ایران نطنز اټومي بټۍ کې چاودنه د تخریب له امله بولي

د ایران د اټومي انرژۍ ادارې ویاند بهروز کمالوندي نطنز اټومي بټۍ کې وروستۍ چاودنه د تخریب له امله بولي.

نوموړي العالم تلوېزون ته وویل: "امنیتي ارزونې دا پېښه دسیسه بولي او نطنز کې چاودنه شوې، چارواکي به مناسب وخت کې دا هم ووايي، چې دا چاودنه څنګه او کومو موادو سره شوې او جزیات یې څه دي. "

د هغه په خبره، د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس مشر رافایل ګروسي نن تهران ته روان دی او د دوو ځایونو کتل غواړي؛ چې یو اصفهان کې ضای ښار او بل تهران ته نږدې دی.

د هغه په خبره، ایران له پیله خپلو اټومي ځایونو ته د لاسرسي مخالف نه دی، خو باوري دی چې د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس پوښتنې "د کلکو دلایلو، سندونو او بنسټونو له مخې وي. "

نوموړي دا هم وویل، چې ایران له درې ټنو ډېرې ټینګې اوبه تولید کړې او غواړي ځینې دا اوبه د څو اروپايي هېوادونو په ګډون بهر ته ولېږي، خو د امریکا د فشار له امله د دې هېوادونو نوم اخیستلی نه شي.

نطنز کې چاودنه

ښاغلي کمالوندي د چنګاښ یا سرطان پر دوولسمه د اصفهان ولایت په نطنز یورانیم بډایولو بټۍ کې د چاودنې خبره وکړه.

دې پېښې ته ډېر غبرګون وښودل شو او هغه مهال اټکل کېده چې دا چاودنه قصدي وه.

د ایران د ملي امنیت سترې شورا له پېښې یوه ورځ وروسته وویل، لامل یې ښه مشخص کړی، خو د امنیتي اندېښنو له امله به یې مناسب وخت کې اعلان کړي.

که څه هم ایران وړه پېښه بلله، خو د سپوږمکۍ انځورونو ښوده چې د نطنز د سانتریفیجونو د مونتاج مرکز ودانۍ ته ډېر زیان اوښتی دی.

اسراییل ته ګوته نیول

له چاودنې یوه ورځ وروسته د امریکا نیویارک ټایمز ورځپاڼې منځني ختیځ کې د یوه استخباراتي چارواکي له خولې وویل، "د سانتریفیجونو د انډولولو یا بیلانسولو تالار کې-چې لا یې هم کار پیل کړی نه و- چاودېدونکې وسیله لګول شوې او چاودنه ور کړل شوې ده. "

دې ورځپاڼې دا اټکل هم وکړ چې ښايي "د تخریب دا کار" د اسراییل وي.

خو د اسراییل ډېر چاپې ورځپاڼې یدیعوت اخرونوت د خپل هېواد د استخباراتي چارواکو له خولې دا تخریبي کار رد کړ او وزیاته یې کړه، خجیر کې چاودنه او شېراز کې د برېښنا لېږد مرکز کې اور او چاودنه د تخنیکي ستونزو له امله و.

د ایران د دافع هوا یوه مرکز مشر غلام رضا جلالي هم هغه مهال وویل: "بنسټونو کې د ټولو پېښو جرړه د دوښمن کار نه شو بللی. "

خو بیا هم د ایران حکومتي رسنیو کې د چارواکو نظرونه او لیکنې ښيي چې چاودنه تصادفي نه وه.

ایرانیو چارواکو دا هم ویلي، که ثابته شوه چې وروستیو پېښو او اور کې بهرنی عامل لاس لري، نو غچ به واخلي.

تېرو دوو میاشتو کې د ایران نظامي او صنعتي بنسټونو کې د چاودنو او اور لېګدنو په هکله ډېر شکونه کېږي؛ هغو کې د نطنز پر پېښه سربېره د تهران ختیځ ته پارچین بټۍ ته نږدې چاودنه- چې وړانګې یې د ښار نورو برخو کې هم ولیدل شوې- د شېراز برېښنا وېش مرکز کې چاودنه او د تهران شمال ته په کلېنیک کې اور او چاودنه یادولی شو.