اردن: سوري کډوالو او امنیتي ځواکونو تر منځ نښتې

د عکس سرچینه، AP
د اردن په زعتري پنډغالي کې لسګونه سوري کډوالو له امنیتي ځواکونو سره نښتې کړې دي.
په یوه رپوټ کې راغلي، شخړې هغه مهال پیل شوې، چې د دغه پنډغالي یو څلور کلن ماشوم د یوه اردني پولیس لخوا په موټر ووهل شو.
د شخړو په ترڅ کې خیمې او ګاډي سوځول شوي دي.
پولیسو د نظم پر ځای کولو په موخه په قهرجنو کډوالو اوښلن ګاز کارولی.
د سیمې اوسېدونکي وايي، په دغه تاوتریخوالي کې یوه کډواله مېرمن وژل شوې او ډېر نور کډوال ټپیان شوي دي.
خو اردني چارواکو بیا ویلي، چې په نښتو کې څوک وژل شوی نه دی. دوی ویلي، ۲۵ کسان خوږ شوي، چې ۲۲ پکې پولیس دي.
د دغه پنډغالي هرې ورځې لګښت ۵۰۰ زره امریکايي ډالرو ته رسيږي، چې پکې نیم میلیونه ډوډۍ او څلور اعشاریه دوه میلیونه لیټره هره ورځ وېشل کېږي.
یو بل پنډغالی عزراق هم د جوړېدو به حال کې دی، چې اړتیا پوره شي.
دغه پنډغالي کې به هم د ۱۳۰۰۰۰ کسانو د اوسېدو وړتیا وي.
د ۲۰۱۱ کال په مارچ میاشت کې سوریه کې د کورنۍ جګړې له پیله راهیسې له دغه هېواده نژدې دوه نیم میلیون خلک کډوال شوي دي.
په اردن کې تر نیم میلیون زیات سوري وګړي په خپل هېواد کې له کړکېچ راپیدا کېدو راهیسې د کډوالو په توګه ژوند کوي.
د دغې اونې په لومړیو کې ملګرو ملتونو تایید کړه، چې لبنان کې د ثبت شویو سوري کډوالو شمېر له یوه میلیونه اوښتی دی.
چې نړۍ کې تر ټولو لوړو سړي سر کډوالو شمېرو ډېروالي ته رسېږي.
دا له اردنه وروسته دویم مقام دی، چې وار له مخه پکې ۶۰۰ زره سوري کډوال مېشت دي. له دې وروسته د ترکي، عراق او مصر هغه هېوادونه دي، چې ډېر سوري کډوال پکې مېشت دي.








