وروستی, د سپین بولدک - چمن دروازه 'لنډ وخت لپاره د کډوالو پر مخ' پرانیستل شوه

د عکس سرچینه، RTA
د افغانستان په سویل کې له کندهاره رپوټونه وايي، دغلته پر ډیورنډ کرښه د سپین بولدک – چمن دروازه دمکړۍ په یو اړخیزه توګه د راستنېدونکو افغان کډوال پر مخ پرانیستل شوې ده.
سپين بولدک کې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو امر علي احمد حقمل بيبيسي ته تایید کړې چې دغه لار پرانیستل شوې او د کډوالو راوښتل دوام لري.
هممهاله د افغانستان ملي تلویزیون په سپین بولدک کې د کډوالو امریت د یوه کارکوونکي له خولې ویلي، چې د دروازې له پرانیستل کېدو راهیسې سلګونه افغانان هېواد ته ستانه شوي دي.
د یادونې ده چې مخکې په سپین بولدک کې د طالبانو ځايي سرچینو بيبيسي ته ویلي وو، چې له پاکستاني لوري سره پر دې خبرې کوي چې هلته تر ډیورنډ کرښې هاخوا ایسارو ستنېدونکو کډوالو ته افغانستان ته د تګ اجازه ورکړي.
د سپین بولدک-چمن ترمنځ لار له شاوخوا یوې اوونۍ راهيسې د تګ راتګ پر مخ تړلې.
هلته له وروستۍ نښتې مخکې راستنېدونکو کډوالو ته اجازه ورکول شوې وه چې افغانستان ته واوړي خو له نښتو وروسته لار بېرته وتړل شوه.
د افغانستان او پاکستان له نښتو مخکې، هره ورځ له دغې لارې سلګونه کورنۍ افغانستان ته ستنېدې.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ او سوداګرۍ ټولې لارې له نږدې یوې اوونۍ راهیسې تړلې دي او روښانه نه ده چې کله به بېرته پرانیستل شي.




















