امریکا په نایجریا کې د داعش پر ضد بریدونه پیل کړي

د امریکا دفاع وزارت له لوري په یوه خپره شوې لنډه ویډیو کې لیدل کېږي، چې له یوې پوځي کښتۍ توغندي توغول کېږي.

د عکس سرچینه، US Department of Defense

د عکس تشریح، د امریکا دفاع وزارت په یوه لنډه خپره کړې ویډیو کې لیدل کېږي، چې له یوې پوځي کښتۍ توغندي توغول کېږي.

امريکا متحدو ایالتونو په شمال لوېديځه نایجریا کې د (اسلامي دولت) نومې "داعش" ډلې پر اړوندو وسله والو بریدونه کړي. دا هغه سیمه ده، چې وسله والې ډلې له اوږدې مودې راهیسې پکې فعالې دي.

د امریکا پوځ وايي، د نایجریا او نیجر تر منځ پولې ته نژدې سکوټو ایالت کې هغه کمپونه په نښه شوي، چې داعش ډله یې چارې سمبالوي.

دوی زیاته کړه چې د "لومړنیو ارزونو" له مخې په دې بریدونو کې "ګڼ شمېر" کسان وژل شوي دي.

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د کریسمس ورځې دا بریدونه ''زورور او خونړي'' بللي او په نښه شوې وسله والې ډلې یې د ''ترهګرۍ پاتې شوني'' بللي، چې په خبره یې په ځانګړي توګه بې ګنا مسیحیان په نښه کوي او وژني.

بل لور د نایجریا بهرنیو چارو وزیر یوسف مایتاما تیوګار له بي بي سي سره خبرو کې وویل دا ''مشترک عملیات'' وو او په خبره یې ''له کوم ځانګړي دین'' سره هېڅ تړاو نه لري.

ښاغلی تیوګار وايي، دا بریدونه له ''کافي مودې'' راهیسې پلانېدل او د هغو استخباراتي معلوماتو پر بنسټ پیل شول، چې نایجریا وړاندې کړي.

نوموړي د نورو ورته عملیاتو دوام هم نه دی رد کړی.

د دې عملیاتو د وخت په تړاو دی وايي، ''له کریسمس سره تړاو نه لري، دا هر وخت کېدای شي، دا پر هغو ترهګرو له برید سره تړاو لري، چې نایجریایان یې وژل.''

د یادونې ده، چې نایجریا حکومت له څو کلونو راهیسې د جهادي ډلو له یوې پېچلې شبکې سره په جګړه بوخت دی، چې د "بوکو حرام" او "داعش" په ګډون د بېلابېلو کوچنیو ډلو ټولګې په کې شاملې دي.

ټرمپ حکومت له دې مخکې پر نایجریا حکومت تور پورې کړی و، چې د جهادي ډلو له بریدونو د مسیحیانو په خوندي ساتلو کې پاتې راغلی او هلته یوه ''توکمیزه ډلوژنه'' شوې ده.

د "بوکو حرام" او "داعش" اړوند وسله والې ډلې له نژدې یوې لسیزې راهیسې د نایجریا په شمال ختیځ کې فعالې دي او زرګونه کسان یې وژلي دي.

د اې سي ایل اي ډي نومي ګروپ، چې د نړۍ په لر او بر کې د سیاسي تاوتریخوالي ارزونه کوي، په خبره د دې ډلو په بریدونو کې ډېری وژل شوي کسان مسلمانان دي.

په نایجریا کې د بشري حقونو فعال او د کړکېچ شنونکی بولاما بوکاتي اټکل کوي، چې د پنجشنبې پر ورځ د داعش اړوند نسبتاً نوې ډله په نښه شوې، چې په ساحل سیمه کې راپیدا شوې او په دا وروستیو کې یې خپل وسله وال نایجریا ته استولي دي.

دی د بي بي سي له نړیوالې څانګې سره خبرو کې وايي، د "لویدیځې افریقا ایالت اسلامي دولت" د داعش اړوند تر ټولو لویه وسله واله ډله ده، چې د نایجریا په شمال ختیځ کې فعالیتونه کوي او لاکیوراوا بیا په سیمه کې تر ټولو کوچنۍ وسله واله ډله بلل کېږي، چې د سوکوټو ایالت په شمال لوېدیځو سیمو کې رامنځته شوې ده.

د بي بي سي مانیټورینګ څانګې په وینا د داعش پلوه ټولنیزو رسنیو یو چېنل نژدې هره ورځ په سوکوټو ایالت او په شمال لویدیځ ایالت بورنو کې د متحده ایالاتو د کشفي الوتنو په اړه راپورونه ورکوي، چې د نایجیریا ترټولو لویه داعش اړوند ډله پکې مرکزونه لري.

د نایجریا په مرکزي برخو کې بیا د مسلمانو شپنو او ځايي بزګرانو تر منځ چې ډېری یې مسیحیان دي، د اوبو او څړځایونو پر سره هم د نښتو رپوټونه ورکول کېږي.

د غچ اخیستنې په دې جګړو او نښتو کې هم زرګونه کسان وژل شوي او دواړو لوریو ته د زورزیاتي رپوټونه هم ورکړل شوي دي.

د امریکا بریدونه بیا په تېرو څو ورځو کې د داعش پر ضد د امریکا دویم لوی برید بلل کېږي. تېره اونۍ امریکايي چارواکو ویلي وو، په سوریه کې یې د داعش پر ضد ''پراخ برید'' کړی دی.

د امریکا ځواکونو مرکزي قوماندې (سېنټکام) مسوولینو ویلي وو، ''د سوریې په مرکزي برخو کې د جنګي الوتکو، بریدګرو چورلکو او توپخانې پر مټ له ۷۰ ډېر هدفونه ویشتل شوي.''

په هغو بریدونو کې د اردن الوتکو هم برخه درلوده.

دغه بریدونه د داعش ډلې لخوا د درېیو امریکایانو له وژل کېدو وروسته شوي وو، چې دوه یې پوځیان وو او یو یې ملکي ژباړن و.