د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ دوحه کې شوې هوکړې پورې تړلې هیلې او اندېښنې

افغانستان کې د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ کرښه له څو ورځو نښتو او پاکستان لخوا په کابل، کندهار، پکتیکا کې له هوايي بریدونو وروسته بالاخره د یکشنبې پر شپه دوحه کې د اوربند هوکړه لاسلیک شوه. که څه هم تر دې هوکړې وروسته د دواړو خواو ترمنځ د کومې تازه امنیتي پېښې او شخړې څه رپوټ نه دی ترلاسه شوی، خو ځینې لا هم ډاډمن نه دي چې دا اوربند دې ډېر دوام وکړي.‌

لنډیز

  • د قطر بهرنیو چارو وزارت وايي افغانستان او پاکستان د ترکيې او قطر په منځګړيتوب "په سملاسي اوربند" هوکړه وکړه
  • د دوحې خبرو کې د افغانستان له اړخه د طالبانو حکومت پلاوي کې دفاع وزیر او د استخباراتو لوی رییس او له پاکستاني لوري هم دفاع وزیر او د څارګرې ادارې مشر ګډون کړی و
  • د طالبانو حکومت وياند ذبیح الله مجاهد تایید کړه چې د دواړو خواو ترمنځ هوکړه لاسلیک شوې.
  • مجاهد ویلي پر بشپړ او معنادار اوربند د توافق تر څنګ پرېکړه وشوه چې "دواړه هېوادونه به د يو بل پر وړاندې د عداوت هېڅ عمل" نه ترسره کوي
  • د پاکستان دفاع وزير خواجه اصف هم ویلي چې "دواړه ګاونډي هېوادونه به د يوه او بل د خاورې درناوی کوي."
  • هغه زياته کړې چې "پاکستان کې به د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ سلسله سملاسي" بنده شي

ژوندی پوښښ

  1. د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ دوحه کې شوې هوکړې پورې تړلې هیلې او اندېښنې

    هوکړه

    د عکس سرچینه، MOFAQ

    افغانستان کې د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ کرښه له څو ورځو نښتو او پاکستان لخوا په کابل، کندهار، پکتیکا کې له هوايي بریدونو وروسته بالاخره د یکشنبې پر شپه دوحه کې د اوربند هوکړه لاسلیک شوه.

    افغان او پاکستاني پلاوو دوحه کې د قطر او ترکیې په منځګړیتوب خبرې وکړې.

    په دغو مذاکراتو کې د طالبانو حکومت د پلاوي مشر محمد یعقوب مجاهد ویلي، له اوږدو مذاکراتو وروسته پر دې هوکړې ته ورسېدل چې دواړه هېوادونه به نه د یو بل پر حق تیری کوي او نه هم د یو بل خلاف د "دښمنانه کړنو" ملاتړ.‌

    نوموړي وویل هوکړه پر دې شوې چې یوه خوا به هم داسې کوم جهت ته اجازه نه ورکول کېږي‌، چې د بل هېواد امنیت ته تاوان ورسوي یا یې پر ضد بریدونه وکړي.‌

    د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار هم دوحه کې شوې هوکړه "پر سم لوري لومړی ګام" وباله.‌

    دواړو خواو پتیېلې چې د دې هوکړې او اوربند د دوام، ښو اړیکو او د سیاسي او اقتصادي پرمختګونو لپاره یو میکانیزم جوړ کړي.‌

    ټاکل شوې په دې تړاو راتلونکې اوونۍ (شنبه د اکتوبر ۲۵مه) د ترکیې په کوربتوب یوه بله غونډه وشي.

    د چین، سعودي او‌ ایران په ګډون بېلابېلو خواو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شوې هوکړې ملاتړ کړی او د جګړې درېدل یې پر دغو هېوادونو سربېره د ټولې سیمې امنیت ته ګټوره بللي.

    Images

    د عکس سرچینه، Getty Images

    که څه هم تر دې هوکړې وروسته د دواړو خواو ترمنځ د کومې تازه امنیتي پېښې او شخړې څه رپوټ نه دی ترلاسه شوی، خو ځینې لا هم ډاډمن نه دي چې دا اوربند دې ډېر دوام وکړي.‌

    یو لامل دی چې تر اوسه د افغانستان او پاکستان د پلاوو ترمنځ لاسلیک شوې هوکړه او د هغې بشپړ جزییات لا نه دي روښانه شوي.

    د طالبانو حکومت لخوا ملګرو ملتونو لپاره نومول شوي دایمي استازي او په قطر کې د دوی د مرکچي ټیم پخواني غړي محمد سهیل شاهین، چې د دوحې په مذاکراتو کې د افغان پلاوي غړی و، تېره ورځ بي‌بي‌سي ته وویل چې ‌پاکستاني لوري ورسره دا ژمنه هم کړې چې پر ډیورنډ "فرضي کرښه" د تګ راتګ لارې به ژر پرانیزي.

