تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ولې اسلامپال د احمد شرع له حکومته ناراضه دي؟
- Author, مینا لامي
- دنده, د بيبيسي مانیټورېنګ برخه
یو کال وروسته له هغه چې د اسلامي ډلې "هیئة تحریر الشام" ډلې پخوانی قومندان او د د سوریې شمال لوېدیځ کې د (ژغورنې دولت) مشر احمد شرع د بشار اسد له ناڅاپي سقوط وروسته ولسمشرۍ ته ورسېد، د هغه دوه بېخي بېلابېل انځورونه وړاندې کېږي.
لوېدیځ هېوادونه چې کلونه کلونه یې هغه او ډله یې ترهګر بلل، اوس له هغه سره د یوه عملي او خبرو اترو وړ شریک په توګه چلن کوي؛ له نوموړي او سازمان یې د ترهګرو له نوملړونو لرې کولو نیولې تر دې چې هغه واشنګټن، پاریس او نورو پلازمېنو ته وربولي.
خو د اسلامپالو او جهادي ډلو په منځ کې برعکس بهیر روان دی. د روحانیونو او اسلامپالو فعالانو یوه مهمه برخه چې یوه وخت یې شرع د سنیانو د بري او د "انقلابي جبهې" د سمبول په توګه باله، اوس هغه تورنوي چې "د شریعت پروژه" یې پرې اېښې ده، د امریکا په مشرۍ له نړیوال ائتلاف سره چې د "اسلامي دولت" پر وړاندې جګړه کوي یو ځای شوی او په اړیکو کې له لوېدیځ او اقلیتونو سره له پخوانیو سرو کرښو اوښتی دی.
د دوی لپاره د تېر یو کال مسیر د دې پر ځای چې یو حسابشوی، پړاوییز او سنجول شوی چلند وبلل شي، ثبوت ګڼل کېږي چې شرع له ډېر وخت راهیسې د لوېدیځ لوري ته د نژدې کېدو په لور روان و او اوس دا بهیر خپل اوج ته رسېدلی.
په مقابل کې د حکومت نژدې اسلامپاله کړۍ، د سوریې وضعیت ته په کتلو وايي چې باید "د واقعیت او اېډیال ترمنځ تطابق رامنځ ته" شي او استدلال کوي چې د شریعت سملاسي پلي کول او له نړۍ سره د اړیکو پرې کول هم نوی جوړ شوی حکومت له خطر سره مخ کوي او هم د سنیانو دریځ د سیالانو پر وړاندې کمزوری کوي.
د شرع د حکومت په لومړي کال کې د دغو دوو برداشتونو تقابل د سوریایي اسلامپالو او د سوریې له پولو هاخوا د جهادي شبکو ترمنځ د بحث او لانجې اصلي محور ګرځېدلی.
له اسلامپال قومندانه تر ولسمشره؛ د شرع دوه متضاد انځورونه
د ډېرو اسلامپالو لپاره د احمد شرع د بحث دې پیل په سپینه ماڼۍ او الیزه کې د هغه له لیدنې څخه نه دی، بلکې د هغه جګړه ییز مخینه ده؛ هغه قومندان چې کلونه د یوې پوځي څېرې په توګه پېژندل کېده او هم څوک و چې هڅه یې کوله د "اسلامي حکومتولۍ" یوه بڼه په عملي توګه تطبیق کړي.
کله چې د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې د بشار اسد حکومت وپرځېد، اسلامپالو ته دا پوښتنه مهمه شوه چې د شرع جګړه ییزه سابقه او تېره تجربه به د دمشق په نوي جوړ شوي قدرتي جوړښت کې څه ځای ولري.
په لومړیو میاشتو کې چې شرع واک ترلاسه کړ، ډېرو اسلامپالو له احتیاطه ډک دریځ غوره کړ. هغوی د ښکاره مخالفت پر ځای انتظار وکړ چې د هغه د حرکت مسیر وارزوي.
د یو شمېر لپاره، هغه دا مانا لرله چې له پېړیو وروسته، د لومړي ځل لپاره یو سنی مشر چې د مخالفینو له لیکو راپورته شوی، په دمشق کې د ولسمشرۍ څوکۍ ته رسېدلی.
دا پېښه خپله د ډېرو په ذهن کې "تاریخي لاسته راوړنه" بلل کېده، که څه هم ټول د هغه له طریقه او ائتلافونو سره موافق نه وو. هممهاله، هماغو کسانو په دقت څارل چې ایا د شرع ژبه او چلن به د هیئت تحریر شام د وخت په څېر پاتې شي که به د عادي حکومتونو له ادبیاتو سره نژدې شي.
