اسد کورنۍ جګړه د ځان په ګټه بللې ده

اسد

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، اټکل دی چې اسد به د درېیم ځل ولسمشریزو تاکنو ته هم ځان ونوموي.

په داسې حال کې چې سوري فعالانو دمشق ته څېرمه په حکومتي بمباریو کې د ۲۰ کسانو د وژل کېدو خبره کړې، سوري ولسمشر ادعا کړې، چې روانه جګړه د حکومت په ګټه تمامېدونکې ده.

بشارالاسد ویلي اوس په کورنۍ جګړه کې د "انعطاف پړاو" رارسېدلی، چې په لړ کې یې حکومت پر مخالفانو لاسبری دی.

اسد دا خبرې د دمشق سیاسي علومو پوهنځي محصلینو ته په وینا کې کړې دي.

د سوریې روان کړکېچ او کورنۍ جګړه کې تر ۱۵۰ زرو ډېر کسان وژل شوي او زرګونه نور هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي.

ولسمشر اسد وویل: "دا په روان کړکېچ کې یوه انعطافي مرحله ده، چې پوځ او وسله وال ځواک په کې بریالی ښکاري".

په وروستیو میاشتو کې د سوریې شمال او لوېديځ ترمنځ نښلوونکې چټکه لاره خوشې شوه.

اټکل دی، چې اسد به د راتلونکي جولای ولسمشریزو ټاکنو درېیم پړاو ته هم ځان کاندند کړي.

بمبارۍ

پر همدې مهال، د سوریې د بشري حقونو څارونکو ویلي، چې حکومتي ځواکونو پر تېره یکشنبې دمشق ته څېرمه بمباري کړې ده.

سوري فعالان وايي حکومتي بمبارۍ ۲۰ کسان وژلي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، سوري فعالان وايي حکومتي بمبارۍ ۲۰ کسان وژلي.

دوی وايي چې په دې بمبارۍ کې لږترلږه ۲۰ کسان وژل شوي دي.

خو د سوریې رسمي خبري اژانس ویليو چې د دمشق منځ کې د هاوان مرمۍ یو کس وژلی او ۲۰ نور یې ټپیان کړي دي.

د تېرې جمعې په ورځ حکومت او مخالفانو پر یوبل د زهرجن ګاز د کارولو تورونه پورې کړي وو.

دوی ویل چې په کفر زینا کلي کې زهرجن ګاز کارول شوی، چې لږترلږه دوه کسان یې وژلي او لسګونه نور مسموم شوي دي.

په تېر اګست کې د سوریې دمشق ته څېرمه هم کیمیاوي بریدونو سلګونه کسان وژلي وو.