پاکستان اوس ولې بلوچستان کې پوځي اډه جوړول غواړي؟

پاکستان ایئر فورس

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, محمد اعظم، کاظم خان
    • دنده, بي بي سي

د پاکستان هوايي ځواک بلوچستان صوبه کې د نوې هوايې اډې پر جوړولو غور کوي. د نصیر اباد ضلعې مرستیال کمېشنر بي بي سي ته ویلي، هوايي ځواک د ځمکې لپاره له ځايي چارواکو سره اړیکه نیولې او بیا د دې سیمې نوتال کې ځمکه کتل شوې ده.

دا خبره په داسې مهال ده چې فرانس خبري اژانس وايي، د پنټګان یا امریکا دفاع وزارت یو چارواکي ډېوېډ هیلوی وايي، پاکستان دوی ته اجازه ورکړې چې افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د ملاتړ لپاره یې هوایي او ځمکنۍ لار وکاروي.

نوموړي مشرانو جرګې ته تېره اونۍ دا هم وویل، چې امریکا له پاکستان سره ګډې هڅې کوي؛ ځکه افغانستان کې د ټیکاو لپاره د پاکستان رول ډېر مهم دی.

تر دې خبرونو وروسته خواله رسنیو کې وویل شول چې نصیر اباد کې هوايي اډه د امریکايي پوځ په غوښتنه جوړېږي او امریکا به یې کاروي، خو د پاکستان هوايي ځواک او بهرنیو چارو وزارت دا خبر ردوي او وايي، دا ډول کوم وړاندیز ورته نه دی شوی.

د هوايي ځواک ویاند بي بي سي ته وویل، بلوچستان کې نوې هوايي اډه جوړول دودیزه خبره ده او لا یې هم په تړاو پرېکنده پرېکړه نه ده شوې.

د هغه په خبره، د دې اډې لپاره څلورو ځایونو باندې غور کېږي، خو لا هم وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

له بلې خوا د پاکستان بهرنیو چارو وزارت هم د دې خبر ردولو سره وايي، دغه هېواد کې نه کوم امریکايي پوځي شته او نه هم اډه، نه پر داسې اړوند وړاندیز غور شته:

"په دې تړاو ټولې ګنګوسې بې بنسټه او بې مسؤلیته دي او ډډه ترې پکار ده."

نوتال د بلوچستان نصیر اباد له مرکز ډیره مراد جمالي ۲۵ کیلومتره لرې ډاګي سیمه ده چې ډېره برخه یې وچه هم ده.

د پاکستان هوايي ځواک ویاند هم امریکا ته د اډې ور کولو خبرونه ګنګوسې بولي او وايي، که د دې هوايي اډې جوړولو پرېکړه منظوره شي شپه په شپه به جوړ نه شي، بلکې تر اتو لسو کلونو وخت به ونیسي.

د نصیر اباد مرستیال کمېشنر هم بي بي سي سره خبرو کې وايي، دا وړاندیز د نوي اډې لپاره نه دی بلکې د عملیاتي ځای لپاره دی:

"د پاکستان هوايي ځواک کومه مېنه جوړوي، کوم عملیاتي ځای جوړوی یا هم کومه زېربنا جوړوي، خو دا کومه لویه هوايي اډه نه ده."

د هغه په خبره، د پاکستان هوايي ځواک دې ګام سره به سیمه کې پرمختګ وشي.

د روانې میاشتې لومړیو کې د پاکستان هوايي ځواک چارواکي دې ځای ته ورغلي وو.

پاکستان امریکايي پوځ ته اډه ور کوي؟

هوايي ځواک او ځايي چارواکو څو ورځې مخک ېنوتال کې د هوايي اډې لپاره ځمکه وکته.

د عکس سرچینه، APP

د عکس تشریح، هوايي ځواک او ځايي چارواکو څو ورځې مخک ېنوتال کې د هوايي اډې لپاره ځمکه وکته.

متقاعد تورنجنرال امجد شعیب بي بي سي ته وویل، د پاکستان پوځ اوس امریکا ته کومه هوايي اډه نه ور کوي.

د هغه په خبره، دا مهال نصیر اباد کې داسې اسانتیا نشته او دا هوايي ډګر د سي پېک له پلوه هم اهمیت لري:

"که د سي پېک خلاف کوم سازش وي، نو له دې هوايي اډې سره به هر ډول منفي هڅې له منځه وړل کېږي."

امجد شعیب وايي دا هوايي اډه ډېره ډېره لویه نه ده، ځکه موخه یې سوېلي سیمه کې امن ټینګول دي.

هغه دا هم وايي، که اړتیا وي، نو امریکا به د چمن سړک ته لاسرسی ولري او تر دې مخکې یې هم دا سړک کارولی دی.

نوموړی دا هم وايي، که امریکايي پوځ ته اکمالات کېږي، نو د کراچۍ هوايي ډګر سره کېدلی شي، خو له افغانستان د امریکايي پوځ وتلو سره دا اړتیا هم ډېره کمېږي.

امجد شعیب وايي، د ترهګرۍ ضد هڅو کې د نصیر اباد هوايي اډې کارول هم ډېر وخت نیسي:

"اوس هم له کوټې ځواب وایو، د جیکب اباد هوايي اډه هم ډېره نژدې نه ده. که څه هم جیکب اباد یو څه لرې دی، خو د هند سرحد ته په پام یو ځانګړی اهمیت لري. "

د انګریزي ورځپاڼې "ایکسپرېس ټرېببون" د دفاعي چارو خبریال کامران یوسف بي بي سي ته وویل، امریکا اوس هم سیمه کې په یو نه یو ډل پاتېدل غواړي او دا د پاکستان د پوځي چارواکو هیله هم ده.

