عمران خان: افغانستان کې د عملیاتو لپاره پاکستان کې د امریکا حضور ته قطعاً اجازه نه ورکوو'

د عکس سرچینه، AFP
د پاکستان لومړی وزیر وايي، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته به سي ای اې ته د دې لپاره پاکستان کې د حضور اجازه قطعاً ورنه کړي چې د دوی له خاورې افغانستان کې د ترهګرۍ ضد عملیات وکړي.
نوموړي دا څرګندونې له اکسیوس سره په یوه مرکه کړې دي.
کله چې له ښاغلي خان وپوښتل شول، چې ایا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته به پاکستان پخپله خاوره کې د پولې هاخوا افغانستان کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو لپاره ځای ورکړي؟ د نوموړي ځواب دا و چې:
"قطعاً نه! پاکستان به پر خپله خاوره له پولې هاخوا د ترهګرۍ ضد عملیاتو لپاره د اډو جوړولو اجازه قطعاً ورنه کړي."
په پام کې ده چې له افغانستانه امریکايي ځواکونه د راتلونکې سپتمبر میاشتې تر ۱۱ ووځي، خو اندېښنه دا ده چې افغانستان به د ترهګرۍ ضد او څارګرو عملیاتو وړتیا ولري او که نه.
د امریکا د ولسمشر جو بایډن اداره په مرکزي اسیا کې د خپلو عملیاتو ډېرولو غوراوی لري، چې په افغانستان د ترهګرو شبکو په اړه د معلوماتو راغونډولو پلان وساتلی شي.
پر پاکستان تل تور لګول کېږي، چې له افغان طالبانو سره نژدې اړیکې لري، خو دغه هېواد دا تورونه تل رد کړي دي.
د امریکا څارګرې ادارې د پاکستان له خاورې له افغانستان سره پر پوله د امریکا څارګرې ادارې سلګونه ډرون او د ترهګرۍ ضد بریدونه کړي دي.
عمران خان چې په ۲۰۱۸ کال کې لومړی وزیر وټاکل شو، وايي هېواد به یې یوځل بیا سي ای اې یا د امریکا ځانګړو ځواکونو ته پخپله خاوره کې ځای ورنه کړي.
"سیاسي ځانوژنه"
ځینو شنونکو پاکستان کې د سي ای اې یا د امریکا د ځانګړو ځواکونو اډو جوړېدو سره د عمران خان هوکړه د نوموړي لپاره 'سیاسي ځانوژنه' بللې ده.
دا پرمختګ داسې مهال شوی، چې په وروستیو کې اسلام اباد ته د سي ای اې د مشر ویلیم برنز د نااعلان شوي سفر پرمهال نوموړي له لومړي وزیر عمران خان سره نه وو لیدلي، خو د پاکستان د څارګرې ادارې له مشر سره یې کتلي وو.

د عکس سرچینه، Getty Images
د روانې میاشتې لومړیو کې د سپینې ماڼۍ امنیتي سلاکار جېک سولیوان ویلي وو، امریکا له پاکستان سره رغوونکی بحث درلود، چې ډاډه شي افغانستان به یوځل بیا د هغو ترهګرو پر اډې نه بدلېږي چې پر امریکا بریدونه وکړای شي.
ښاغلي برنز خبرداری ورکړی و چې القاعده شبکه او "اسلامي دولت" نومې ډله په افغانستان کې یوځل بیا د پیاوړې کېدو په حال کې ده چې لوی خطر پېښولی شي.
دوې ورځې مخکې، د امریکا د فاع وزیر لویډ اسټن ويلي وو، د دې امکان شته چې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د دوو کلونو په موده کې القاعده بیا منظمه او امریکا ته ګواښ پېښ کړي.
لویډ اسټن چې د امریکا مشرانو جرګې (سنا جرګې) د یوې جرګګۍ د غړو پوښتنې ځوابولې له افغانستان یې امریکا ته د القاعده او داعش ډلو پېښېدونکی احتمالي خطر متوسط وباله.
د امریکا او طالبانو د دوحې هوکړې له مخې طالبانو ژمنه کړې چې له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره اړیکي پرې کوي.
خو افغان حکومت، ملګري ملتونو او امریکايي چارواکو په تېر کې ویلي چې د القاعده او طالبانو ترمنځ لکه د تېر په څېر اړیکي شته او القاعده ان په بریدونو کې له طالب وسله والو سره برخه اخلي.
طالبان دا تورونه ردوي او ټېنګار کوي چې د دوحې هوکړې له مخې یې عمل کړی دی.