    نوموړي ټینګار وکړ چې پاکستان "باید تجارت او سیاست سره جلا کړي."

    د یادونې ده چې تر اوسه په دې برخه کې د کوم پرمختګ څرک نه دی لیدل شوی او لارې لا هم ټولې تړلې دي.

    یوه بله مهمه موضوع چې له تېرې ورځې ډېر پام ور اوښتی او خواله رسنیو کې پراخ بحثونو پر کېږي، د طالبانو حکومت د پلاوي غړو لخوا ډیورنډ لاین ته د "فرضي کرښې" خطاب دی.

    دا مسئله ځکه د ژبو سر ته راغله چې د قطر بهرنیو چارو وزارت لخوا د افغانستان او پاکستان ترمنځ‌ پر اوربند د هوکړې په تړاو اعلامیه کې د بارډر یا سرحد کلمه کارېدلې وه او دې د افغانانو ګڼ غبرګونونه راوپارول.

    د قطر بهرنیو چارو وزارت وروسته ظاهرآ د همدغو نیوکو له کبله او د طالبانو حکومت په ټینګار له خپلې اعلامینې د "سرحد" کلیمه لېرې کړه او د هغې پر ځای یې "دواړه هېوادونه" ولیکل.

    قطر

    د عکس سرچینه، @MofaQatar

    د طالبانو حکومت د پلاوي مشر هم له دوحې څخه له افغان رسنیو سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې د دوی ناسته کې پر ډیورنډ کرښه خبرې او څه موفقه نه ده شوې.

    هغه وویل "افغانان دې ته ډیورنډ کرښه وايي او هېڅکله به ورته سرحد نه ویل کېږي."

    د یادونې ده چې افغانستان ډیورنډ کرښه په رسمیت نه پېژني،‌ خو پاکستان یې د دواړو هېوادونو ترمنځ رسمي پوله ګڼي.

    دا موضوع له لسیزو راهیسې د دغو هېوادونو ترمنځ د ستونزو او کړکېچ یوه اصلي سرچینه ګڼل کېږي.

    اسلام اباد تر اوسه د ډیورنډ کرښې په تړاو د طالبانو حکومت د دفاع وزیر تازه څرګندونو او د قطر بهرنیو چارو وزارت لخوا له خپلې اعلامیې د "سرحد" د کلیمې لېرې کېدو ته څه غبرګون نه دی ښودلی.

  2. د اسلامي‌ نړۍ لیګ: پر اوربند هوکړه به افغانستان او پاکستان د جګړې له خطر او غمیزو وژغوري

    د اسلامي نړۍ لیګ (MWL) د پاکستان او افغانستان حکومتونو ترمنځ د سملاسي اوربند د تړون د لاسلیک هرکلی کړی دی.

    د دې ټولنې لخوا په خپره شوې اعلامیه کې د عمومي منشي ډاکتر محمد بن عبدالکریم ال‌عیسی په حواله دغه "مثبت ګام" او پر دې د دواړو هېوادونو هوکړه ستایل شوې، چې د خبرو اترو له لارې به د تلپاتې سولې او ثبات ټینګښت لپاره میکانیزم جوړوي.

    هغه یادونه کړې چې دا هوکړه به دواړه هېوادونه او د دوی خلک د وسله‌والې شخړې له خطرونو او غمیزو وژغوري.

    د اسلامي نړۍ لیګ اعلامیه کې دا هم ویل شوي، چې دوی د دغه مثبت ګام بشپړ ملاتړ کوي.

  3. اسلام اباد کې پولیسو نږدې ۵۰ افغانان نیولي دي

    Police

    د عکس سرچینه، @ICT_Police

    اسلام اباد کې پولیسو د ښار بېلابېلو برخو کې د چاپو پر مهال نږدې ۵۰ افغانان نیولي دي.

    پاکستاني چارواکو ادعا کړې چې دغه افغانان له اوږدې مودې راهیسې په ناقانونه توګه پاکستان کې مېشت وو.‌

    د اسلام اباد پولیسو پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په 'بري امام' سیمه کې د چاپې پر مهال له مقاومت سره هم مخامخ شول، خو مزاحمت کوونکې کسان کنټرول او د پولیسو اړوندې حوزې ته ولېږدول شول.

    نږدې ۲۵ کسان یوازې په سبزي منډيي کې نیول شوي دي.

    د اسلام اباد پولیس وايي، پام کې ده چې لومړی د ټولو نیول شویو کسانو جرمي مخینه وڅېړل شي او تر هغې وروسته به ایستل کېږي.

    د اسلام اباد سبزي منډيي کې د سوداګرو ټولنې مشر اشفاق عباسي ویلي، په دې منډيي کې ۸۰ سلنه مزدوران افغانان دي او دا چې پولیس یوازې بې اسناده کسان نیسي.

