ډيلي کې د افغانستان په اړه د سیمه ییزو هېوادونو ناسته؛ مودي وايي، ګډ دریځ باید غوره شي

د افغانستان په هکله د هند پلازمینه ډیلي کې د یوې امنیتي غونډې ګډونوالو د دغه هېواد له لومړي وزیر نرېندرا مودي سره لیدلي دي.

د هند بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویل شوي، لومړي وزیر نرېندرا مودي 'ډیلي امنیتي ډیالوګ ' ګډونوالو مننه وکړه او د افغانستان موضوع په هکله یې پر څلورو ټکو ټینګار وکړ، چې باید د غونډې ګډونوال هېوادونه پرې توجه متمرکزه کړي.

د هند بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د ښاغلي مودي له قوله ویل شوي، ''د یوه ټولشموله حکومت رامنځته کېدل، د ترهګرو ډلو له لوري د افغان خاورې کاروولو پر وړاندې د نه زغم دریځ، له افغانستانه د مخدره توکو او وسلې قاچاق مخنیوي لپاره د یوې ستراتیژي چمتو کول، او په افغانستان کې د پراخېدونکي سخت بشري کړکېچ مخنیوي په هکله خبرې '' هغه څه دي چې باید په پام کې ونیول شي.

په اعلامیه کې راغلي، لومړي وزیر مودي هیله څرګنده کړه، چې په سیمه ییزه توګه د امنیت په هکله مذاکرات به ''د مرکزي اسیا منځلاری او مترقي کلتور په بیا دود کولو کې مرسته وکړي. ''

د یادونې ده، چې د هند ملي امنیت سلاکار د هند د ملي‌امنیت سلاکار اجیت دووال په مشرۍ دا غونډه نن چهارشنبه د هند پلازمېنه کې وشوه، چې د افغانستان د ګاونډیو او مرکزي اسیا هېوادونو امنیتي‌ چارواکي پکې راټول شوي.

دې ناسته کې د هند، روسیې،‌ ایران،‌ قزاقستان،‌ قرغزستان، تاجکستان،‌ ترکمنستان او ازبکستان د ملي امنیت سلاکاران او نور چارواکي ګډون کړی، خو د پاکستان او چین استازي نه دي‌ ورغلي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته هند په سیمه کې د ترهګرۍ او مخدره توکو د قاچاق په اړه اندېښنه لري.‌

نوی ډیلی غواړي، د دې ګواښونو د مخنیوي لپاره د سیمې د هېوادونو په کچه یوه ګډه عملي تګلاره رامنځته کړي.

پاکستان او چین ناسته کې ګډون نه دی کړی

هندي چارواکو ویلي،‌ دې ناستې ته یې د افغانستان دوو مهمو ګاونډیو، یعنی پاکستان او چین استازي هم ور بللي وو،‌ خو دې هېوادونو یاده ناسته کې له ګډون انکار کړی.‌

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف تېره اوونۍ اعلان وکړ چې د نوي ډیلي ناسته کې ګډون نه کوي.

نوموړي همدا راز پر هند نیوکه کړې وه او ویلي یې وو، "هغه کړۍ چې جنجالونه رامنځته کوي،‌ سوله نشي راوستلی".

یاده دې وي چې د پاکستان حکومت له کلونو راهیسې پر هند تور لګوي چې د افغانستان په چارو کې 'جنجالي کردار' لوبوي او سیمه کې سوله او ثبات خرابوي.

له هغه وروسته د چین حکومت هم وویل،‌ 'د مهالوېش ستونزو' له کبله دې ناستې ته استازی نشي استولی.

یاده دې وي‌ چې پاکستان او چین د هغو کم شمېر هېوادونو په ډله کې دي چې له افغان طالبانو سره نږدې اړیکې پالي او دا مهال په کابل کې فعال سفارتونه هم لري.‌

خو هندي چارواکي په دې باور دي چې د چین او پاکستان له ګډون پرته هم دا ناسته خورا مهمه ده.‌