د بلوچستان ترينګلی حال

د ویډیو تشریح، د بلوچستان ترينګلی حال

له تېرو څو کلونو راهيسې د بلوچستان مرکزي ښار کوټه کې امنيتي حالت ترينګلی دی، او په وار وار بريدونو کې حکومتي ودانۍ او امنيتي ځواکونه په نښه شوي دي. د روان ۲۰۱۷ کال لومړيو شپږو مياشتو کې بلوچستان کې ۴۰ امنيتي کسان وژل شوي دي. د مرکزي حکومت د ځواکونو پرتله پر پوليسو بريدونه ډېر کېږي. خدای نور ناصر پوليسو مرګژوبلې په اړه راپور راکوي.