تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ایران نطنز اټومي بټۍ کې اور "ډېر زیان" اړولی دی
ایراني چارواکي وايي، د نطنز اتومي بټۍ کې ښايي سایبري ګډوډي د اور لګېدو لامل شوې وي، چې مهمې اټومي اسانتیاوې یې ویجاړې کړې دي.
د ایران د اتومي انرژۍ د ملي ادارې ویاند بهروز کمالوندي ویلي، په اور کې د سوځېدلو توکو او اسانتیاوو بیارغونه په عصري وسایلو پیل شوې ده.
اور د بټۍ د ننه لګېدلی و، چې د ایراني چارواکو په وینا، ښايي د سایبري ګډوډۍ له امله رامنځ ته شوی وي.
هغه ځای چې اور سوځولی، د بډایه شویو یورانیمو د تولید مرکز دی، چې د اتومي وسلو جوړېدو فعالیت پکې روان و.
بهروز کمالوندي وايي، امنیتي چارواکو د "امنیتي لاملونو" له کبله د اور د لامل په اړه لا تر اوسه څه نه دي ویلي.
دی وايي، "اور ډېر زیان اړولی، خو څوک پکې نه دي وژل شوي."
پنجشنبې په ورځ څه پېښ شول؟
د ایران د اتومي انرژۍ ادارې د سوځېدلې ودانۍ یو انځور خپور کړی، چې د امریکايي شنونکو په وینا، دا د اټومي فعالیت یوه بیخي نوې جلا څانګه ده.
رویټرز خبري اژانس د ایراني چارواکو له خولې ویلي، باور کوي چې "الکترونیکي برید" د اور لامل شوی وي، خو تر اوسه یې په دې اړه کوم ثبوت نه دی وړاندې کړی.
د اتومي انرژۍ نړیوالې ادارې - چې د تهران او لویو قوتونو ترمنځ د اتومي هوکړې د عملي کېدو څارنه هم کوي - ویلي، د خپل څار د فعالیت اټکل نه کوي.
ایران وايي، اتومي پروګرام یې د سوله ییزو موخو لپاره دی او دا تورونه ردوي چې ګنې د اتومي وسلو جوړولو په هڅه کې دی.
د نطنز بټۍ اهمیت؟
نطنز بټۍ له تهران کابو ۲۵۰ کیلومتره لیرې سوېل کې پرته ده چې دا په ایران د یورانیمو د بډایولو تر ټولو لویه بټۍ ګڼل کېږي.
ایران د ۲۰۱۵ کال د اتومي هوکړې له مخې، منلې چې د ټیټې کچې یورانیم به تولیدوي، چې د ۲۳۵ یورانیمو ۳ او ۴ ترمنځ سلنه اندازه به ولري.
په اتومي وسلو کې د کارېدونکو بډایه شویو یورانیمو کچه باید ۹۰ سلنه یا ډېره وي.