"عالمانو شورا" پرېکړه: له افغانستانه بهر هېڅ افغان د "نظامي‌ فعالیت" جواز نه لري

    • Author, حفیظ الله معروف
    • دنده, بي بي سي

په کابل کې سلګونه دیني عالمانو چې د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو راټول شوي وو، په یوه پرېکړه لیک کې ویلي چې "هېڅ افغان" اجازه نه لري چې له افغانستانه بهر جګړو کې برخه واخلي.

دې ناسته ته چې د طالبانو حکومت په نوښت جوړه شوې وه، د طالبانو حکومت د سترې محکمې مشر مولوي عبدالحکیم حقاني، د امر بالمعروف وزیر محمد خالد حنفي او د لوړو زدکړو وزیر ندا محمد ندیم په ګډون ځینې نور لوړ پوړي طالب چارواکي هم ورغلي وو.‌

په هغه پریکړه لیک کې چې یوه کاپی یې یې بي‌بي‌سي ته رسېدلې، راغلي، "دا چې د شرعي امیر له خوا [د طالبانو مشر] هېڅ افغان ته اجازه نه ده ورکول شوې چې بهر ته د نظامي فعالیت لپاره ولاړ شي، نو که څوک تخلف کوي، دا تګ یې جایز نه دی."

په پرېکړه لیک کې د طالبانو له حکومت غوښتنه شوې د هغو کسانو مخه ونیسي‌ چې بهر ته د جګړو لپاره ځي.

خو دا نه دي ویل شوي چې څرنګه به یې مخه نیول کېږي. که څه هم په دغه لیک کې دا هم نه ده په ډاګه شوې چې دا کسان کوم هېواد یا هېوادونو ته د جنګ لپاره ځي، خو ظاهرا داسې ښکاري چې موخه یې پاکستان دی.‌

د پاکستان حکومت په ټینګار ويلي چې له ټي‌ټي‌پي‌ سره تړلي کسان د دوی پر پولیسو او پوځیانو بریدونه کوي او د طالبانو له حکومته یې پرضد د ګامونو اخیستو غوښتنه کړې.

‌د طالبانو حکومت او پاکستاني پلاوو ترمنځ په دوحه، استانبول او ریاض کې د څلورو پړاونو پرمهال د مذاکراتو مهم او ستونزمن ټکی چې خبرې یې له خنډ سره مخ کړې، د پاکستان طالبانو د تحریک مسله وه.

پاکستان د طالبانو له حکومته غواړي چې د ټي‌پي‌پي پر ضد ګامونه واخلي. خو د طالبانو حکومت بیا ټینګار کوي چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل پرضد وکارول شي خو زیاتوي چې په پاکستان کې د ټي‌ټي‌پي‌ بریدونه د‌‌‌ پاکستان کورنۍ موضوع ده.

پر افغانستان یرغل او پر ضد یې جګړه "جهاد" بلل

د دې پنځه ماده ییزې پرېکړې په دویمه ماده کې ویل شوي، که پر افغانستان بهرنی یرغل کېږي، پرضد یې جنګ "فرض عین" او "مقدس جهاد" بلل شوی.‌

په دې ماده کې ویل شوي‌ "که هر څوک له بهر څخه پر افغانستان تجاوز وکړي، او یا د مسلمانانو پر حریم تیری کوي، پر ټولو افغانانو له خپل نظام، خاورې او ارزښتونو څخه دفاع فرض عین ده او دا دفاع مقدس جهاد بلل کېږي."

د غونډې یوه کډونوال چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي،‌ بي‌بي‌سي ته وویل، دلته تر ډېره "موخه پاکستان" دی چې د هغه په وینا په تېرو څو میاشتو کې یې د کابل په ګډون د افغانستان په بېلا بیلو ولایتونو کې هوايی بریدونه کړې دي.

د غونډې دا کډنوال وايي، له هر ولایته لږتر لږه درې کسان د عالمانو شورا غړي هم دې غونډې ته رابلل شوي وو. په ولایتونو کې د عالمانو شورا غړي مخامخ د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوندزاده ټاکي.‌

د ځینو نورو سرچینو په وینا،‌ په دغو دیني عالمانو کې د طالبانو حکومت د امربالمعروف وزارت،‌ پوهنې وزارت، حج او اوقافو وزارت او سترې محکمې ځینې دیني عالمان هم شامل وو.

روښانه نه ده چې د دې ناستې پرېکړې به څومره د پلې کېدو وړ وي،‌ خو ښايي‌ د طالبانو حکومت وغواړي د دې ډول ناستو په مرسته د هغو کسانو مخه ونیسي چې له ټي‌ټي‌پي‌ سره یو ځای کېږي، ‌او بل دا چې که پر افغانستان برید کېږي، د خلکو ملاتړ پرې راټول کړي.‌

یوه بل ټکی چې له دې پریکړه لیک اټکل کېدای شي ښايي دا وي، چې د طالبانو حکومت غواړي پاکستان ته د دې شین څراغ ورکړي چې د ټي‌ټي‌پي د کړنو پرضد عملي ګامونه اخلي.‌