د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ دوحه کې شوې هوکړې پورې تړلې هیلې او اندېښنې

افغانستان کې د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ کرښه له څو ورځو نښتو او پاکستان لخوا په کابل، کندهار، پکتیکا کې له هوايي بریدونو وروسته بالاخره د یکشنبې پر شپه دوحه کې د اوربند هوکړه لاسلیک شوه. که څه هم تر دې هوکړې وروسته د دواړو خواو ترمنځ د کومې تازه امنیتي پېښې او شخړې څه رپوټ نه دی ترلاسه شوی، خو ځینې لا هم ډاډمن نه دي چې دا اوربند دې ډېر دوام وکړي.‌

لنډیز

  • د قطر بهرنیو چارو وزارت وايي افغانستان او پاکستان د ترکيې او قطر په منځګړيتوب "په سملاسي اوربند" هوکړه وکړه
  • د دوحې خبرو کې د افغانستان له اړخه د طالبانو حکومت پلاوي کې دفاع وزیر او د استخباراتو لوی رییس او له پاکستاني لوري هم دفاع وزیر او د څارګرې ادارې مشر ګډون کړی و
  • د طالبانو حکومت وياند ذبیح الله مجاهد تایید کړه چې د دواړو خواو ترمنځ هوکړه لاسلیک شوې.
  • مجاهد ویلي پر بشپړ او معنادار اوربند د توافق تر څنګ پرېکړه وشوه چې "دواړه هېوادونه به د يو بل پر وړاندې د عداوت هېڅ عمل" نه ترسره کوي
  • د پاکستان دفاع وزير خواجه اصف هم ویلي چې "دواړه ګاونډي هېوادونه به د يوه او بل د خاورې درناوی کوي."
  • هغه زياته کړې چې "پاکستان کې به د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ سلسله سملاسي" بنده شي

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, د طالبانو حکومت بي‌بي‌سي ته ومنله چې تر اوسه اوربند په خپل ځای او پلی دی

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بي‌بي‌سي ته ومنله چې پرون چهارشنبه اعلان شوی ۴۸ ساعته اوربند تر اوسه په خپل ځای دی او پلی کېږي.

    خو په دې اړه یې څه نه دي ویلي چې له پاکستاني لوري سره د کشالې د حل لپاره پر کوم متبادل غوراوي کار روان دی او که څنګه.

    پرون چهارشنبه (اکتوبر ۱۵/تله ۲۳) د پاکستان بهرنیو چارو وزارت او په افغانستان کې د طالبانو حکومت ومنله چې په دوه ورځني یا ۴۸ ساعته اوربند باندې یې هوکړه کړې ده.

    د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې د اوربند په موده کې له دواړو خواوو تمه کېږي چې د "دې پېچلي خو د حل وړ مسئلې" د حل لپاره په رغنده او مثبتو بحثونو کې ګډون وکړي.

  2. وروستی, پزشکیان: ایران به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي راکمولو لپاره پوره هڅه وکړي

    مسعود پزکشیان په درېشۍ کې ناست دی او شا ته یې د ایران بیرغ ښکاري

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستۍ پېښې د ایران په ګډون د ټولې سیمې هېوادونو لپاره د ژورې اندېښنې لامل شوې دي.

    د ایران خبري اژانس 'صدا و سیما' د خبر له مخې، ښاغلي پزشکیان ویلي چې ایران به د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو هڅه وکړي ځکه چې په وینا یې، "سيمه تر بل هر وخت ډېره اوس سولې، یووالي او همکارۍ ته اړتیا لري."

    دغه اژانس د ښاغلي پزکشیان له قوله همداراز ویلي چې دی باوري دی چې د افغانستان او پاکستان حکومتونه او ملتونه به "په هوښیارۍ او حکمت سره د تفاهم او خبرو اترو لار غوره کړي او یو ځل بیا به د یوه بل پر لور د دوستۍ، همکارۍ او متقابل باور لارې ور جوړې کړي."

