پاکستان وايي له امريکا سره به پر ډرون خبرې کوي

- Author, طاهر خان
- دنده, اسلام اباد
پاکستان وايي اسلام اباد ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کېري د راتلونکي سفر پر مهال به قبایلي سیمو کې د بې پیلوټه الوتکو مساله وڅېړي.
د بهرنیو چارو وزارت وړاندې ویلي و چې جان کېري به روانه میاشت کې پاکستان ته سفر وکړي خو د باندنیو چارو لپاره د لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز د سې شنبې په ورځ ملي اسمبلۍ ته وویل چې ښاغلی کېري به اوس راتلونکې میاشت کې اسلام اباد ته سفر وکړي.
د امریکا د ډرون بریدونو په اړه د اپوزیسیون د وکیلانو اعتراضونو ته په ځواب کې سرتاج عزیز وویل چې نوی حکومت د وزیرستان په قبایلي سیمه کې د امریکا د ډرون بریدونو درولو لپاره د یوې نوې پالیسۍ په جوړولو کار پیل کړی دی چې په دې اړه یې نور څه معلومات ور نه کړل.
د بهرنیو چارو لپاره د صدر اعظم سلاکار څرګندونې په داسې حال کې کړي چې شمالي وزیرستان کې د یو میاشت نه کم وخت کې دوو امریکایي بریدونو ۱۳ کسان وژلي چې په کې د پاکستاني طالبانو مرستیال ولي الرحمان مسید هم شامل و.
سرتاج عزیز د ډرون حملو د شمېر په اړه وویل چې روان کال کې ۱۳، تېر کال ۴۵، دوه زره یولسم کال کې ۶۲، او دوه زره لسم کال کې ۱۱۵بریدونه شوې دي.
د نوي حکومت واک ترلاسه کولو وروسته یو برید شوی دی.
سرتاج عزیز دا هم وویل چې د امریکا د باندنیو چارو د وزیر سره سره به پاکستان په هر فورم د ډرون حملو مساله اوچته کړي.
هغه وویل ډرون بریدونو د پاکستان او امریکا ترمنځ په اړیکو بد اغېز کړی دی.