ورو ورو د اسلامپالو ترمنځ د احمد شرع پر "راتلونکي مسیر" اختلاف پیدا شو. یوه ډله چې زیاتره یې د نوي حکومت له جوړښتونو او له اړوندو روحانیونو سره نژدې وه، ویل چې باید د هغه کړنې د "لېږد پړاو" په اډانه کې تفسیر شي؛ یعنې هغه څوک چې مجبور دی هم پر بهرنیو فشارونو او سیمه ییزو قدرتونو ته ځان برابر کړي او هم د داخلي سقوط مخه ونیسي. د دې ډلې په نظر، د شرع د ژبې او لومړیتوبونو بدلون د شریعت پرېښودل نه، بلکې لکه د طالبانو د سناریو او د سوریې د بشپړې نړیوالې انزوا د تکرار مخنیوی دی.
خو هغه بله ډله چې په اسلامپالو کړیو او د هغوی په پلوو شبکو کې پیاوړې ده، دې نښو ته بل ډول ګوري. د دوی لپاره، هر ګام چې شرع د "عاديکېدو" لوري ته اخلي - له دیپلوماتیکو اړیکو منل نیولې تر دې چې له نړیوالو مالي او امنیتي بنسټونو سره تعامل ته چمتو کېږي - دا ثبوت ګڼل کېږي چې هغه له هغې پروژې لرې شوی چې کلونه یې د هغه په نوم جګړه کړې وه.
د دوی په باور د اسد سقوط یوه تاریخي موکه وه چې پوره شریعتمحوره جوړښت ورته جوړ شي، خو شرع په شعوري ډول دا فرصت د "سیاسي واقعپالنې" په نوم ضایع کړ.
د دې بهیر پایله دا وه چې د شرع د "بدلون" په اړه دوه بېخي جلا تصویرونه جوړ شول: په یو کې، هغه مشر دی چې له جهادي خوځښته د عملګرا، دولتمحوره اسلامپالۍ لوري ته تللی او هڅه کوي د خپلې مذهبي پایګاه او د یوه جګړه ځپلي هېواد د اداره کولو ترمنځ توازن پيدا کړي.
په بل تصویر کې، همدا مسیر د "ایډیولوژیکې بېوسۍ" یو تدریجي بهیر بلل کېږي؛ داسې چې اوس د یو ولسمشر ژبه او لومړیتوبونه له هغه څه بشپړ جلا شوي چې د یوه اسلامپال قومندان په ژبه او لومړیتوبونو کې وو. دا دوه متضاد برداشتونه د شریعت، د داعش پر ضد ائتلاف، اقلیتونو او بهرنيو جنګیالیو په اړه نور بحثونه هم لري.
"د لوېدیځ مهره" او د داعش ضد ائتلاف؛ له پرونیو دوښمنانو سره د همکارۍ تور
د نوي سوریایي حکومت پر ضد د سختدریځو اسلامپالو په مرکز کې دا روایت دی چې ګواکي شرع "د لوېدیځ مهره" ده. هغوی د رسنیزو راپورونو او د لوېدیځو چارواکو د څرګندونو ټوټې سره نښلوي او دعوه کوي چې هغه کلونه وړاندې له ترکیې، امریکا او بریتانیا سره د استخباراتي اړیکو لرونکی و؛ له ترکیې سره په دې ګډ کار چې القاعده مهار کړي، تر دې چې د داعش د شبکو په اړه له نړیوال ائتلاف سره د معلوماتو تبادله وکړي.
هغه راپورونه چې واک ته شرع له رسېدو وروسته د هغه د "عادي کولو" د هڅو او نوم یې د ترهګرو له لستونو د ایستلو په اړه خپاره شول، د جهادي فضا لپاره د دې کیسې تایید بلل شول.
وروسته د لوېدیځو پخوانیو امنیتي چارواکو هغه څرګندونې چې شرع یې "څوک چې اوس زموږ په جبهه کې دی" باله، د منتقدانو ذهنیت لا پیاوړی کړ.
د ۲۰۲۵ نومبر کې له داعش ضد نړیوال ائتلاف سره د سوریې یوځای کېدل د دې بدګومانۍ نقطه اوج وه. دمشق داسې مهال د ائتلاف ۹۰م غړی شو چې د هغه د پوځ مهمې برخې پخوا له هغو جنګیالیو جوړې وې چې پخپله یې د داعش پر ضد په لومړي خط کې جګړه کړې وه.