    د ایران ولسمشر ویلي چې ایران به "د دواړو ملګرو او ګاونډيو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو، د خبرو اترو رامنځ‌ته کولو او د ورورولۍ د اړیکو پیاوړتیا لپاره پوره هڅه وکړي."

    که څه هم د پاکستان بهرنیو چارو وزارت او په افغانستان کې د طالبانو حکومت منلې چې په دوه ورځني یا ۴۸ ساعته اوربند باندې یې هوکړه کړې چۍ په دې موده کې کشالې ته حل ولټول شي خو تر اوسه معلومه نه ده چې د دواړو لورو ترمنځ په دې اړه کوم عملي ګام پورته شوی او که نه.

  3. وروستی, فایق: که پاکستان بریدونو ته دوام ورکړي نو افغانستان به د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته رسمي شکایت وکړي

    نصیر احمد فایق په درېشۍ کې ښکاري چې ځېګري رنګه خالداره نېکټايي یې په غاړه ده، فرنچ کټ ږیره یې جوړه کړې او شا ته یې د افغانستان بیرغ برېښي.

    د عکس سرچینه، Naseer A. Faiq

    په ملګرو ملتونو کې د افغانستان شارژدافیر نصیر احمد فایق وايي، که پاکستان بریدونو ته دوام ورکړي نو د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته به "رسمي شکایت" وکړي.

    ښاغلي فایق دا څرګندونې پرخپله اېکس‌پاڼه کړې دي. په "کابل او کندهار کې د پاکستان هوايي بریدونه" یې غندلي، دا وضعیت یې "دردوونکی" او "د نړیوالو حقونو او د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا څرګند نقض" بللی دی.

    هغه همداراز ویلي، "موږ څو ځله ټینګار کړی چې د ترهګرۍ ضد مبارزه باید انتخابي نه وي. د افغانستان خلک د ترهګرۍ او هغو تېریو اصلي قربانیان دي چې د ترهګرۍ ضد جګړې تر نوم لاندې ترسره شوي دي."

    ښاغلي فایق ګواښ کړی چې، "که دا ډول بریدونه دوام وکړي، افغانستان به په رسمي ډول د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت وړاندې کړي."

  4. وروستی, عمران خان: د دوو ګاونډيو تر منځ جګړه د هېچا په خیر هم نه ده

    عمران خان تور واسکټ او سپين کالي اغوستي او د خبرو پر مهال یې ښی لاس پورته کړی. شا ته یې د پاکستان بیرغ هم برېښي.

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د پاکستان مخکېني لومړي وزیر او د تحریک انصاف بندي مشر عمران خان د افغانستان او پاکستان تر منځ "زیاتېدونکې ترینګلتیا د اندېښنې وړ" بللې ده او ویلي یې دي چې د دوو مسلمانو ګاونډيو هېوادونو ترمنځ جګړه "د یوه په خیر هم نه ده."

    ښاغلي خان دا خبره له اډياله زندانه پرخپله اېکس‌پاڼه په یوه خپاره کړي بیان کې کړې ده.

    ده همداراز له دواړو هېوادونو غوښتي چې د "ترهګرۍ اړوند معاملو" په ګډون دې خپلمنځي ستونزې د جګړې پر ځای د خبرو له لارې حل کړي.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

    ښاغلي خان د پاکستان د پخواني پوځي مشر یحیٰی خان په یادولو سره د خپل هېواد پوځي مشرانو باندې نیوکه کړې او ویلي یې دي، "تاریخ ثابته کړې چې دېکتاتوران کله هم د سولې په راوستلو نه دي توانېدلي، ځکه چې پوځي دېکتاتورانو ته تر نظامي حل پرته بله لار نه برېښي."

    هغه ویلي چې سیاست‌پوهان داسې مسئلې د "معامله‌پوهنې" په مرسته حلوي او په وینا یې، "که له دوی دا کار نه کېږي نو ما دې په مشروط ډول خوشی کړي چې له افغانستان سره د شخړې په حل او د تل‌پاتې سولې په راوستلو کې خپل رول ادا کړم."