    د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ غونډه کې پرېکړه وشوه چې له پاکستانه به ټول افغان کډوال او هغه کسان ایستل کیږي چې هلته د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

  4. ایران لخوا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند هرکلی

    ایران د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند هوکړې هرکلی کړی دی.

    کابل کې د ایران سفارت پر خپله اېکس پاڼه یوه خپاره کړي پیغام کې لیکلي چې د دوی بهرنیو چارو وزارت کې د سویلي اسیا رئیس محمد رضا بهرامي دا هوکړه رغنده، پام وړ او ګټوره بللې ده.

    هغه پر ټینګار کړی چې اختلافات د خبرو اترو او له سیاسي لارو حل شي.‌

    د یادونې ده چې ښاغلي بهرامي تېره اوونۍ د افغانستان د سفر پر مهال ویلي وو هېواد یې پام کې لري چې افغانانو ته ۲۰۰ زره کاري ویزې صادرې کړي.‌

  5. وروستی, سعودي د طالبانو حکومت او پاکستان تر منځ د اوربند هرکلی کړی

    د سعودي عرب د بهرنیو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره په دوحه کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د سملاسي اوربند او د تلپاتې سولې او ثبات د ټينګښت لپاره د مېکانېزمونو د جوړېدو هرکلی کړی دی.

    سعودي عرب ويلي، د افغانستان او پاکستان تر منځ د امنيت، ثبات او سوکالۍ لپاره به خپلو هڅو دوام ورکړي.

    په اعلاميه کې راغلي چې سعودي له هغو ټولو سيمه ييزو او نړيوالو هڅو ملاتړ کوي چې موخه یې د سولې او ثبات پياوړتيا ده.

    د يادونې وړ ده چې د شنبې په ورځ پلازمېنه دوحه کې په افغانستان کې د طالبانو حکومت او پاکستان تر منځ د قطر او ترکيې په منځګړيتوب د وروستي تاوتریخوالي او نښتو د مخنیوي لپاره خبرې اترې وشوې.

    د طالبانو حکومت د پلاوي مشري د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد کوله او د استخباراتو مشر مولوي عبدالحق وثیق هم د پلاوي برخه و.

    د پاکستاني پلاوي مشري بيا د دفاع وزیر خواجه اصف پر غاړه. د پاکستان د دولتي تلویزیون پي ټي وي په وینا، د ای اېس ای مشر جنرال عاصم ملک هم په دې خبرو اترو کې برخه درلوده.

    د سعودي عرب اعلاميه

    د عکس سرچینه، MOFA

  6. وروستی, یعقوب مجاهد: د افغانستان او پاکستان ترمنځ‌ هوکړه کې پر ډیورنډ‌ "فرضي‏" کرښه بحث نه دی شوی

    Yaqoob

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د طالبانو حکومت دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد چې په دوحه کې یې له پاکستاني‌ اړخ سره مذاکراتو کې د افغانستان د پلاوي مشري کوله، له رسنیو سره د دغو مذاکراتو او شوې هوکړې ځينې جزییات شریک کړي‌ دي.‌

    هغه له قطره افغان رسنیو سره په دې غونډه کې ویلي، چې پاکستاني پلاوي سره یې خبرې تر ۱۳ ساعتونو دوام وکړ او بالاخره دې هوکړې ته ورسېدل چې دواړه هېوادونه به د یو بل احترام کوي، تجاوز او یو بل خلاف د "دښمنانه کړنو" ملاتړ به نه کوي.‌

    نوموړي وویل هوکړه پر دې شوې چې یوه خوا به هم داسې کوم جهت ته اجازه نه ورکول کېږي‌، چې د مقابل هېواد امنیت ته تاوان ورسوي یا یې پر ضد بریدونه وکړي.‌ "که بالفرض داسې برید کېږي هم، نو بل هېواد به یې ملاتړ نه کوي.‌"

    د طالبانو حکومت دفاع وزیر دا ناسته کامیابه وبلله او زیاته یې کړه چې د دغه اوربند ساتلو، ښو خپلمنځي اړیکو او همدا راز سیاسي او اقتصادي پرمختګونو لپاره به یو میکانیزم رامنځته کېږي.

    د نوموړي په وینا د دواړو خواو تخنیکي کمیټې به د قطر او ترکیې تر څار لاندې پر دغه میکانیزم کار کوي.‌ ټاکل شوې د دې لړۍ بله ناسته د روانې اکتوبر میاشتې پر ۲۵مه ترکیه کې وشي.

    ملا محمد یعقوب وايي، د دوحې ناسته کې پر دې هم بحث وشو چې وضعیت باید عادي شي، او دواړو غاړو ته د ولسونو تګ راتګ او تجارت باید بېرته عادي حالت ته راستون شي. نوموړي‌ وویل،‌ دا غوښتنه یې هم کړې چې له پاکستانه د افغان کډوال راتګ باید په خوښه او تدریجي‌ وي.

