وروستی, کراچۍ کې د افغان کلي ړنګول، پولیس له مقاومت سره مخ شول, ریاض سهیل، بيبيسي اردو ډاټ کام، کراچۍ

د عکس سرچینه، Irfan Almani
د پاکستان ې تر ټولو لوی ښار کراچۍ کې پولیس د افغان کلي د ړنګولو لړۍ پیل کړې ده. دا عملیات د پولیس او رینجرز په حضور کې د بلډوزر او درنو ماشینونو په وسیله ترسره کېږي، چې پرمهال پولیس د ځینو خلکو له مقاومت سره مخ شوي.
دغه افغان کلي سوپر هایوې M-9 ته نژدې، د سهراب ګوټ سیمه کې، څو لسیزې مخکې جوړ شوی و او د وخت په تېرېدو پکې ټینګ کورونه جوړ شوي دي. د پاکستان او افغانستان ترمنځ وروستۍ نښتې او رامنځ ته شوي کړکېچ وروسته د افغانانو بېرته لېږل چټک شوي دي.
د مرستیال لوی پلټونکي عرفان بلوچ په وینا، هغه د سند لوی پلټتونکي ته لیک استولی و چې په دې ځمکه ځینې خلک د قبضې نیت لري، نو ضلعي اداره دې دا ځمکه په خپله واک کې واخلي ځکه چې دا سرکاري ځمکه ده. په ټولنیزو رسنیو کې هم داسې ویډیوګانې خپرې شوې وې چې ځینې خلک پر خالي دېوالونو او کورونو خپل نومونه لیکي چې زیاتره یې د "وکیل" له ټګ سره وو.
د چهارشنبې په سهار، د پولیس او رینجرز لویه ډله افغان کلي ته ورسېده او د ړنګولو کار یې پیل کړ. ویل شوي دا عملیات د ډپټي کمشنر ویسټ په امر ترسره کېږي. تر دې دمه یې ۲۰۰ کورونه ړنګ کړي، خو د هغوی هدف ۵۰۰ کورونه دي او پلان لري چې دا عملیات په پنځو ورځو کې بشپړ کړي.
دوی وویل، د ثبت له مخې په دې سیمه کې ۱۴ زره کسان اوسېدل، خو اوس یوازې ۱۳۰۰ پاتې دي. د هغوی په وینا ځینې ځایي خلک او ځینې افغانان مقاومت کوي، چې ان پر پولیس ډبرې هم ویشتل شوې دي.
د یادولو ده چې ګڼو افغان پناه غوښتونکو خپل کورونه وران کړي او کړکۍ او نور سامانونه یې له ځان سره وړی دي، خو ځینې کورونه لا هم سالم پاتې دي.

د عکس سرچینه، Irfan Almani