    د پاکستان حکومت او یا پوځي مشرانو د عمران خان دې خبرو ته تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښکاره کړی.

    "په پاکستان کې له روان وضعیته په خپله پاکستانیان هم ناهیلي شوي"

    عمران خان په خپل بیان کې له پاکستانه د افغان کډوالو پر جبري ایستلو هم نېوکه کړې.

    ده ویلي، "په کوم ډول چې له تېرو درو نسلونو دلته مېشت افغان کډوال تر لسیزو مېلمستیا وروسته په ټېلو تمبو له هېواده ایستل کېږي، ډېره د افسوس خبره ده."

    ښاغلي خان همداراز ویلي چې په پاکستان کې له روان وضعیته په خپله پاکستانیان هم "ناهیلي شوي" دي.

    ده ویلي، "په هېواد کې له روان حالته ناهیلي شوي درې میلیونه پاکستانیان وار دمخه له هېواده وتلي دي. زموږ له ملکه ګڼ څو هېوادیز شرکتونه په تېښته دي او پانګه په چټکۍ سره بهر روانه ده. تر څو چې په هېواد کې سوله نه وي، سیاسي ثبات نه شي ترلاسه کېدای او د سیاسي ټېکاو په نشتوالي کې اقتصادي ثبات ممکن نه دی."

    عمران خان داسې مهال دا څرګندونې کوي چې افغانستان او پاکستان تر څو ورځنۍ ترینګلتیا وروسته لنډمهاله ۴۸ اوربند ته غاړه ایښې ده خو معلومه نه ده چې دا اوربند به دا تازه ترینګلتیا پای ته ورسوي او که نه.

  5. وروستی, د افغانستان او پاکستان تر منځ د تازه ترینګلتیا په اړه د ځينو مهمو خبرونو لنډیز:

    ۴۸ ساعته اوربند:

    د پاکستان بهرنیو چارو وزارت او په افغانستان کې د طالبانو حکومت منلې چې په دوه ورځني یا ۴۸ ساعته اوربند باندې یې هوکړه کړې. که څه هم پاکستان وايي چې اوربند "د طالبانو حکومت په غوښتنه" رامنځ‌ته شوی خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ویلي چې، "د پاکستاني اړخ په غوښتنه او اصرار به نن ماښام له پنځه نیمو بجو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ اوربند پلی شي."

    "پر کابل ښار دوه بریدونه شوي"

    په کابل کې حکومتي سرچینو بي‌بي‌سي ته منلې چې په تایمني سیمه کې "د پاکستان هوايي ځواکونو دوه بریدونه کړي دي چې لږ تر لږه شپږ ولسي کسان پکې وژل شوي او تر ۱۶ ډېر ژوبل دي." بي‌بي‌سي ته ځينې ویډيوګانې رسېدلي چې د ماشومانو په ګډون ګڼ کسان پکې تر بریدونو وروسته پر ځمکه په ژوبل حالت کې پراته برېښي.

    ایمرجنسي روغتون ته هم مړي او ټپیان وروړل شوي

    په کابل کې ایمرجنسي روغتون هم نن چهارشنبه (اکتوبر ۱۴ / تله ۲۲) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د برید له ځایه "د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۰ ټپیان وروړل شوي چې له ډلې یې پنځه روغتون ته پر لار مړه شوي وو." ایمرجنسي روغتون همدا راز ویلي چې د لسو نورو ژوبلېدلو روغتیايي حالت نازک دی.

    کابل او کندهار کې چاودنې

    د چهارشنبې (اکتوبر ۱۴ / تله ۲۲) په ګهیځ وختي د کندهار په سپين بولدک کې د طالبانو حکومت ځواکونو او د پاکستان پوله‌ساتو تر منځ نښته وشوه. وروسته د پاکستان دولتي‌ تلویزون (پي‌ټي‌وي) د دغه هېواد د امنیتي سرچینو له خولې ادعا وکړه چې پاکستان پر پلازمېنه کابل او کندهار هوايي بریدونه کړي دي. په کابل کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي وو خو د طالبانو حکومت د بریدونو په اړه څه ونه ویل.

