جاپان کې د افغانستان سفارت وايي خپلې ټولې چارې تر 'بلې خبرتیا' ځنډوي

سفارت

د عکس سرچینه، AfghanEmbassyinTokyo

په توکیو کې د افغانستان سفارت نن جمعه (ډسمبر ۲۶مه) په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د راتلونکي ۲۰۲۶م کال د جنورۍ له وروستۍ نېټې خپل ټول فعالیتونه ځنډوي.

په علامیه کې راغلي چې دا پرېکړه "د روانو حالاتو په رڼا کې، د جاپان بهرنیو چارو وزارت لخوا د پیل شویو سلا مشورو او د دواړو غاړو ترمنځ له ګډې هوکړې وروسته" د ۱۹۶۱ کال د ویانا دیپلوماتیکو اړیکو کنوانسیون له مخې شوې ده.

په افغانستان د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه ‌دي ویلي.

دا اعلامیه د جمهوریت پر مهال په توکیو کې ټاکل شوي افغان سفیر شیدا محمد ابدالي هم پر خپله اېکس پاڼه شریکه کړې ده.‌

ښاغلی ابدالي پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو څو میاشتې مخکې، د ۲۰۲۱ کال جنورۍ کې په جاپان کې د افغانستان د سفیر په توګه دنده پیل کړې.

اعلامیه کې ویل شوي چې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له ۳۱مې وروسته به د سیاسي، اقتصادي، کلتوري او کونسلي چارو په څېر ټول خدمتونه تر "بلې خبرتیا" پورې درول کېږي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

د جاپان بهرنیو چارو وزارت او په کابل کې د دغه هېواد سفارت هم تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

تر اوسه دا هم روښانه نه ده، چې د دغه سفارت واګي‌ به په راتلونکې کې د نړۍ د ځينو نورو هېوادونو په څېر په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته سپارل کېږي که څنګه.

جاپان د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو واک ته د دوی له راستنېدو راهیسې د افغانستان یو مهم مرستندوی هېواد پاتې شوی او په دې موده کې یې له افغانستان سره د سلګونو میلیون ډالرو په ارزښت مرستې کړې دي.‌

دغه هېواد همدا تېره اونۍ هم له افغانستان سره د ۱۹ نیم میلیون ډالرو نوې مرسته اعلان کړې، چې په کابل کې د جاپان سفارت لخوا د خپرې شوې اعلامیې له مخې، د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو غیر دولتي موسسو له لارې به پر بشردوستانه او نورو لومړنیو اړتیاوو ولګول شي.

د یادونې ده چې تر دې مخکې د سیمې او نړۍ په یو شمېر نورو هېوادونو کې هم د افغانستان د مخکیني جمهوري‌ دولت د سیاسي‌ استازولیو چارې ځنډېدلې دي.

‌ له دې ډلې د ځينو سفارتونو او کونسلګریو واګي د طالبانو حکومت ته سپارل شوي دي.