لېوالتیا نه لري"، خو یوازې یې دا اقدام د افسوس وړ بللی، ځکه چې دا ګام د برعکس اغېزو سبب کېږي او د "فرانسوي- الجزایري خبرو د بیا پیل یا د حافظې اړوندو مسایلو په هکله ارامه کار ته زیان رسوي".
وزارت زیاته کړې چې دوی "له الجزایر سره د جدي خبرو د بیا پیل هڅو ته دوام ورکوي، چې د فرانسې او فرانسویانو له لومړیتوبونو سره سمې پایلې ورکړي، په ځانګړي ډول د امنیتي مسایلو او مهاجرت پورې اړوند".
پر الجزایر د فرانسې د استعمار پر مهال (۱۸۳۰–۱۹۶۲) د ډله ییزو وژنو او پراخو شړلو له پېښو سره مل و او پایله یې د وینلړلې خپلواکۍ په جګړې ختمه شوه.
الجزایر وايي جګړې شاوخوا ۱.۵ میلیونه کسان وژلي، په داسې حال کې چې فرانسوي تاریخ پوهان د وژل شویو شمېر ډېر کم ګڼي.
فرانسوي ولسمشر ایمانوېل مکرون مخکې منلې وه چې د الجزایر استعمار "د بشریت پر وړاندې جرم" و، خو بخښنه یې نه ده غوښتې.
فرانس پرېس خبري اژانس راپور ورکړ چې د قانون د تصویب پر مهال د پارلمان غړو د ملي بیرغ په رنګونو څادر او ټوکرونه اغوستي وو او د لاسونو په پړکولو یې د "ژوندی دې وي الجزایر" نارې وهلې.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
دغه قانون وایي فرانسه د "هغو ناورینونو" قانوني مسؤلیت لري چې له کبله یې رامنځته شوي او بشپړ او عادلانه تاوان د الجزایر دولت او خلکو د نه لېږدېدو وړ حق دی.
دا ګام په داسې وخت کې اخیستل شوی چې پر لوېدیځو هېوادونو فشار ډېر شوی چې د غلامۍ او استعمار لپاره تاوان ورکړي او هغه لرغوني آثار بېرته ورکړي چې لا یې هم په خپلو موزیمونو کې ساتل کېږي.
الجزایري پارلماني غړي له فرانسې غواړي چې د شپاړسمې پېړۍ یو برونزي توپ بېرته ورستون کړي، چې د "بابا مرزوق" په نوم پېژندل کېږي او د اوسني الجزایر د مرکز ساتونکی ګڼل کېده.
فرانسوي ځواکونو په ۱۸۳۰ کال کې له دوه ځله ناکامو هڅو وروسته ښار ونیو او توپ اوس په د فرانسې شمال لوېدیځ بریسټ ساحلي ښار کې دی.
په ۲۰۲۰ کال کې، فرانسې د ۱۹ پېړۍ د فرانسوي استعماري ځواکونو پر وړاندې د مقاومت پر مهال د وژل شویو ۲۴ الجزایري جنګیالیو جسدونه وروسپارل.
تېره میاشت، الجزایر د افریقایي هېوادونو یوه کنفرانس کوربه و، چې د عدالت او تاوان پر غوښتنه ټینګار وکړي.
د الجزایر د بهرنیو چارو وزیر احمد عطاف ویلي، قانوني چوکاټ به یقیني کړي چې تاوانونه "ډالۍ یا احسان" ونه ګڼل شي.
د الجزایر او فرانسې ترمنځ ډیپلوماتیکې اړیکې تېر کال هغه وخت خرابې شوې، کله چې د فرانسې ولسمشر مکرون د مراکش له لوري د لوېديځې صحرا د حاکمیت منل اعلان کړل او د شخړه ځپلې سیمه لپاره یې د محدودې خپلواکۍ پلان ملاتړ کړ.
الجزایر د پولیساریو جبهې ملاتړ کوي، چې د لوېديځې صحرا د استقلال غوښتنه کوي او هغه د الجزایر اصلي متحد ګڼل کېږي.
په همدې حال کې، د الجزایر پلازمېنه کې د فرانسوي الجزایري ناول لیکوال بوعلام صنصال ونیول شو او په پنځه کاله زندان محکوم شو، خو وروسته د الجزایر ولسمشر عبد المجید تبون له زندانه خوشی کړ.
د وکیلانو په وینا، هغه د الجزایر د ملي امنیت لپاره ګواښ رامنځته کړ ځکه چې د هېواد د سرحدونو په اړه یې څرګندونې کړې وې.