    وروسته له کابله د اورلګېدنې او چاودنې رپوټونه ورکړل شول. ذبیح الله مجاهد پرخپله اېکس‌پاڼه د کابل ښار یوه ویډيو خپره کړه چې له یوې سیمې لوګي پورته کېږي او ورسره لیکلي یې وو چې، "د کابل ښار په مربوطاتو کې د تېلو یو ټانکر چاودلی چې له امله یې یوه اورلګېدنه رامنځ‌ته شوې، څوک دې تشویش نه کوي."

    د یوه افغان خبریال وژل کېدل

    د طالبانو تر واک لاندې ملي راډيو تلویزون پر اېکس ولیکل چې د خوست ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې ډيورنډ کرښې ته څېرمه د پکتیا ملي راډیو تلویزون خبریال عبدالغفور عابد وژل شوی او ورسره دوه همکاران یې ژوبل شوي دي. سرچینو ویلي چې دوی د نښتو په اړه خبرونه جوړول چې د پاکستان ډرون له لوري پرې په "قصدي ډول" برید وشو.

    تازه ترینګلتیا څنګه پیل شوه؟

    د افغانستان او پاکستان ترمنځ دا تازه ترینګلتیا تېره پنجشنبه (اکتوبر ۹/تله ۱۶) وروسته له هغه رامنځ‌ته شوه چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت وویل چې پاکستان د دغه هېواد "هوايي حریم نقض" کړی او وروسته یې ډيورنډ کرښې ته څېرمه له پاکستانیو پوله‌ساتو سره نښته وکړه. هغه نښته د طالبانو حکومت "غچ اخیستنه" وبلله خو پاکستان "بې دلیله یرغل" یاد کړ.

  6. وروستی, سرچینې: د پاکستان هوايي بریدونو کابل کې ولسي افغانان وژلي

    په کابل کې حکومتي سرچینو بي‌بي‌سي ته منلې چې "د پاکستان هوايي‌ ځواکونو پر کابل ښار دوه بریدونه کړي دي."د دغو سرچینو په وینا، په بریدونو کې لږ تر لږه شپږ ولسي کسان وژل شوي او له ۱۶ ډېر نور ټپیان دي.

    د سرچینو په خبره، دغه بریدونه د کابل په تایمني سیمه کې شوي دي.

    بي‌بي‌سي ته په رسېدلو وېډیوګانو کې لیدل کېږي چې د ماشومانو په ګډون ګڼ کسان له بریدونو وروسته پر ځمکه په ټپي حالت کې پراته دي.

    کابل کې ایمرجنسي روغتون په یوه ویناپاڼه کې ویلي چې "د ښځو او ماشومان په ګډون ۴۰ ټپیان ور وړل شوي چې له ډلې یې پنځه روغتون ته پر لار مړه شوي دي."

    د پاکستان دولتي ټلویزون څو ساعته وړاندې د امنیتي سرچینو له خولې رپوټ ورکړی و چې پاکستاني ځواکونو پر کابل او کندهار هوايي ګوزارونه کړي دي.

  7. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تازه نښتو په تړاو ویلي، د دوی موندنې ښيي‌ چې ددغو سرحدي نښتو پایله کې ګڼ ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي.

    یوناما پر فېسبوک یوه پیغام کې لیکلي، د دوی هڅه دا ده چې د ملکي تلفاتو کره شمېر معلوم کړي او له دواړو غاړو یې غوښتنه دا ده چې د ولسي وګړو د خوندي ساتنې او د لا ډېرو تلفاتو د مخنیوي لپاره سملاسي جګړه پای ته ورسوي.

    یوناما د جګړې درېدو غوښتنه داسې مهال کړی چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ ۴۸ ساعته اوربند اعلان شو.