کامران یوسف وايي، پوځي مشرتابه پوهېږي چې که سیمه کې امریکا وي، نو پاکستان به هم یوه برتري په دې ولري چې واشنګټن بیا پاکستان ته اړتیا لري.

هغه زیاتوي په تاریخي ډول هم پاکستان له امریکا سره دا ډول مرسته کړې ده، خو د عوامو له مخالفت د ځان بچولو لپاره د داسې تړونونو په هکله سملاسي څه نه ویل کېږي.

د نوموړي په باور، دا امکان شته چې د دواړو هېوادونو ترمنځ داسې تړون وشي چې له مخې یې دا ډول مرسته جاري وساتل شي.

د هغه په خبره، د سپټمبر ۱۱ له بریدونو وروسته پروېز مشرف د مرکزي قومندانانو غونډه کې د بې پرې یا شنډ حالت خبره کړې وه، خو وروسته مالومه شوه چې شمسي هوايي اډه تر دې مخکې امریکا ته سپارل شوې وه.

د پروېز مشرف وخت یو مرکزي قومندان شاهد عزیز خپل کتاب "تر کله دا خاموشي" کې لیکي: "ښاغلي مشرف د پوځ لوی درستیز په توګه د مرکزي قومندانانو ناسته کې وویل، پاکستان له امریکا سره مسلو کې شنډ حالت لري، خو وروسته مالومه شوه چې شمسي هوايي اډه لا د مخه امریکا ته سپارل شوې وه."

کامران یوسف وايي، ایوب خان د شوروي اتحاد خلاف امریکا ته د پېښور هوايي اډې وړاندیز کړی و، خو اوس حالت بدل دی او تر داسې مرستې مخکې چین هم له پام نه شي غورځېدی او اسلام اباد به دې برخه کې د چین باور هم ضرور خپلوي.

جیکب اباد ته نژدې بله اډه

بلوچستان

د عکس سرچینه، Getty Images

جیکب اباد له بلوچستان سره د سیند نښتې سرحدي ولسوالۍ ده او د بلوچستان د نصیر اباد سره تړلي جعفر اباد سوېل ختیځ کې سرحدي سیمې جیکب اباد سره نښتې دي.

جیکب اباد کې شهباز هوايي اډه د پاکستان هوايي ځواک یوه ستره اډه ده. نوتال د سیند له جیکب اباد ۷۰ کیلومتره واټن لري.

پر افغانستان د امریکا له یرغل وروسته د امریکا هوایي ځواک جیکب اباد افغانستان کې د القاعده او طالبانو پرضد پوځي عملیاتو لپاره کاراوه.

د جیکب اباد په څېر افغانستان د نوتال شمال ته پروت دی. د جیکب اباد او نوتال سوېلي یا سوېل لوېدیځو سیمو سره د افغانستان نښتې یا ور څېرمه سیمې له بلوا ډېرې اغېزمنې دي.

څنګه چې جیکب اباد هواېې اډې ته نوتال نژدې دی دا ډول نوتال ته نژدې سبۍ ولسوالۍ کې هم هوايي اډه شته.

د انګرېزانو وخت دا اډه که څه هم ډېره لویه او نوې نه ده، خو پر سي ۱۳۰ الوتکو سربېره وړې الوتکې یې هم کاروي.

امریکا بلوچستان کې کومه اډه کارولې؟

پاکستان ایئر فورس

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان له پولې سره د بلوچستان شپږ ولسوالۍ یا ضلعې نښتې چې پکې ژوب، قلعه سیف الله، پشین، قلعه عبدالله، نوشکۍ او چاغي راځي.

دا ولسوالۍ د انګرېزانو وخت کې د برتانوي بلوچستان برخه وې او انګرېزانو د نازي جرمني او پخواني شوروي د ممکنه پرمختګ د مخنیوي لپاره پکې ډېرې وړې وړې هوايي اډې جوړې کړې وې.

خو د پاکستان تر جوړېدو وروسته ژوب او د چاغي په دالبندین کې هوايي اډه جوړه شوه.

داسې ښکاره رپوټونه نشته چې دې سیمو کې هوايي اډه افغانستان کې د امریکا د بریدونو لپاره کارېدلي وي، خو د چاغي سره نښتي خاران ولسوالۍ کې شمسي هوايي اډه په ښکاره د دې عملیاتو لپاره کارېدلې ده.

خو پر سلاله پوسته د امریکا تر برید وروسته امریکايي پوځ ترې ووت.

نوتال کې د هوايي اډې د نوي پلان خبرونه د بلوچستان ځايي رسنیو کې ډېر مشهور شوي نه دي چې له امله یې د سیاسي ګوندونو غبرګون هم تر اوسه نشته، خو د بلوچستان کې ملتپال ګوند بلوچستان نېشنل موومنټ د دې پلان مخالفت کړی دی.

د دې ګوند مشر خلیل بلوچ دا پلان بلوچستان کې ستر پوځي پلان بللی او وايي، دولت او پوځي ادارې دې سره پر بلوچستان اوږدمهالې ولکه او پر یوه پوځي اډه د بلوچ وطن بدلولو پالیسي باندې په چټکۍ کار کوي.