مرګونې نسخې: افغانستان د جعلي درملو په لومه کې

    • Author, یما بارز
    • دنده, بي بي سي

دېرش کلن عبدالمجید د کابل د سردار محمد داود خان روغتون په بېړنۍ څانګه کې د مرګ او ژوند پر پوله ولاړ دی.

د هغه د سږو ۸۰ سلنه برخه له کاره لوېدلې، او د اکسیجن د ماشین په مټ په سختۍ ساه اخلي.

دی له اتو میاشتو راهیسې په سکاروي یا سینه و بغل اخته او ناروغ دی.

له دغه روغتونه د باندې یې پر وخت د ناروغۍ تشخیص شوی و او اړوند درمل هم په دقیق ډول ورکړل شوي وو، خو ډاکټران دلته حیران دي چې ولې یې ناروغي نه یوازې دا چې نه ده ښه شوې ان لا پېچلې شوې.

ډاکټران اوس د شپږو ماشومانو د دغه پلار په ژغورنه کې نژدې بې وسه شوي.

د بېړنې څانکې ډاکټر چې د عبدالمجید همنومی دی د هغه د سږو اېکسرې ته په اشاره وايي "دا اېکسرې د ناسمې روغتیا یو ډېر جدي حالت ښېي. موږ ورته (Dirty Lung) یا ناوړه سږي وایوو. د ناورغ وضعیت په فوق العاده ډول ننګونکی دی. دی په داسې حالت کې موږ ته رواستل شو چې ژوند یې له ګواښ سره مخامخ دی."

د مجید درملنه له دغه روغتونه د باندې روانه وه، خو وړاندې په سردار محمد داود خان روغتون کې هم، عادي ناروغۍ پېچلې شوې او د دوی له څو میاشتنیو پلټنو وروسته ثابته شوه چې جعلي او بې کیفیته درمل یې اصلي‌ لامل و.‌

د افغانستان په ستر پوځي روغتون کې د جعلي درملو پلټنه

د سردار محمد داود خان روغتون مشر ډاکټر طاهر احرار، د جعلي‌ او اصلي‌ درملو په اړه د خپلو پلټنو یوه برخه بي بي سي‌ ته ښیي.

دا چې د اصلي‌ او جعلي درملو ترمنځ‌ توپیر څومره سخت دی، ډېره حیرانوونکې ده.

ډاکټر کریم د روغتون د مشر تر څنګ ولاړ دی. د انټي بیوټیکو یو کوچنی بوتل ته یې مقطر اوبه پیچکاري کړي او د محلول د جوړولو هڅه کوي.

پرته له دې چې ډېر هېښ وي راغبرګه یې کړه "تاسو ولیدل چې موږ څو دقیقي د دغو درملو د حلولو هڅه وکړه. خو اوس هم ځینې برخې یې نه دي حل شوي. اوس هم وچ یا لاندې کرېستلونه یا ټوټې پکې شته او دا دی اصلی‌ هغه بیا روڼ او روښانه محلول دی."

د روغتون د مشر ډاکټر احرار هم چې پر یوه بل ډول انټي بیوټیکو یې ورته تجربه کوله غږ کړل "وګورئ، موږ دا محلول ډېر زیاد وښوراوه، خو بیا هم رسوبات اوپوډر په کې ناحل پاتې. که دغه محلول د انسان بدن ته تزریق شي، نو دغه ذرات په همدغه ډول د انسان په بدن کې پاتېږي."

پر میز د اصلي او جعلي درملو لسګونه ډول پراته دي. ډاکټر احرار د معدې یو شربت را اخلي اصلي او نقلي دواړه یې په یوه کوچني لوښي‌ کې تویوي او پرتله کوي یې.

"د معدې دا شربت د شیدو رنګ لري خو چې یې خوند وګورئ، یوازې رنګ دی او اوبه دي. خو دا بل بیا چې لږ ټینګ دی او ژېړ ډوله سپین رنګ یې دی د معدې ضد اسید خوند پکې احساسېږي."