اوس هماغه ځواکونه باید د امریکا په مشرۍ د یو ائتلاف تر چتر لاندې د هغه دوښمن پر وړاندې وجنګېږي چې یو شمېر سختدریځ روحانیون -که څه هم د داعش نظریات غندي - بیا هم هغه "د اسلام د دایرې دننه" بولي. د دوی په نظر له "کفارو" سره نظامي ملګرتیا ښکاره د "مسلمان پر ضد له کفارو مرسته غوښتل" او حرام دي، بلکې ځینې یې ارتداد ګڼي.
اسلامپاله روحانیون چې له حکومت سره همغږي دي، د دې پرېکړې د امنیتي او سیاسي اړتیا په توګه وضاحت کوي. د سوریې د عدلیې وزیر مظهر ویس دا همکاري تر ډېره "استخباراتي" بللې او ویلي چې په ائتلاف کې رسمي حضور د دولت دریځ قوي کوي او د اغېز فرصت زیاتوي.
په سوریه کې مېشت بانفوذ سعودی روحاني عبدالله محیسني، چې د شرع له سرسختو ملاتړو دی، د "دفع افسد بالفاسد یا فاسدترین په فاسد دفع کولو" قاعدې ته په اشارې استدلال کړی که دمشق څنګ ته شوی وی، نو میدان به په بشپړه توګه د سیالو لکه "د سوریې دموکراتیکو ځواکونو" په لاس کې پاتې شوی وای.
خو دا توجیه د اسلامپالو یوې برخې ته منلو وړ نه ده او داعش هم له دې فضا په ګټه اخیستنې خپله تبلیغاتي او جذبوونکې جګړه پیاوړې کړې ده.
د شریعت، "مجاهدینوو" او اسرائیل پر سر مناقشه
د شریعت نه پلي کېدل او د لنډمهاله اساسي قانون تصویب، د شرع د حکومت پر ضد د برید بل مرکزي محور دی. ډېرو اسلامپالو تمه لرله چې د اسد له سقوط وروسته به "پوځي بری" په چټکۍ د "فقهي بري" په تعقیب بدل شي او سوریه به په رسمي توګه شریعتمحور دولت ته واوړي.
خو هغه لنډمهاله اساسي قانون چې د ۲۰۲۵ کال په مارچ کې تصویب شو، که څه هم اسلام د "قانون جوړونې اصلي سرچینه" بولي، خو دا یې "یوازېنۍ سرچینه" نه ګڼي او نورو حقوقي بنسټونو ته هم ځای ورکوي. د هاني السباعي په څېر اسلامپالو روحانیونو ته دا متن یوازې یو موقتي سازش نه و، بلکې "د شریعت پر حاکمیت اعلان شوې جګړه" ګڼل کېده.
هغه فتواوې چې د سلفي خوځښت مشهور نظریهجوړوونکي ابومحمد مقدسي ته منسوبې دي، له همدې زاویې شرع "مرتد" بولي او په ټاکنو کې ګډون او خلکو ته د رای ورکولو هڅول «"د غیر الهي قوانینو منل" ګڼي.
د دې بهیر په ادبیاتو کې نوی اساسي قانون او هغه سیاسي جوړښت چې ترې راولاړ شوی - پارلمان، ټاکنې او د معاصرې قوې درېواړه څانګې - ټول د دې نښه ده چې حکومت له دوی د مطلوب اسلامي ماډل څخه لیرې روان دی.
په مقابل کې، د حکومت نژدې روحانیون د "تدرج" پر مفهوم ټینګار کوي او وايي چې نوی جوړ شوی دولت نه د داخلي ظرفیت له مخې او نه د بهرني فشار له امله، د شریعت د سملاسي پلي کولو توان لري. هغوی خبرداری ورکوي چې هر عجولانه (بېړنی) اقدام ممکن د نړیوالې انزوا، پراخو بندیزونو او حتی نظامي برید لامل شي.
دا اختلاف په پایله کې یوې لویې پوښتنې ته رسېږي: د "مجاهدینو" ځای په نوي نظام کې څه دی؟ ډېر سختدریځه وايي هغه کسان چې کلونه په جګړه کې د اسد پر ضد ولاړ وو، اوس په واک کې هېڅ برخه نه لري او یوې محدودې کړۍ چې له شرع سره نژدې ده، مهمې څوکۍ په پوځ، امنیتي بنسټونو او دولت کې نیولي دي.
هغوی دا وضعیت "له مجاهدینو سره خیانت" ګڼي، که څه هم په واقعیت کې د هیئت تحریر شام ګڼ شمېر اسلامپاله څېرې اوس پر رسمي څوکيو ګومارل شوي دي.