    AFGHANISTAN

    د عکس سرچینه، EPA

  8. پاکستان له افغانستان سره ۴۸ ساعته اوربند اعلان کړ

    د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې "د طالبانو حکومت د غوښتنې" له مخې پاکستان ۴۸ ساعته اوربند کوي چې په ځايي وخت د ماښام له شپږو بجو پلی کېږي.

    د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي د اوربند دغه موده کې د طالبانو حکومت د خبرو غوښتنه کړې.

    افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي "د پاکستان د اړخ په غوښتنه او اسرار په ځايي وخت د ماښام له پنځه نیمو بجو وروسته به تر هغه وخته چې چا تجاوز نه وي کړی" د دواړو هېوادونو ترمنځ اوربند پلی شي.

    د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د اوربند په موده کې له دواړو خواوو تمه کېږي چې د "دې پېچلي خو د حل وړ مسئلې" د حل لپاره په رغنده او مثبتو بحثونو کې ګډون وکړي.

    Taliban

    د عکس سرچینه، EPA

  9. د پاکستان دولتي تلویزون وايي، کابل او کندهار کې هوايي بریدونه شوي

    د پاکستان دولتي ټلویزون (پي ټي وي) د دغه هېواد د امنیتي سرچینو له خولې ویلي، پاکستان پر پلازمېنه کابل او کندهار هوايي بریدونه کړي.

    پي ټي وي ادعا کړې چې کندهار کې د سرحدي لېوا کنډکونه په نښه شوي او دا چې مرګ ژوبله او ویجاړي یې پېښه کړې ده.

    افغانستان کې د طالبانو حکومت د دې ادعاو په تړاو څه نه دي ویلي.

    دا خبر داسې مهال خپرېږي چې ګهیځ وختي د کندهار په سپین بولدک کې د افغان طالب ځواکونو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ خونړۍ نښته وشوه.

    د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د خپل یوه قومندان غږ پر ایکسپاڼه خپور کړی چې د مخابرې له لارې پاکستاني پوځيانو ته وايي "تاسو جګړه پیل کړې پایله به یې هم وګورئ"

    وروستۍ ترینګلتیا د اکټوبر پر نهمه د افغانستان د "هوايي حریم د نقض" او بریدونو په غبرګون کې د طالبانو حکومت له "غچ" بریدونو وروسته پېښه شوه.

    kabul

    د عکس سرچینه، EPA

  10. کابل کې چاودنه او اورلګېدنه شوې

    د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع بي بي سي ته وویل چې د پلازمېنې کابل د تایمني پروژې د شهید څلور لارې سیمه کې اور لګېدنه پېښه شوې.

    ښاغلي قانع وویل ښايي د برېښنا شارټۍ له امله اور لګېدلی وي. خو بي بي سي نه ده توانېدلې په خپلواکه توګه د دغې پېښې په اړه کره جزییات ترلاسه کړي.

    له دغې پېښې وروسته د تایمني پروژې دویم سړک کې په یوه کور کې چاودنه شوې. عیني شاهدان وايي سیمې ته امبولانسونه رسېدلي او ټپیان روغتونونو ته رسول کېږي.

    په انځورونو کې لیدل کېږي چې د چاودنې سیمه کې د یوه ښوونځي وداني هم زیانمنه شوې ده.

    kabul
  11. کندهار کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي

    د افغانستان له دویم لوی ښار کندهاره رپوټونه وايي چې کندهار ښار کې د دوه چاودنو غږونه اورېدل شوي او پر هوا د جیټ د الوتکو غږونه هم وو.

    دا مهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا تر بل هر وخت ډېره شوې او له خلکو سره د دې کړکېچ د لا پراخېدو وېره شته.

