"د داعش بریدونو افغانستان ته د امنیت راوستو په اړه د طالبانو ادعا ناسمه ثابته کړې"

په افغانستان کې د ناامنۍ او هدفي وژنو د پېښو تازه لړۍ د طالبانو هغه ادعاوې لا نورې تر پوښتنو لاندې راوستې چې وايي، په ټول هېواد کې یې امنیت ټینګ کړی دی.

رویټرز خبري اژانس په همدې تړاو یوه رپوټ کې ویلي، طالبان که څه هم د اسلامي دولت په نامه وسله واله ډله لوی ګواښ نه بولي، خو په دې وروستیو کې د دې ډلې بریدونو د طالبانو حکومت ته سرخوږی ډېر کړی دی.

بله خوا په دې وروستیو کې پخپله پر طالب وسله والو هم د مخکني حکومت له کارکوونکو د غچ اخېستو لپاره د بریدونو خبرونه راغلي، خو طالبان پکې په رسمي توګه لاس لرل ردوي.

د رویترز خبري اژانس رپوټ ورکړی چې یوازې په تېره یوه اونۍ کې د ننګرهار له مرکز جلال آباد ښاره یو شمېر تصویرونه پر ټولنیزو شبکو خپاره شول چې دوه مړي په کې د ځړیدو په حال کې ښکاري.

د سیمې اوسیدونکو د یوه مذهبي کس د وژل کېدو خبر هم ورکړی او یوه داسې ویډیو هم خپره شوې چې په کې وسله والو کسانو ظاهراً د یوه موټر سپرلۍ وژلي دي.

سیمه ییزو خبریالانو ویلي په دې پېښه کې یو وژل شوی کس طالب چارواکی و.

د حزب اسلامي ډلې د غړي مولوي عزت الله کورنۍ رویترز اژانس ته ویلي تېره میاشت یې د نوموړي د ټېلفون نه د واټسپ له لارې یو پیغام ترلاسه کړ چې په کې لیکل شوي وو. "ستاسو مولوي عزت مو ذبح کړ راشئ او د هغه جنازه یوسئ".

رپوټ زیاتوي، په ننګرهار ولایت کې د مولوي عزت الله وژنې د طالبانو هغه ادعا کمزورې کړې چې وایي افغانستان ته یې له ۴۰ کلنې جګړې وروسته امنیت راوستی دی.

د سیمې د اوسیدونکو په وینا تېره یکشنبه د سړک تر غاړې له چاودنې وروسته درې مړي په جلال اباد کې روغتون ته یوړل شول چې ظاهراً طالب جنګیالي وو.

په همدې ورځ وسله والو کسانو د افغان پوځ یو پخوانی عسکر د خپل کور مخې ته له خپلو دوو ملګرو سره یوځای ووژاه.

د رویټرز د رپوټ له مخې طالبانو دغسې پېښې کم ارزښته ښوولي او وايي چې له لسیزو جګړو وروسته په ټول هېواد کې امنیت ټینګیدل وخت وغواړي.

د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي ویلي افغانستان ۳۴ ولایتونه لري او په هره اونۍ کې د لسګونو پېښو مخه له وړاندې نیول کېږي او په افغانستان کې د امنیتي پېښو ګراف مخ په کمېدو دی.

طالبانو ژمنه کړې چې د غچ اخیستلو هېڅ اقدام به نه کوي خو ځینو طالب چارواکو منلې چې ښايي ځینو وسلوالو یې په خپل سر د غچ اخیستلو لپاره اقدامات کړي وي.

بله خوا د پخواني حکومت ځینو پخوانیو پوځیانو او د استخباراتو غړو هم د طالبانو غړي تورن کړي چې واک ته له رسېدو راهیسې یې د هغوی نه د غچ اخیستلو لپاره پرې بریدونه کړي دي.

په همدې حال کې نړیوال هم د طالبانو او داعش ډلې ترمنځ د کړکېچ پایلو ته اندېښمن دي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ تېره دوشنبه وویل له دې امله په واشنګتڼ کې هم اندېښنه شته.

دغه راز په لندن کې د جهادي ډلو د چارو کارپوه انټونیو ګیستوزي وايي، داعش ډله هڅه کوي چې پر طالبانو باور زیانمن کړي ځکه طالبانو د امنیت راوستلو ژمنه کړې او هغوی هڅه کوي چې مخه یې ونیسي.

د نوموړي په وینا اسلامي دولت نومې ډله چې په افغانستان کې شاخوا څلور زره جنګیالي لري د ۲۰۲۰ کال راهیسې هدفي وژنې پیل کړې دي او اوس یې هم روانې ساتلې دي.