په وروستیو میاشتو کې ځینو منتقد روحانیونو هڅه کړې چې د خپل دریځ ژبه نرمه کړي. عبدالرازق مهدي، چې مخکې یې سختې نیوکې درلودې، اوس ټینګار کوي چې شرع "حاکم شرعي" دی او د هغه د هیبت ماتول د اهل سنتو سیاسي دریځ کمزوری کولای شي.
حتی مقدسي هم، سره له دې چې په خپل حکم ټینګ ولاړ دی، خبرداری ورکړی چې د حکومت پر ضد اقدام لا وختي دی، ځکه ممکن بدیلونه د سنیانو لپاره تر دې هم ډېر خطرناک وي.
تر ټولو دغو اختلافونو ترڅنګ، له اسرائیل سره د احمد شرع د حکومت چلند هم د اسلامپالو د سختو نیوکو له مهمو موضوعاتو دی.
منتقدان وايي نوی حکومت د اسرائیل پر هغو پرله پسې هوایي بریدونو چې د سوریې د ننه هدفونه په نښه کوي، اغېزناک غبرګون نه دی ښودلی او دا "ځان کنټرولول" د کمزورۍ یا ان د مستقیمې نښتې د ډار نښه ګڼي.
په عین وخت کې هغه اټکلونه چې ګواکي امریکا پر دمشق فشار اچوي چې له اسرائیل سره د اړیکو عادي کولو لوري ته لاړ شي، بدګوماني لا زیاته کړې. د ډېرو اسلامپالو لپاره په دې لوري هر ګام د یوه مهمې اېډیولوژیکې سرې کرښې له ماتولو سره برابر دی.
خو د حکومت نژدې کړۍ ټینګار کوي چې د اوسني لومړیتوب د دولت ټینګښت او پر هغه څه ورټول دی چې د هېواد سوېل کې یو نوی جبهه پرانستل نه شي، ځکه دا به له جګړې وروسته د سوریې نازک امنیتي توازن جدي ګډوډ کړي.
لږکي، بهرني جنګیالي او بندیان: د تاوتریخوالي درې ساحې
د شرع د حکومت سیاست د مذهبي او قومي اقلیتونو، بهرنیو جنګیالیو او اسلامپالو بندیانو په اړه د جهادي ډلو د بدګومانۍ درې نور مهم محورونه دي.
د تندلارو له نظره، سنيان چې د جګړې تر ټولو دروند بار او تلفات یې زغملې دي باید د واک په جوړښت کې اصلي برخه ولري، خو د دوی په باور حکومت د نړیوالې ټولنې د رضایت او د تبعیض د تور د مخنیوي لپاره علویانو، دروزیانو او کردانو ته امتیاز ورکړی دی.
له دې لیدلوري، علویان په ځانګړي ډول د اسد کورنۍ د "تاریخي ظلم" نښه بلل کېږي او هر ډول حضور یې په نوي جوړښت کې د دې معنا لري چې هغوی "نه دي مجازات شوي".
د دروزیانو او کردانو په اړه دا بدګماني د تجزیې له وېري سره تړلې ده. د سویدا دروزیان په دې تورن دي چې د اسرائیلو له احتمالي اړیکو په ګټې اخیستنې سره د خپلواکۍ په لټه کې دي او کردان د "سوریې دیموکراتیک ځواکونو" او پر امریکایانو د تکیې له امله تر شک لاندې دي.
په علوي مېشتو ساحلي سیمو او سویدا کې سیمهییزې نښتې چې دولتې ځواکونه قبایلي سني ډلې او محلي وسلهوال پکې ښکېل وو د اسلامپالو لپاره د دې دلیل ګرځېدلی چې "سني ټولنه باید وسلهواله پاتې شي". هغوی خلکو ته بیا بیا ویلي چې د دولت له لوري د وسلو د امر برعکس خپلو وسلې له ځانونو سره وساتي.
د بهرنیو جنګیالیو حضور هم د ختیځ ترکستان له اویغورانو نیولې تر عربانو او لوېدیځو اتباعو پورې چې د هیئت تحریر شام ترڅنګ یې جګړه کړې د شخړې ټکی ګرځېدلی دی.
دغو جنګیاليو ډېری د هغه برید په بریا کې مهم رول درلود چې د اسد د حکومت په نسکورېدو تمام شو او اوس وېریږي چې د شرع حکومت به یې له امریکا، فرانسې، چین او نورو هیوادونو سره د سیاسي معاملاتو په بدل کې سپاري.
