طالبان وايي، ''ټولو دولتي مامورینو ته د دریو میاشتو'' معاشونه ورکوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو حکومت دولتی مامورینو ته د هغوی د دریو میاشتو تنخواو د ورکړې اعلان کړی دی.
د طالبانو د ماليې وزارت وايي، د وږي، تلې او لړم میاشتو دغه تنخواوې له کورنیو عوایدو څخه ورکوي په یو ځای ورکوي.
د یاد وزارت ویاند احمد ولي اکمل بي بي سي ته وویل چې له دې وروسته به د معاشونو ورکړه کې ځنډ نه راځي.
ښاغلی اکمل وايي چې د دولتي مامورینو په معاشونو کې یې ''پخوانۍ نابرابري او نا انډولي '' له منځه وړي ده.
له دې مخکې ملګرو ملتونو کې د ماشومانو ملاتړ ادارې یونیسیف ویلي وو، د افغان ښوونکو تنخواوې به مخامخ د دغه ادارې له لوري ورکړل شي.
د ماشومانو لپاره وجهي صندوق (يونيسف) چارواکو اعلان وکړ چې دغه اداره په داسي يوه سيستم کار کوي چې له مخې يې د افغان ښوونکو مياشتني معاشونه په مستقيم ډول ورکړل شي.
خو د طالبانو مالیې وزارت ویاند وايي، د ښوونکو په ګډون دولتي مامورینو ته د دریو میاشتو معاشونه له کورنیو عوایدو ورکوي.
ښاغلی اکمل وايي، تر دریېم بست پورې ټیټو بستونو معاشانو کې بدلون نه دی راغلی، خو په وینا یې له دې پورته ''د دویم، لومړي او مافوق بستونو په معاشونو کې یو څه کموالی راغلی دی. ''
نوموړی، تر دریو میاشتو پورې د حکومتي مامورینو د معاشونو ځنډېدو لامل د دې معاشونو لپاره د نوې کچې چمتو کېدل بولي.
د یادونې ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې یوازې د زمري میاشتې معاشونه ورکړل شوي او زرګونه دولتي مامورین بې دندې پاتې شوي دي.
د طالبانو له لوري د دریو میاشتو د معاشونو ورکولو تازه اعلان داسې مهال کېږي، چې په هېواد کې د اقتصادي کړکېچ ژوریدو له کبله د ښوونکو په ګډون دولتي مامورین په خورا بد حالت کې دي.
د روانې نومبر میاشتې لومړیو کې د معاشونو نه ورکول کېدو له کبله د اعتراض په توګه کندهار کې ځايي ښوونکو کاربندیز هم اعلان کړی و.