    Qatar

    د عکس سرچینه، @MofaQatar_

    هغه د قطر بهرنیو چارو وزارت لخوا تېره شپه د دې هوکړې په تړاو خپره شوې اعلامیه کې ډیورنډ "فرضي" کرښې ته د پولې یا سرحد کلمې د کاورل کېدو په تړاو وویل چې دوی پر دې نه موافقه کړې او نه ورباندې خبرې شوې دي. "افغانان دې ته ډیورنډ کرښه وايي او هېڅکله به ورته سرحد نه ویل کېږي."

    نوموړي‌ یو ځل بیا ټینګار کړی چې د ډیورنډ‌ کرښې مسله په حکومتونو نه، بلکې په ملتونو تړاو لري.

    د یادونې ده چې د قطر بهرنیو چارو وزارت لخوا خپره شوې اعلامیه کې ډیورنډ "فرضي" کرښې ته د سرحد لیکل کېدو د افغانانو منځ کې پر خواله رسنۍ پراخ غبرګونونه راپارولي‌ او ډېر خلک انتقاد کوي چې د طالبانو پلاوي باید ورسره موافقه نه وای کړې.

  7. شمشاد راډیو تلویزیون نشرات بېرته پیل کړل

    Ghonda

    د عکس سرچینه، shamshadtv

    په افغانستان کې د شمشاد په نوم خصوصي راډیو تلویزیون نشرات بېرته پیل کړل.

    د دغې شبکې مشرتابه نن سهار بي‌بي‌سي‌ ته منلې وه چې د نشراتو د بېرته پیلولو اجازه ورکړ شوې او خپرونې به ژر بېرته پیل کړي.

    دغه تلویزیون پر خپله فېسبوک پاڼه خپره کړې اعلامیه کې لیکلي، "شمشاد راډيو ټلوېزیون په تېر شل کلن رسنیز مزل کې تل اسلامي ارزښتونو، ملي ګټو او ژورنالېستیکو اصولو ته ژمن پاتې شوی او دغه ارزښتونه یې لومړیتوبونه دي."

    د یادونې ده چې اوړمه ورځ متعبرو سرچینو بي‌بي‌سي ته ویلي وو چې د طالبانو حکومت له کابله دې خپرېدونکي تلویزوني شبکې ته د نشراتو د بندولو امر کړی دی.

    د طالبانو حکومت دا نه وه روښانه کړې چې شمشاد ته ولې د خپرونو د بندېدو امر شوی او د دغه تلویزیون مسوولانو هم دا نه ده روښانه کړې، چې په کومو شرایطو د خپرونو د بیا پیلېدو اجازه ورکړ شوې.

    شمشاد خپلې ټلویزوني خپرونې په ۲۰۰۶ کال کې پيل کړې، او کابل کې له لومړنیو پښتو ژبو خصوصي ټلویزوني رسنیو بلل کېږي.

    دغه ټلویزوني شبکه د فضل کریم فضل په نوم د یوه افغان سوداګر له لوري جوړه شوې چې وړاندې یې د ماین پاکۍ د خدمتونو اداره درلوده.

  8. وروستی, سهیل شاهین: افغانستان او پاکستان دواړه به د یو بل خاوره کې د بریدونو ملاتړ نه کوي‌

    بي بي سي

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د طالبانو حکومت لخوا ملګرو ملتونو لپاره نومول شوی دایمي استازی او په قطر کې د دوی د مرکچي ټیم پخوانی غړی محمد سهیل شاهین وايي‌ دوحه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ‌ شوې هوکړه دوه اړخیزه ده؛ دواړو هېواودنو ویلي چې د یو بل خاوره کې د بریدونو ملاتړ نه کوي.‌

    هغه چې پخپله یې هم د طالبانو حکومت د پلاوي‌ د غړي‌ په توګه دغو خبرو کې ګډون درلود، بي‌بي‌سي ته ویلي، دا د دوی پالیسي‌ ده او [له امریکا سره] د دوحې توافقنامه کې منل شوې چې دې ته به اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل چا خلاف وکارول شي.

    نوموړي زیاته کړه دوی د خپل دغه مخکیني موقف له مخې پاکستان او بل هر هېواد کې د بریدونو ملاتړ نه کوي.

    د یادونې ده چې اسلام اباد له تېرو څو کلونو راهیسې په بیا بیا افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي په څېر د پاکستان ضد وسله‌والو ډلو د موجودیت او له افغان خاورې د دوی خلاف د بریدونو د پلانونو ادعا کوي.‌

    خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت هر ځل دا تورونه په زغرده رد کړي دي.