دې روغتون کې دا درک مومئ چې دا داسې ټینګ څار او لوی باور وړ روغتون د جعلي درملو له جاله خوندي نه و پاتې نو د شاوخوا ۴۰ میلیونو نورو افغانانو برخلیک څه وايي چې روغتیايي اډانه یې پر مرستو نیم ژواندی پايي

څه شي جعلي درملو ته د روغتون پام ور واړوه؟

د روغتون مشر وايي د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په څلور سوه بستریز روغتون کې ډېری ټپیان بستر وو او کله چې تاسو یوه وارډ یا څانګې ته ننوتئ نو د ټپونو بوی به مو په سپږمو لګېده. موږ ان له داسې پېښو سره مخ شولو چې ټپونه ناسور شول، د لاسونو او د پښو پرېکولو ته خبره ورسېده او ځینې ناروغان ان مړه شول.

د ډاکټر احرار په وینا د روغتون د چارواکو پام وروسته له هغه د جعلي درملو ستونزې ته واوښته چې مسکو له دوی سره د نهو ټنو درملو مرسته وکړه.

دی وایي"وروسته له هغه چې د روسیې مرسته شوي انټي بیوټیک مو وکارول په وارډونو ‏(څانګو) کې هغه بوی هم ورک شو او د ټپیانو ټپونه هم ورغېدل. د ډاکترانو له پرلپسې پلټنو وروسته مالومه شوه روغتون کې کارېدونکي درمل جعلي او کم کیفیته وو."

دا موندنې روغتون لپاره د خطر یو زنګ و چې د تګلارې د بدلون لامل شو. اوس دوه کاله کېږي چې دوی له ازاد بازاره د درملو پېرل بند کړي او له ترکیې،‌ ایران او هند یې را واردوي."

د جعلي درملو پراخ پېر او پلور

له روغتونه د باندې د جعلي درملو راکړه ورکړه لا هم په پراخه کچه روانه ده.

د درملو یو یو عمده پلورونکی، په خپله هټۍ کې چې په یو تاکوي یا زیرخانه کې ده، په ډېره ساده ګ‍ۍ راته د څو قلمو درملو اصلي‌ او کاپي بېلګې راښیي.

په پاکټونو او ظاهري بڼه کې یې هېڅ‌ توپیر نشته. درمل پلورونکی زیاتوي "رنګونه او پاکټونه یې سره یې ورته دي خو د کیفیت له اړخه بیا توپیر لري."

هغه د فلاجیل درملو دوه پاکټونه په لاس کې واخیستل او یوه ته یې په اشارې وویل "د دې کیفیت یا څرنګوالی ښه دی. دا دویم درمل بیا میتودین دي چې دا یې اصلي دی او دا یې جعلي او بیې سره توپیر کوي."

له هغه مې د جعلي او اصلي درملو په بیو کې د توپیر پوښتنه وکړه، ځواب کې یې وویل "دا فلاجیل چې کیفیت یې لوړ دی بیه یې شاوخوا شل افغانۍ ده." جعلي او بې کیفیته درمل په بازارونو کې د اصلي هغو پرتله په نیمايي‌ بڼه ده او له همدې امله یې خلک را نیولو ته زړه ښه کوي."

دا چې په څومره اسانۍ جعلي درمل په بازارونو کې پلورل کېږي هک حیران کړم.

دا خلکو ته یوازې مالي‌ زیان نه، ان چې د سر په زیان اوړي.

د اتو ماشومانو مور د جعلي درملو قربانۍ

غزني کې د ۴۰ کلن عمران مېندواره مېرمن چې په عادي والګي اخته وه، لږ وروسته له هغه ساه ورکړه چې د ډاکټر ورکړې دوا یې وکاروله.

خو دا یوازینې پېښه نه ده. موږ د دغې پلټنې په بهیر کې وموندل، چې په همدې وروستیو کې،‌ په ځینو ولایتونو کې په عادي ناروغیو اخته ناروغان مړه شوي، چې ویل کېږي جعلي درمل یې د مرګ اصلي لامل و.

د اتو ماشومانو دغه پلار وايي مېرمنې یې هېڅ کومه بله ستونزه نه لرله، د سر له درده یې شکایت کاوه نو ځکه یې ډاکټر ته بوتله.

