تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بلوچستان کې ځانمرګي برید: چین د پاکستان مېشتو چینایانو د امنیت ټینګولو غوښتنه وکړه
پاکستان کې د چین سفارت تېره ورځ د دغه هېواد بلوچستان صوبه کې د چینايي کارکوونکو پر کاروان د ځانمرګي برید سخته غنده کړې او پېښې عاملینو نیولو غوښتنه یې کړې ده.
تېره ورځ د بلوچستان ساحلي ښار ګوادر کې د چینايي انجينرانو د موټرو پر کاروان ځانمرګي برید کې د پاکستاني چارواکو په وینا لږ تر لږه دوه ماشومان ووژل شول.
د پاکستان کورنیو چارو وزارت مسوولینو په وینا دې برید کې یو چینايي کس ټپي شوی دی.
بل لور ته پاکستان کې د چین سفارت چارواکي وايي، له پاکستاني چارواکو یې غوښتي چې د برید مسوولین ونیسي، سخته سزا ورکړي او د پېښې ټپیانو مناسبه درملنه وکړي.
د چین سفارت په اعلامیه کې ویل شوي:
''له ټولو پاکستاني ادارو غوښتنه شوې چې دغه هېواد کې د چینایانو خوندیتوب اقدامات چټک کړي او د امنیت موضوع کې شراکت باوري کړي چې راتلونکي کې د داسې پېښو مخه ونیول شي. ''
بل لور ته د پاکستان کورنیو چارو وزارت له لوري د دې پېښې په هکله یوه اعلامیه کې ویل شوي چې پاکستان او چین د خپلو خلکو لپاره بېلا بېلو برخو کې همکاري لري او دواړه هېوادونه د دې همکارۍ پر وړاندې له شته خطرونو په بشپړ ډول خبر دي.
د بلوڅانو د ازادۍ پوځ يا بلوچ لبرېشن ارمي پر ټوېټر پاڼه د دغه ځانمرګي بريد مسوليت منلی دی.
تېره ورځ په ګوادر کې يو ځايي چارواکي د ټليفون له لارې بي بي سي ته وويل، پېښه په ناګوري وارډ سیمه کې د اېکسپرېس پر لويه لار شوې ده. د ګوادر په ختيځ کې دا سړک له تېرو دريو کلونو راهيسي تر کار لاندې دی.
د پاکستان د کورنيو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې چينايي وګړي د جمعې ماښام په دريو موټرو کې د پوليسو تر څار لاندې لېږدول کېدل چې يو ځوان پرې ځانمرګی بريد وکړ.
ګوادر ته د چينايانو تګ د پخواني ولسمشر پرويز مشرف په وخت کې هغه مهال پيل شو چې د ګوادر بندر جوړولو تړون يوه چينايي شرکت سره شو. د بندر جوړولو وروسته چارې هم يوه چينايي شرکت ته وسپارل شوې.
دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان کې چينايان په نښه کېږي. تردې وړاندې د ۲۰۰۴ کال مارچ مياشتې په يوه بريد کې هم درې انجينران وژل شوي وو.