    ښاغلي‌ شاهین په دې اړه چې پاکستاني اړخ افغانستان کې د کومو ډلو د بریدونو د نه ملاتړ ژمنه ورکړې، وویل: د داعش په ګډون د ټولو ډلو د بریدونو د ملاتړ نه کېدو ژمنه ورکړل شوې ده.‌

    د ملي‌ ګټو تامین لپاره هڅې او د سوداګریزو لارو د ژر پرانیستل کېدو ژمنه

    هغه د دغو څو ساعته مذاکراتو د ماحول په تړاو وویل چې هر لوري‌ د خپلو ملي‌ او ولسي ګټو د تامینېدو هڅه کوله، "موږ خپل کوشش کاوه، هڅه مو کوله، په ټکي ټکي مو مشوره سره کوله."

    ښاغلی شاهین وايي پاکستاني لوري ورسره دا ژمنه هم کړې چې پر ډیورنډ "فرضي کرښه" د تګ راتګ لارې ژر پرانیزي، ځکه له تړل کېدو سره یې د دواړو خواو سوداګرو او ولسونو ته تاوان رسېږي.

    نوموړي ټینګار وکړ چې پاکستان "باید تجارت او سیاست سره جلا کړي."

    نوموړی وايي،‌ دوی ټینګار کړی چې هر څومره ژر ممکنه وي، لارې باید پرانیستل شي. "زموږ غوښتنه وه چې حتی له [همدې تېرې] شپې خلاصې شي. کنه سبا ته چې همدا نن ده، باید خلاصې شي."

    ښاغلی شاهین وايي اوس په دوی پورې اړه لري چې د سوداګرۍ او تګ راتګ لارې له خپلو ژمنو سره سم ژر پرانیزي.

  9. "د شمشاد راډیو تلویزیون نشرات بېرته پيلېږي"

    په افغانستان کې د شمشاد په نوم د خصوصي رادیو تلویزیون موسس او عمومي رییس فضل‌ کریم فضل پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې "له لږ ځنډ وروسته به د شمشاد نشرات په عادي ډول پیل شي."

    اوړمه ورځ متعبرو سرچینو بي‌بي‌سي ته ویلي وو چې د طالبانو حکومت له کابله دې خپرېدونکي تلویزوني شبکې ته د نشراتو د بندولو امر کړی دی.

    د طالبانو حکومت دا نه وه روښانه کړې چې شمشاد ته ولې د خپرونو د بندېدو امر شوی او د دغه تلویزیون مسوولانو هم دا نه ده روښانه کړې، چې په کومو شرایطو د خپرونو د بیا پیلېدو اجازه ورکړ شوې.

    شمشاد خپلې ټلویزوني خپرونې په ۲۰۰۶ کال کې پيل کړې، او کابل کې له لومړنیو پښتو ژبو خصوصي ټلویزوني رسنیو بلل کېږي.

    دغه ټلویزوني شبکه د فضل کریم فضل په نوم د یوه افغان سوداګر له لوري جوړه شوې چې وړاندې یې د ماین پاکۍ د خدمتونو اداره درلوده.

    د یادونې ده چې تر دې مخکې په کابل کې ځينې نورې رسنۍ هم تړل شوې چې د طالبانو حکومت یې دلیل مالي امکانات او یا هم له واکمنو تګلارو سرغړونه بللې ده.

  10. سهیل شاهین:‌ پاکستان به د طالبانو حکومت د مخالفینو او بریدونو او افغانستان پاکستان کې د بریدونو او مخالفینو ملاتړ نه کوي‌

    د طالبانو حکومت لخوا ملګرو ملتونو لپاره نومول شوی دایمي استازی او په قطر کې د دوی د مرکچي ټیم پخوانی غړی محمد سهیل شاهین وايي،‌ د قطر او ترکیې په منځګړیتوب "د افغانستان او پاکستان غونډه په بریا" پای ته ورسېده.‌

    نوموړي د خواله رسنۍ یوه پيغام کې لیکلي: پر دې هم "موافقه وشوه چې پاکستان به د افغانستان د اسلامي امارت [د طالبانو حکومت] د مخالفینو او بریدونو حمایت نه کوي او افغانستان به پاکستان کې د بریدونو او مخالفینو ملاتړ نه کوي."

    هغه زیاته کړې "راتلونکې غونډه به ژر په ترکیه کې" وشي.

  11. د پاکستان بهرنیو چارو وزیر وايي دوحه کې شوې هوکړه 'پر سم لوري لومړی ګام دی'

    Pak

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د پاکستان مرستیال لومړي وزیر اسحاق ډار چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر هم دی، دوحه کې د شوې هوکړې هرکلی کړی.

    هغه پر خپلې اېکس پاڼې یوه پيغام کې لیکلي: "دا پر سم لوري لومړی ګام دی."

    نوموړي زیاته کړې: "موږ د ترکیې په کوربتوب راتلونکې غونډه کې د څارنې د یوه مشخص او تایید وړ میکانیزم رامنځته کېدو ته سترګې پر لار یو، څو د ترهګرۍ هغه ګواښ ته چې د افغانستان له خاورې پاکستان ته خپریږي، رسېدنه وشي."