" د ډاکټر له معاینې وروسته چې کور ته راغلو، ډوډۍ یې پخه کړه او خپل نور کارونه یې هم خلاص کړل. نږدې غرمه وه، هغه پیچکارۍ چې ډاکټر یې سپارښتنه کړې وه پر یوه سیروم ورګډ او ورته مې ولګاوله. یوازې څو څاڅکې سیروم به یې بدن ته تللي و چې ورېږدېده. ورنه مې وپوښتل چې یخ دې وشو که څنګه؟ ویل یې نه. ما وویل تبه دې ده؟ ویل یې نه، نه پوهېږم را باندې څه وشول."

عمران چې په غریو نیولي غږ خبرې کولې پسې زیاته یې کړه چې ژر یې سیروم بند کړ. د کور انګړ کې یې ولاړ موټر روښانه کړ چې خپله مېرمن روغتون ته بوځي. خو هغه د درېدلو نه وه او د عمران په وینا "رنګ یې بدلېده را بدلېده. بلاخره تکه شنه شوه او پور یې پرې کړ."

د عمران د مېرمنې مړینې پر دغې کورنۍ ژور اغېز کړی. "داسې احساس نه کوم چې زه نور کور او ژوند لرم. هغه احساس مې له لاسه ورکړی." عمران په دې جملې خپلې خبرې ختمې کړې او ټراکټورونو د جوړولو په ورکشاپ کې یې ځان پر کار بوخت کړ لکه چې غوښتل یې له واقعیتونو تېښته وکړي.

عمران وړاندې راته ویلي و چې ډاکټر درمل له کارېدنې وړاندې کتلي وو. موږ هغه ډاکټر وموند،‌ خو نه یې غوښتل چې موږ سره وګوري. خو پر ټیلفون یې راته وویل "یوازې په کتلو د جعلي او اصلي درملو توپیر نه کېږي. ځینې جعلي درمل په عین شکل جوړېږي. تر څو د کیفیت د کنټرول اداره یې معاینه نه کړي، داکتر ته یې پېژندل ناممکن دي."

د جعلي درملو کڅوړه

د افغانستان له یوه لېرې پراته ولایته یوې کورنۍ بي بي سي‌ ته د درملو یوه کڅوړه را استولې او وايي چې یو غړی یې تېره میاشت د دغو درملو له اخیستو ۲۰ دقیقې وروسته مړ شو.

موږ له دې کورنۍ سره په هغه ولایت کې د شته محدودیت له امله خبرې ونکړای شوای، خو درمل مو ترلاسه کړل.

سردار داود خان روغتون کې ډاکټران حاضر شول چې موږ لپاره یې کیفیت معلوم کړي.

ډاکټر چې کله مقطر اوبه د انټوبیوټیکو پوډر ته پیچکاري کړل نو وار له واره د محلول رنګ خړ او قهوه یې ډوله شو. ډاکټر را غبرګه کړه" تاسو ګورئ چې رنګ یې هېڅ روښانه نه دی. د محلول رنګ باید روڼ او روښانه وي. خو دلته یې رنګ د قهوې هغه ته ورته دی. پوډر هم په کې نا حل شوي پاتې. باید په هېڅ ډول د انسان بدن ته پیچکاري نشي چې ګڼې حساسیت کوي."

دې لپاره چې ډاډه شم له ډاکټره مې وپوښتل، آیا د حساسیت پایله هر څه کېدای شي؟‌

"هو هر څه،‌ ان د ناروغ د مرګ لامل کېږي."

موږ خپلې موندنې کابل کې د خوړو او درملو د کنټرول ادارې مخې ته کېښودې.

دوی د درملو بېلګې ګوري بیا یې د واردولو جواز ورکوي.

د درملو د کیفیت د کنټرول څانګې مشر سره په خبرو کې مې ورته د اصلي او جعلي انټي بیوټیکو بېلګې وښودې چې موږ ترلاسه کړې وې.

خو هغه ویل چې د دوی نظارتی ټیمونه "په مرکز او ولایتونو کې فعال دي. منظم ترانسپورت لري، او د تقسیم اوقات سره سم ولایتونو، ولسوالیو او حتی کلیو ته ځي. هغوی جعلي، تقلبې او هغه درمل چې بې اجازې افغانستان ته راغلي وي، ټول راټولوي."

