د معاشونو نه ورکول کېدو له کبله کندهار کې ښوونکو کاربندیز کړی

کندهار

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان سویلي ښار کندهار کې ښوونکو د دوى د تنخواو په ورکړه کې د ځنډ له امله کاربندیز کړی.

د لسګونو ښونځیو دغو ښوونکو ویلي، څلور میاشتې کېږي چې تنخوا يې نه ده اخيستې او له سختې بې وزلۍ سره لاس او ګريوان دي.

د کندهار ښوونکو ټولنې ګواښ کړی، که تر دریو ورځو پورې یې حقونو ورنکړل شي، د ولایت تر ټولو ښوونځیو پورې به یې احتجاج پراخ شي.

خو د کندهار د ښوونې او روزنې ولایتي چارواکي بیا وایي، د ښوونکو معاشونه په بانکي سیسټم کې د شته ستونزو له امله ځنډېدلي او ډیر ژر به دا بهير تر سره شي.

د کندهار پوهنې رئیس قدرت الله وصال وايي، د ښوونکو د معاشونو د ځنډ لامل ناسازه بانکي اډانه ده.

دی وايي:

''د مستوفیت له لوري کار خلاص شوی، هغوی د افغانستان بانک ته (پیسې) ورکړې دي، خو ستونزه دا ده، چې قرارداد له دریم خصوصي بانک سره دی، چې له پخوا ورسره د دې معاشونو ورکړې قرارداد شوی دی. ''

کندهار

د عکس سرچینه، F

د عکس تشریح، ښوونکي وايي، که معاشونه ورنکړل شي، د احتجاج لړۍ به د ولایت ټولو ښوونځیو ته وغځوي

کندهار کې د ښوونکو دا کاربندي داسې مهال مخې ته راځي چې د ماشومانو نړیوال صندوق یونسیف ویلي، د افغان ښوونکو تنخواوې به مخامخ ددغه ادارې له لوري ورکړل شي.

د یادونې ده چې تېره اونۍ د ملګرو ملتونو د ماشومانو لپاره وجهي صندوق (يونيسف) چارواکو اعلان وکړ چې دغه اداره په داسي يوه سيستم کار کوي چې له مخې يې د افغان ښوونکو مياشتني معاشونه په مستقيم ډول ورکړل شي.

د يونيسف دا ګام په داسې حال کې اخيستل کېږي چې نړيوالې ټولنې د پخواني حکومت له پرځېدو او د طالبانو له واک ته رسېدو سره طالبانو ته د پيسو په لېږد بنديز لګولی او د افغانستان پانګه کنګل ده چې اوسمهال د طالبانو حکومت د دولتي کارکوونکو د معاشونو په ورکولو کې له ستونزو سره مخامخ دی.