    د پاکستان مرستیال لومړي وزیر لیکلي: "دا مهمه ده چې د نورو ځاني زیانونو مخنیوي لپاره ټولې هڅې وشي."

  12. د طالبانو حکومت او پاکستان اوربند: مجاهد وايي مذاکرات د هوکړې په لاسليکولو پايته ورسېدل

    ذبيح الله مجاهد

    د عکس سرچینه، Getty Images

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت وياند ذبیح الله مجاهد وايي، په قطر کې له پاکستان سره د دوی د پلاوي خبرې اترې پايته رسېدلې او د دواړو لوريو له خوا يوه هوکړه لاسلیک شوې ده.

    ښاغلي مجاهد پر اېکس يوه خبرپاڼه کې ويلي چې په دغو خبرو کې د بشپړ اوربند تر څنګ په یو شمېر ټکو موافقه شوې ده. "دواړو خواو سولې، یو بل ته احترام او د ګاونډیتوب ښو اړیکو ته په ژمنتیا تاکيد کړی دی. دواړه غاړې د دیالوګ له لارې د ستونزو او مسائلو د حل غوښتونکي دی."

    نوموړي زیاته کړې، "د بشپړ او معنادار اوربند د توافق تر څنګ پرېکړه وشوه چې داړه هېوادونه به د يو بل پر وړاندې د عداوت هېڅ عمل نه ترسره کوي او نه به د هغو ګروپونو د بريدونو ملاتړ کېږي چې د پاکستاني حکومت خلاف دي. دواړه طرفونه به د یو بل په امنیتي ځواکونو، ملکي خلکو او تأسیساتو بریدونه نه کوي."

    ‏نوموړي زياته کړې چې په راتلونکې کې به د منځګړو هېوادونو په همکارۍ یو مېکانیزم را منځته کېږي چې دوه اړخیزې ادعاوې و څېړي او توافقنامه عملي کړي.

  13. وروستی, د طالبانو حکومت او پاکستان تر منځ اوربند: خواجه اصف وايي "دواړه هېوادونه به د يوه او بل د خاورې درناوی کوي"

    خواجه اصف

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف پر اېکس خپاره کړي يوه پيغام کې ويلي چې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره یې د اوربند هوکړه وشوه.

    نوموړي ويلي، "دواړه ګاونډي هېوادونه به د يوه او بل د خاورې درناوی کوي." او زياته کړې یې ده چې "په پاکستان کې به د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ سلسله سملاسي بنده شي".

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت تراوسه د اوربند تازه هوکړې او د خواجه اصف د څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي خو وړاندې یې په پاکستان کې امنيتي پېښې د دوی کورنۍ مسئله بللې او په وار وار یې ويلي، هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل چا پر ضد وکاروي.

    ښاغلي اصف زیاته کړې چې دواړه لوري به د اکټوبر پر ۲۵مه د ترکيې په استانبول کې بيا سره کېني.

    د دواړو خواو تر منځ وروسته له هغه تاوتریخوالی ډېر شو چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت وويل، پاکستان د افغانستان "حریم نقض" کړی او په ځواب کې یې د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې پر پاکستاني پوستو بريدونه وکړل.

    له دې وروسته د دواړو لوريو تر منځ نښتې او بريدونه وشول چې د طالب چارواکو په وینا په وروستي هغه کې د جمعې مازديګر (۱۷ اکټوبر) د "پکتيکا په اورګون ولسوالۍ کې د دريو کرېکټ لوبغاړو په ګډون ۱۷ تنه ولسي وګړي د پاکستان په هوايي بريدونو کې ووژل شول." د پاکستان حکومت وايي دا بريد يې پر پاکستاني طالبانو کړی دی.

  14. وروستی, قطر وايي "افغانستان او پاکستان پر سملاسي اوربند" هوکړه وکړه

    د پاکستان او افغانستان اوربند

    د عکس سرچینه، MOFAQ

    د قطر د بهرنیو چارو وزارت له خوا په يوه تازه خپره شوې خبرې پاڼه کې ويل شوي چې د ترکيې او قطر په منځګړيتوب "افغانستان او پاکستان په سملاسي اوربند" هوکړه کړې ده.

    په خبرپاڼه کې ويل شوي چې د اوربند تر څنګ دواړه لوري د دواړو هېوادونو تر منځ د تلپاتې سولې او ثبات د ټينګښت لپاره د مېکانېزمونو پر جوړېدو هم سره سلا شول.

    د قطر د بهرنيو چارو وزارت وايي، دواړه لوري به په راتلونکو ورځو کې په دې تړاو تعقيبي غونډې هم ترسره کړي.

