طالبان وايي، ''دوو کلونو'' کې به خپل پوځ چمتو کړي

د عکس سرچینه، Getty Images
طالبان وايي، راتلونکو ''دوو کلونو '' کې به د ''اسلامي پوځ '' جوړولو چارې بشپړې کړي، چې په وینا یې مخکیني پوځیان به هم پکې شامل وي.
له عربي خبري شبکې 'عربي ۲۱ ' سره مرکه کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د طالبانو پوځ چمتو کول چاره به 'دوه کالو ' کې بشپړه شي.
د نوموړي په وینا د مخکیني پوځ سرتېري او په ځانګړې توګه تخنیکي تجربه لرونکي کسان به هم په نوي پوځ کې شامل وي.
بل لور د طالبانو دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي له همدې خبري شبکې سره خبرو کې د هغه څه په هکله چې طالبان یې اسلامي پوځ بولي نور جزیات څرګند کړي دي.
نوموړی وايي، د طالبانو پوځ به په " پوځی تجهیزاتو ن، وسلو، نیکو اخلاقو او د استقلال، ژمنتیا، صداقت، ایمان او په نورو غوره اخلاقي صفاتو مجهز وي."
د طالبانو پوځي مراسم

د عکس سرچینه، Reuters
له دې سره هممهاله پرون کابل کې طالبانو د مخکیني پوځ او له امریکايي پوځیانو پاتې پوځي زغروالو ګاډو او چورلکو سره مارش وکړ.
د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، لسګونه ایم ۱۱۷ امریکايي زغروال ګاډي او ایم ای ۱۷ چورلکې د دې مارش برخه وو.
رویټرز د افغانستان بیا رغاونې چارو د څار امریکايي ادارې 'سیګار ' پروسږني رپوټ په حواله لیکلي، امریکا له ۲۰۰۲ کاله تر ۲۰۱۷ کال پورې د ۲۸ میلیارد ډالرو ارزښت پوځي وسلې او تجهیزات افغان پوځ ته ورکړي وو.
له دې مخکې د افغانستان مالیې پخواني وزیر خالد پاینده له بي بي سي سره یوه ځانګړې مرکه کې ویلي، د مخکیني حکومت ۳ لکو پولیسو او پوځیانو د لویې برخې یوازې نومونه په دولتي اسنادو کې لیکل شوي وو.
نوموړی وايي، په رسمي لیستونو کې د فرضي کسانو نومونه ځکه شامل شوي وو، چې قومندانان یې د معاشونو پیسې په جېبونو کې واچوي.
بل لور د طالبانو دفاع وزارت ویاند ویلي، ''د پخواني پوځ ځینې کسان اوس هم زموږ په لیکو کې شته. ''
د طالبانو ویاند هغه رپوټونه رد کړل او دروغ یې وبلل، چې ګواکې د پخواني پوځ یو شمېر افسران له داعش وسله والې ډلې سره یو ځای شوي دي.









