د سوریې علوي اکثریت سیمې یوه جومات کې چاودنه شوې

د عکس سرچینه، SANA
د سوریې یوه سیمهییز چارواکي ویلي، د جمعې په ورځ د سوریې په مرکزي ولایت حمص د علوي اکثریت په یوه سیمه کې پر یوه جومات د چاودنې له امله شپږ کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان شوي دي.
دا خبر د رویټرز خبري اژانس ورکړی دی.
عیني شاهدانو ویلي چاودنه د "جمعې لمانځه پرمهال" شوې ده.
رویټرز او فرانس پرېس خبري اژانسونو ویلي، په دې کلي کې ډېری علویان اوسېږي.
د سوریې دولتي خبري اژانس (سانا) ویلي، چاودنه د حمص ښار د وادي الذهب په سیمه کې د امام علي بن ابيطالب جومات کې شوې ده.
د سوریې رسمي رسنیو راپور ورکړی چې امنیتي ځواکونو د چاودنې ځای کلابند کړی او د پېښې د څرنګوالي په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
سیمهییزو چارواکو رویټرز ته ویلي، امکان لري چې دا چاودنه د ځانمرګي برید یا هم د ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکي له امله رامنځته شوې وي.
سانا پر اېکس د جومات دننه ځینې انځورونه خپاره کړي او ویلي یې دي چې دا د هماغه هدف ګرځېدلي جومات دي.
په وروستیو اونیو کې په حمص کې د وژنو او تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوې دي چې له امله یې اوسېدونکو د امنیتي تدابیرو د سختولو غوښتنه کړې ده.