    Kandahar

    د عکس سرچینه، Getty Images

  12. خوست کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه یو افغان خبریال وژل شوی

    عبدالغفور عابد

    د عکس سرچینه، @rtapashto

    د طالبانو تر واک لاندې باختر او ملي رادیو تلوېزیون خبري اژانسونو پر اېکس لیکلي چې د خوست ولایت ځاځي میدان ولسوالۍ کې د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د پکتیا ملي رادیو تلوېزیون خبریال عبدالغفور عابد وژل شوی، د ملي رادیو د نشراتو مدیر تواب ارمان او د پکتیا ملي راډیو ټلویزیون موټر چلوونکی ټپیان شوي.

    سرچینه وايي، د معلوماتو پربنسټ دوی غوښتل په فرضي کرښه کې د طالبانو او پاکستاني ملېشو ترمنځ د نښتو خبرونه جوړ کړي، چې د پاکستاني ډرون له لوري پرې په قصدي ډول برید وشو.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  13. نن کابل ښار کې له یوې سیمې تور لوګی پورته شو، چې د ځینو ښاریانو په اند ښايي چاودنه یا برید به و،‌ خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر اېکس یوه وېډیو خپره کړه چې له یوې سیمې لوګی پورته کېږي او ورسره لیکلي یې دي چې "د کابل ښار په مربوطاتو کې د تېلو یو ټانکر چاودلی چې له امله یې یوه اور لګېدنه را منځته شوې، څوک دې تشویش نه کوي".

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  14. د طالبانو یو ځايي چارواکی: جګړه اوس درېدلې ده

    د ویډیو تشریح، د طالبانو حکومت یو ځايي چارواکی
  15. یوازې یوه روغتون ته اووه مړي او ۳۸ ټپیان وړل شوي

    کندهار

    د عکس سرچینه، Reuters

    په سپین بولدک کې ځینو طبي سرچینو بي‌بي‌سي ته ویلي، چې دغلته یوازې یوه روغتون ته د ولسي وګړو لږ تر لږه اووه مړي ور وړل شوي دي.

    دغه سرچینه زیاتوي، روغتون ته تر ۳۸ ټپیان هم وروړل شوي چې ښځې او ماشومان په کې شامل دي.‌

    بله خوا، د کندهار په میرویس روغتون کې د وینې راټولونې کمپاین هم پیل شوی دی. هلته لسګونه کسان ټپیانو ته د وینې ورکولو ته راټول شوي دي.

    ډاکتران وايي، ډېری خلک په پرچو لګېدلي دي.‌

  16. د کندهار په سپین بولدک کې ځینې عیني شاهدان وایي، د نښتو له کبله یو شمېر کورنۍ بې ځایه شوي. عیني شاهدان ادعا کوي چې په دې بریدونو کې ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

    دې Instagram پوسټ نه تېرشئ
    ایا له Instagram نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ Instagram پای

  17. د کندهار په سپین بولدک د پاکستان تازه بریدونه

    د کندهار په سپین بولدک کې د طالبانو حکومت د ځواکونو او پاکستاني سرتېرو ترمنځ نښتې شوې دي. د طالبانو حکومت وایي، پاکستان پر سپین بولدک هوایي بریدونه کړي دي، بلخوا بیا دا ادعا هم کېږي چې دا نښتې د طالبانو حکومت سرتېرو تېره شپه پیل کړې وه.

    ځینو عیني شاهدانو ویلي، هوایي بریدونه په ملکي ځایونو شوي او ملکیانو ته پکې مرګژوبله اوښتې ده.⁩

    دې Instagram پوسټ نه تېرشئ
    ایا له Instagram نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ Instagram پای

  18. ریچرډ بېنېټ: پاکستان او افغانستان باید اعظمي زغم وښيي

    په تازه غبرګونونو کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي رپورټر ریچرډ بېنېټ د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د نښتې په تړاو پر خپلې ېکس پاڼه د شوې نښتې له کبله اندېښنه ښودلې ده.