    په اعلامیه کې ویل شوي چې دا هوکړه به د دواړو هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی پایته ورسوي او دواړه هېوادونه به په راتلونکي کې په سیمه کې د تلپاتې سولې لپاره پياوړی بنسټ کېږدي.

    د يادونې وړ ده چې د شنبې په ورځ پلازمېنه دوحه کې په افغانستان کې د طالبانو حکومت او پاکستان تر منځ د قطر او ترکيې په منځګړيتوب د وروستي تاوتریخوالي او نښتو د مخنیوي لپاره خبرې اترې روانې وې.

    د طالبانو حکومت د پلاوي مشري د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد کوله او د استخباراتو مشر مولوي عبدالحق وثیق هم د پلاوي برخه و.

    د پاکستاني پلاوي مشري بيا د دفاع وزیر خواجه اصف پر غاړه. د پاکستان د دولتي تلویزیون پي ټي وي په وینا، د ای اېس ای مشر جنرال عاصم ملک هم په دې خبرو اترو کې برخه درلوده.

  15. وروستی, د مالیزیا لومړی وزیر له ملا محمد حسن اخند او شهباز شریف سره سیمه کې پر امنیتي اندېښنو غږېدلی

    د طالبانو حکومت وايي د شنبې پر ماښام له رئیس الوزار ملا محمد حسن اخند سره د مالیزیا لومړي وزیر داتو محمد انور ابراهیم ټیلیفوني خبرو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستي کړکېچ په تړاو غږېدلی دی.

    د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمد الله فطرت وايي ملا محمد حسن اخند ویلي "افغانستان د جګړې پلوی نه دی بلکې په سر کې هم پاکستاني لوري د افغانستان د حریم په نقضولو د جګړې پیلوونکی و."هغه وویل" د هېواد د ملي دفاع وزیر په مشرۍ له پاکستاني لورې سره په دوحه کې خبرې روانې دي او موږ خبرو ته په درنښت منتظر یو چې کومو پایلو ته رسېدلی شو.د مالیزیا لومړي وزیر د افغانستان او پاکستان د چارواکو ترمنځ د خبرو د پیل هرکلی کړی او د دیپلوماسۍ له لارې يې د مسلې پر حل ټینګار کړی. د طالبانو حکومت مرستیال ویاند وایي د مالیزیا لومړي وزیر له خپله اړخه د دې کړکېچ کابو کولو لپاره د مرستې ډاډ څرګند کړی دی.

    د مالیزیا لومړي وزیر هم مهاله د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره هم پر ټلیفون خبرې کړي او ترې غوښتي یې دي چې د کړکېچ پراخېدو مخنیوي لپاره دې دغه هېواد اړین ګامونه پورته کړي.

    د پاکستان دولتي ټلویزون پي ټي وي د لومړي وزیر شهباز شریف له قوله ویلي " پاکستان په افغانستان کې سوله او ثبات غواړي، خو لاهم له "افغان خاورې او له پولې پورې غاړې ترهګرۍ" سره مخ دی."

    په دغو خبرو کې ښاغلي شریف ټينګار وکړ چې "افغان چارواکي بايد سم لاسي او اغېزناک ګامونه پورته کړي، چې له افغان خاورې فعالې هغه ترهګريزې شبکې له منځه يوسي چې پرله پسې د پاکستان دننه بريدونه پلانوي."

    د طالبانو حکومت وايي د پاکستان امنیتي اندېښنې او د دغه هېواد وسله والې ډلې د هغوی خپله کورنۍ مسله ده چې افغانستان پورې اړه نه لري.

    د طالبانو حکومت وايي د دوحې د خبرو پایلو ته په تمه دي.

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، د مالیزیا لومړي وزیر د پاکستان او افغانستان د کړکېچ سوله ییز حل غوښتی
  16. وروستی, د کرېکټ نړیوالې شورا افغانستان کې پر ځوانو لوبغاړ برید غندلی

    د کرکټ نړيوالې شورا په يوه اعلاميه کې ویلي: "ای سي سي د دریو ځوانو او هيله بخښوونکو افغان کرېکټ لوبغاړو، کبیر اغا، صبغت الله او هارون پر وژل کېدو، چې د افغانستان کې په پکتيکا ولايت کې په يوه وروستي هوايي بريد کې يې خپل ژوند بایللی، ژوره خواشينې څرګندوي او دا پېښه په کلکه غندي."

    د کرېکټ د نړیوالې شورا وینا پاڼه کې ویل شوي: "ای سي سي په کلکه دا تاوتريخوالی غندي چې کورنۍ، ټولنې او د کرکټ نړۍ يې له دريو روښانه استعدادونو بې برخې کړه، د هغوی چې يوازينۍ هيله د خپلې خوښې لوبې وې."