شرع په پاریس کې ویلي چې زړو او نامسؤلو بهرنیو جنګیالیو ته د تابعیت ورکولو امکان شته، خو د نورو په اړه یې دریځ مبهم دی. منتقدان دا ابهام د معاملې د چمتووالي نښه ګڼي.
د اسلامپالو بندیانو موضوع هم خورا حساسه ده. یو شمېر زندانونه چې مخکې د هیئت تحریر شام په واک کې وو اوس د دولت تر کنټرول لاندې دي او د هغو روحانیونو او تندلارو د ساتلو ځای دی چې حکومت یې جدي ګواښ ګڼي.
د دوی د ازادۍ لپاره انلاین کمپاینونو، د ځینو بندیانو د لوږې اعتصابونو او د روحانیونو درخواستونو تر دې دمه کوم لوی بدلون نه دی راوستی.
دولت پلوي وايي د دغو کسانو خوشي کول به د افراطیت او تاوتریخوالي نوې څپه رامنځته کړي. اسلامي منتقدان بیا دا چلن د دې لپاره دلیل نیسي چې شرع تر ټولو سخت چلن له خپلو پخوانیو ملګرو سره کوي نه له سیالانو سره.
انلاین کمپاینونه او د قدرت محاسبې
سره له دې چې سخت انتقادونه، تکفیري فتواګانې او تبلیغاتي کمپاینونه د شرع پر ضد ډېر شوي تر اوسه په اسلامپالو کې هېڅ منسجمه وسله واله جبهه د حکومت پر وړاندې نه ده رامنځته شوې. شنونکي دا وضعیت د دوو بهیرونو د تداخل پایله ګڼي: د جهادي ډلو جوړښتي کمزوري او د منسجم سني بدیل نشتوالی.
کلونه جګړه، داخلي شخړې او پوځي فشار ډېری اسلامي ډلې له منځه وړي یا بې وسلې کړي دي. پاتې قوماندانان او شبکې یا د دولت په رسمي جوړښت کې ورګډې شوې یا په څنډه کې پاتې دي او له داعش سره زړه دوښمنۍ د هر ډول پراخې همغږۍ مخه نیولې ده.
په دې حالت کې هغه اسلامپالي چې د شرع له سیاستونو سره سخت مخالف دي هم په عمل کې د حکومت پر ضد د وسله وال مقاومت لپاره نه امکانات لري نه سازمان.
په ژوره کچه کې د سوریې د سنیانو د راتلونکي سیاسي محاسبې مهم رول لري. د ډېرو روحانیونو او فعالانو لپاره په ټولو انتقادونو سربېره، شرع لا هم یوازېنی انتخاب دی چې په دمشق کې "د سني حاکمیت یو ډول بڼه" ساتي.
د هغه سقوط په داسې حال کې چې بدیل نه شته کولای شي د بهرنیو ځواکونو د لا زیات نفوذ، د نوو لوبغاړو د پیاوړتیا او په پای کې د سنیانو د لا کمزوري کېدو لامل شي. همدې وېري ځینې منتقدان دې ته هڅولي چې له سختو دریځونو شا ته شي او د حکومت ښکاره تکفیرول کم کړي.
په همدې منځ کې داعش هڅه کوي له موجودو تشو ګټه واخلي. دا ډله په خپلو پیغامونو کې ټینګار کوي چې کلونه مخکې یې د شرع او هیئت تحریر شام د "انحراف" په اړه خبرداری ورکړی و او اوس چې د نورو اسلامپالو انتقادونه له دې نقد سره څه مشترکات لري ځان د "ثابت" بدیل په توګه معرفي کوي.
خو، د داعش د طریقو او مذهبي تفسیر لپاره د ډېرو اسلامپالو ترمنځ پراخه کرکه د دې ډلې تر بیرغ لاندې د یوې متحدې جبهې د جوړولو مخه نیولې ده.
په پای کې د شرع حکومت د واکمنۍ د لومړي کال په اوږدو کې د دوو فشارونو تر منځ روان پاتې شوی: د امنیتي همکاریو او شعارونو د نرمولو لپاره بهرني فشارونه او د "سني پروژې" د پیاوړتیا لپاره د خپل اسلامي بنسټ د یوې برخې غوښتنې.
دغه نازک توازن تر دې دمه د حکومت د بقا لامل شوی خو انلاین کمپاینونه، توندې فتواوې او د داعش هڅې چې ناراضه اسلامي کسان جذب کړي ښيي چې د سوریې د راتلونکې او د اسلامپالو د رول جګړه لا هم په لومړنیو پړاوونو کې ده.