    نوموړي لیکلي: "زه د افغانستان او پاکستان په پوله کې د روانو وسله والو نښتو له امله د ګڼ شمېر ملکي تلفاتو او خلکو بې ځایه کېدو راپورونو ژور اندېښمن کړی یم. زه له ټولو خواوو غواړم چې له اعظمي زغمه کار واخلي، ملکي خلک خوندي وساتي او له نړیوال قانون سره سم عمل وکړي".

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  19. 'د هرې خښتې بدل کې یوه ډبره': ایا د پاکستان او افغانستان ترمنځ کړکېچ بې‌ساری دی او سیمه باید اندېښمنه وي؟

    طالبان

    د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

    د پاکستان او افغانستان ترمنځ ترینګلتیا په وروستیو ورځو کې په څرګند ډول ډېره شوې ده.

    دغه وضعیت وروسته له هغه رامنځته شو چې د طالبانو حکومت ومنله د دواړو هېوادونو ترمنځ په شمالي پوله کې یې په څو غرنیو سیمو کې د پاکستاني ځواکونو پر ضد بریدونه کړي دي.

    د طالبانو یو ویاند وویل، ۵۸ پاکستاني پوځیان د "غچ اخیستنې په عمل" کې وژل شوي دي. هغه زیاته کړه چې تېره اونۍ پاکستان د افغانستان فضایي حریم نقض کړی او د هېواد په جنوب ختیځ کې یې یو بازار بمبار کړی دی.

    پاکستان د وژل شوو کسانو شمېر رد کړی او ویلي یې دي چې یوازې د دوی ۲۳ پوځیان وژل شوي، خو "۲۰۰ طالبان او تړلي ترهګر له منځه وړل شوي دي".

    د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي، د افغان لوري بریدونه "بې‌دلیله" وو او پر ملکي کسانو ډزې شوې دي. نوموړي خبرداری ورکړی چې د هېواد ځواکونه به "د هرې خښتې په بدل کې په ډبره" ځواب ورکړي.

  20. وروستی, مولانا فضل الرحمن د کړکېچ کمولو لپاره د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ د منځګړیتوب وړاندیز کړی

    فضل رحمن

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د پاکستان جمعیت علمای اسلام (ف) ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د اسلام اباد او افغان طالبانو ترمنځ‌ د منځګړتوب وړاندیز کړی چې د وروستیو سرحدي نښتو د ډېرېدونکي کړکېچ کمولو کې مرسته وکړي.

    په سپین بولدک کې له تازه نښتې یوه ورځ وړاندې،‌ نوموړي اسلام اباد کې یوه خبري کنفرانس ته وویل، ګوند یې چمتو دی چې د تاوتریخوالي کموالي لپاره "مثبت رول" ولوبوي. هغه یادونه وکړه چې مخکې یې هم د دواړو خواوو ترمنځ منځګړیتوب کړی دی او اوس هم د "سولې او سیمه‌ییز ثبات په ګټه" منځګړتوب ته چمتو دی.

    فضل الرحمن وویل، هغه د طالبانو له مشرانو سره منظم اړیکې ساتي او ټینګار یې وکړ چې خبرو اترو او متقابل تفاهم ته باید لومړیتوب ورکړل شي، ځکه دا یوازېنۍ عملي لار ده چې شخړې پرې حل شي. هغه وویل: "دواړه هېوادونه باید د شخړې پر ځای ډیپلوماتیکې لارې ته لومړیتوب ورکړي."

    د جمعیت علمای اسلام مشر د تېرې اونۍ له نښتو وروسته د "لفظي اوربند" غوښتنه هم وکړه او دواړه هېوادونه یې هڅولي چې له اوربلوونکو خبرو ډډه وکړي او د سرحد په اوږدو کې ارامي راولي.

    فضل الرحمن له افغان طالبانو سره د اوږدې مودې دیني او سیاسي اړیکو له مخې پېژندل کېږي او مخکې یې هم د اسلام اباد او کابل ترمنځ د کړکېچ په وختونو کې منځګړیتوب کړی و. اوسنی وړاندیز یې د سرحدي تاوتریخوالي او د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې د زیاتوالي په درشل کې کېږي.