اسرائیل وايي په غزه کې یې د حماس لوړپوړی چارواکی وژلی

غزه

د عکس سرچینه، Reuters

اسرائیلو ويلي چې د شنبې په ورځ (۱۳ ډسمبر) یې په غزه کې پر يوه موټر د برید په ترڅ کې د حماس يو لوړ پوړی قومندان وژلی دی.

د اسرائیلو پوځ او امنيتي ادارې شېن بېټ په یوه ګډه اعلاميه کې ويلي، په غزه ښار کې یې د حماس د پوځي څانګې د قسام لوا د وسلو د توليد مشر رائید سعد "له منځه وړی" دی.

سعد د قسام لوا یو له تر ټولو نامتو قومندانانو ګڼل کېده او پر اسرائیلو د اوکټوبر اوومې نېټې بريدونو پر مهال یې د څو لواګانو مشري پر غاړه لرله.

د حماس تر واک لاندې د ملکې دفاع ادارې ویاند، محمود بصل بي بي سي ته ويلي چې په دغه بريد کې څلور کسان وژل شوي. نوموړي زیاته کړې چې د چاودنې له کبله څو لارويان هم ټپيان شوي دي.

په غزه کې د حماس يوه ځايي چارواکي بي بي سي ته ويلي چې په دې برید کې د سعد مرستيال او يو بل ټيټ رتبه چارواکی هم وژل شوی چې نوم یې ابو عماد اللبن ښودلی دی.

اسرائیل بي بي سي ته اجازه نه ورکوی چې له غزې په خپلواکه توګه راپور ورکړي او له همدې کبله د دې خبر پخلی نشي کولی.

د اسرائيلو دفاعي ځواکونو او امنيتي ادارې په ګډه اعلاميه کې ويل شوي چې سعد د "هغو ډېرو سرتېرو د وژل کېدو مسوول" و چې په غزه کې د چاودنو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

باور کېږي چې سعد د مشرتابه به کچه د پنځه کسيزه نوې جوړې شوې پوځي شورا غړی و چې د اوکټوبر له مياشتې راهيسې د اوربند له جوړېدو وروسته رامنځته شوې ده.

اسرائیلو څو ځله د هغه د وژلو هڅه کړې وه چې تر ټولو مهمه یې د ۲۰۲۴ کال په مارچ مياشت کې په غزه ښار کې وه، خو دی د عملیاتو له پیل مخکې په تېښته بريالی شوی و.

دی له ډېرې اوږدو مودې راهيسې د حماس له هغو کسانو ګڼل کېده چې د اسرائیلو تر څار لاندې و او له دوو لسيزو راهيسې یې د هغه د وژلو هڅه کوله.

د شنبې ورځې بريد د فلسطینيانو تر واک لاندې له ژېړې کرښې هغه خوا وشو. د اوکټوبر لسمې نېټې اوربند وروسته غزه په دو برخو وېشل شوې ده.

اسرائیلي ځواکونه د دې کرښې ختيځ لوری کنټرولوي چې د غزې تړانګې له نیمايي لږ زياته برخه په کې شامله ده.

په غزه کې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د شل ماده ييزه پلان لومړني پړاو کې د ۲۰ ژونديو او ۲۸ وژل شويو يرغملو خوشي کول شامل وو. له يوه پرته نور ټول ژوندي او مړه يرغمل سپارل شوي دي.

حماس د ۲۰۲۳ کال د اوکټوبر پر اوومه پر اسرائيلو بريد وکړ چې په ترڅ کې یې ۱۲۰۰ تنه ووژل شول او له ۲۵۰ تنه زيات یې يرغمل کړل.

په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې د روغتيا وزارت شمېرې ښيي چې د اسرائيلو په بريدونو کې له ۷۰ زره زيات فلسطينيان وژل شوي دي.