وروسته د دغې ادارې د څار له ګرځنده ټیم سره د کابل په یوه بوخته سیمه کې یوځای شوو.

څارونکي د جعلي درملو د معلومولو لپار کوم ځانګړي وسایل نلري تش کتلو کې یې د کیفیت معلومولو هڅه کوي.

د دوو درملتونونو له څارنې وروسته دوی یوازې څو قوطۍ تاریخ تېر درمل وموندل.

د خوړو او درملو د کنټرول اداره وايي‌ افغانستان کې د دوا د کلني بازار ارزښت څه باندې دوه میلیارد ډالرو ته رسېږي. په دغه هېواد کې د جعلي درملو پېر او پلور هم د میلیونو ډالرو په ارزښت کاروبار دی چې مخنیوي لپاره یې په دغه بڼه کېدونکې حکومتي څارنه ښايي‌ په سمندر کې څاڅکی وي.

د جعلي درملو قاچاق او په کوردننه کارخونې

چارواکی وايي‌ جعلي درمل تر ډېره په پاکستان کې جوړېږي او په قاچاقي ډول راوړل کېږي.

خو په افغانستان کې دننه هم داسې کارخونې شته چې په پټه د بهرنیو درملو په نامه درمل جوړوي.‌

په کابل کې مو د جعلي درملو د یوې کارخونې څښتن وموند.

پیل کې د خپلې پټې کارخونې ښودلو ته چمتو و، خو وروسته پښیمانه او پر شا شو. خو ویې ویل چې د انټي‌ بیوټیکو پوډر له چینه را واردوي او دلته جوړې کړې ګول‍ۍ د نامتو کمپنیو په کاپی شویو پاکټونو کې په عمده او پرچون ډول پر درملتونونو پلوري.

خو له یوه لېرې پراته ولایته د همدغه راز یوې بلې کارخونې ويډیو له بي بي سي سره شریکه شوه، چې چارواکو پرې چاپه وهلې وه.

په دغه ويډیو کې یوه کوچنۍ کوټه لیدل کېږي چې په کې تش بوتلونه،‌ قوطۍ او پاکټونه او په یوه لوی سطل کې ژېړ رنګه مایع لیدل کېږي.

دا ژېړ رنګه مایع په بوتلونو کې د شربت په نامه ډک کېږي. دغه ککړ چاپېریال کې د درملو په نامه جوړېدونکي‌ دغه مواد د اصلي‌ درملو په کاپي شویو قوطیو او بوتلونو کې د درملو مشهورو کمپنیو په نامه درملتونونو ته وړل کېږي او خرڅېږي.

ډاکټران وايي‌ په دغو کارخونو کې تولید شوي مواد درمل نه زهر دي.

خو ښه خبر دا دی، مجید چې په سردار محمد داود خان روغتون کې د مرګ او ژوند ترمنځ‌ و، له درېیو میاشتو درملنې وروسته، بېرته خپل کورته ستون شوی. لیدو ته یې ورغلم، لا هم په ځای کې پروت دی او ډېر کمزوری برېښي، خو وايي مخ په ښه کېدو دی:

"څلور ورځې کېږي چې غږ مې لږ ښه دی، خو بدن مې خوږېږي. پښې او کیڼه اوږه مې هم درد کوي. د بدن اکسیجن مې لا هم نه دی پوره شوی. د روغتون درمل ښه کړی یم.".

مجید مې وپوښت نو هغه دوا چې له بازاره مو اخیسته، هېڅ تأثیر یې درباندې نه و کړی؟

ځواب یې "نه" و.

مجید نیکمرغه و چې درملنه یې وشوه خو بیا ډېر شمېر نورو سره بخت داسې ملتیا نه ده کړې. جعلي‌ او بې کیفیته درمل همدا شېبه لکه پټ‌ دښمن افغانستان کې د هر ناروغ ژوند ګواښي، جعل کاره کاروباریان د خلکو له ژوند سره داسې لوبې کوي چې د خلکو د خورا عادي ناروغۍ درملنه هم د هغوی په مرګ تمامېږي.