  17. وروستی, ایران: د ترینګلتیا دوام ټوله سیمه خطر کې اچوي

    امیر خان متقي او عباس عراقچي

    د عکس سرچینه، EPA

    د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، امیر خان متقي د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي سره په ټیلېفوني خبرو کې د پاکستان له خوا د افغانستان د حریم د نقض په ګډون پر ځینو سیمه‌ییزو مسلو خبرې کړې دي.

    ددغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر اېکس لیکلي، په دې خبرو کې ښاغلي متقي وویل، چې "افغانستان د جګړې پلوی نه دی، بلکې په په سر کې پاکستانی لوی د افغانستان د حریم په نقضولو د جګړې پیلوونکی و."

    ښاغلي متقي دا هم ویلي چې نن د طالبانو د دفاع وزیر په مشرۍ په دوحه کې له پاکستاني لوري سره خبرې کېږي او پایلو ته یې منتظر دی.

    بلخي دا هم لیکلي، ښاغلي سید عباس عراقچي د مذاکراتو او تفاهم له لارې د مسئلې پر حل د ټینګار ترڅنګ له خپله اړخه د مرستې تیاری وښوده.‌

    د ایران د بهرنیو چارو وزارت په ټیلیګرام یوه پیغام کې د افغانستان او پاکستان وروستیو نښتو ته په اشاره د کابل او اسلام اباد ترمنځ د خبرو د پیل له امله خوښي وښوده او د دیپلوماسۍ له لارې يې د مسئلې پر حل ټینګار وکړ.

    "د دوو مسلمانو هېوادونو تر منځ د ترینګلتیا دوام نه یوازې د بشري زیانونو لامل ګرځي، بلکې د ټولې سیمې ثبات هم له خطر سره مخ کوي."

    دواړو چارواکو د ایران-افغانستان پر دوه اړخیزو اړیکو هم خبرې وکړې.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  18. اورګون کې د پاکستان هوايي بریدونو کې اوښتي‌ زیانونه

    د ویډیو تشریح، د پکتیکا ارګون کې د پاکستان بمبار

    له پکتیکا له اورګون څخه په ترلاسه شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې د پاکستان د تېرې ورځې هوايي بریدونو دغلته د ځايي خلکو کورونو ته زیان اړولی دی.په دغو بریدونو کې د کرېکټ د ۳ محلي لوبغاړو په ګډون د ۱۷ ملکي کسانو د وژل کېدو خبر ورکړ شوی.عیني شاهدان دلته پر یوه کور سر پر سر د دوو بریدونه کیسه کوي.خو پاکستان کې امنیتي سرچینو ادعا کړې چې د حافظ ګلبهادر ډلې وسله‌وال یې په نښه او درنه مرګژوبله یې ور اړولې ده.

  19. د اروپايي ټولنې مرستیاله مشره: د افغانستان او پاکستان ترمنځ اوربند غځول ډېر مهم دي

    د افغانستان او پاکستان ترمنځ له نښتې وروسته د ترینګلتیا په اړه وروستیو غبرګونونو کې د اروپايي د بهرنيو چارو او امنيتي تګلارې عالي استازی / د اروپايي کمېسیون مرستیالې مشرې کایا کالاس ویلي، د پاکستان له مرستیال لومړي وزیر او د بهرنیو چارو له وزیر "اسحق ډار سره یې اړیکه نیولې چې د ترهګرۍ ټولې پېښې په ښکاره توګه وغندم."

    نوموړې پر اېکسپاڼه لیکلي، "له افغانستان سره نښتې د دواړو لورو ژوندونه اخلي او دا خطر شته چې سیمه نوې بې‌ثباتۍ ته ټېل وهي".

    کایا کالاس وايي،‌ ډېره مهمه ده چې اوربند وغځول شي او ټولې خواوې د شخړې د کمېدو لپاره هڅه وکړي.

    کایا کالاس

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، کایا کالاس وايي،‌ ډېره مهمه ده چې اوربند وغځول شي او ټولې خواوې د شخړې د کمېدو لپاره هڅه وکړي.
    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  20. اورګون کې د پاکستان هوايي بریدونو کې د وژل شویو کسانو جنازه

    د ویډیو تشریح، د پکتیکا په اورګون کې د پاکستان د تېرې ورځې هوايي بریدونو کې د وژل شویو کسانو جنازه وشوه.‌

    د پکتیکا په اورګون کې د پاکستان د تېرې ورځې هوايي بریدونو کې د وژل شویو کسانو جنازه وشوه.‌بي‌بي‌سي ته په رسېدلو تصویرانو کې ښکاري چې په جنازه کې سلګونو کسانو ګډون کړی.د طالبانو حکومت وايي د اورګون برید کې د کرېکټ د درېیو محلي لوبغاړو په ګډون ۱۷ ملکي کسان وژل شوي دي.‌خو د پاکستان امنیتي ادارو په دغو بریدونو کې د ټي‌ټي‌پي د حافظ ګلبهادر څانګې د لسکونو کسانو د وژلو ادعا کوي.‌