تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پوتين وايي دې ته نژدې شوی چې طالبان د اورپکو ډلو له نوملړه وباسي
د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين د مسکو او طالبانو تر منځ د لوړې کچې له خبرو يوه ورځ وروسته ويلي، دې ته نژدې شوي چې د اورپکو سازمانونو له لست څخه د طالبانو د ايستلو په اړه پرېکړه وکړي.
روسيې په ۲۰۰۳ کال کې طالبان د يوې "ترهګرې ډلې" په توګه پېژندلي وو خو د طالبانو له دويم ځل واک ته رسېدو وړاندې يې څو ځله په مسکو کې د خبرو لپاره د دوی هرکلی کړی دی.
خو ښاغلی پوتين زياته کړې چې د طالبانو په اړه دا پرېکړه به یې افغانستان کې له حالت سره تړلې وي چې وايي تمه یې ده مثبت لوري ته روان دی.
د رويټرز خبري اژانس له مخې، ښاغلي پوټين ټینګار کړی چې د لویدیځو هیوادونو لخوا په میلیاردونو ډالر بنده شوې افغان پانګه باید ازاده شي ترڅو افغانان وکولی شي خپلې ټولنیزې او اقتصادي ستونزې حل کړي.
نوموړي دا هم ويلي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو په وتلو سره سم کار کړی دی.
د دې اوونۍ پیل کې روسیې د افغانستان ملاتړ له پاره د نړیوالو مرستو د بېرته پیلېدو غوښتنه هم کړې وه .
طالبانو په مسکو کې د خبرو پر مهال د ملګرو ملتونو په ملاتړ د مالي مرستو کنفرانس لپاره د لسو سيمه اييزو قدرتونو ملاتړ ترلاسه کړ، چې له دې لارې په افغانستان کې د اقتصادي سقوط او بشري ناورين مخه ونيول شي.
روسيه، چين، پاکستان، هند، ايران او د منځنۍ اسيا پنځو هېوادونو له طالبانو سره يو ځای له ملګرو ملتونو غوښتي وو چې ژر تر ژره د مالي مرستو کنفرانس راوبولي ترڅو د هېواد په بيارغونه کې مرسته وکړي.
د افغانستان په تړاو مسکو کې جوړې شوې غونډې په اعلاميه کې راغلي چې د افغانستان بیا رغاونه کې مهم رول باید هغه قوتونه ولري چې پوځونو یې تېرو شلو کلونو کې افغانستان کې شتون درلود.
په دې ناسته کې له طالبانو غوښتل شوي وو چې سولې، امنيت او تلپاتې سوکالۍ لپاره منځلارې او معقولې کورنۍ او بهرنۍ تګلارې غوره کړي.
بل پلو د ملګرو ملتونو پرمختيايي ادارې خبرداری ورکړی چې د راتلونکي ۲۰۲۲ کال تر نيمې ښايي ۹۷ سلنه افغانان د بېوزلۍ تر کچې ښکته ناوړه ژوند سره مخامخ شي. د تېر اګست له نيمې د افغان حکومت له پرځېدو او واک ته د طالبانو رسېدو راهيسې افغانستان پرله پسې ناوړه اقتصادي وضعيت سره مخامخ دی.