اسرائیل کې د ۵ زره کلن ښار نښې موندل شوې دي

د عکس سرچینه، ISRAEL ANTIQUITIES AUTHORITY
په اسرائیل کې د یوه پنځه زره کلن تاریخي ښار پاتې شونې موندل شوي دي. دا په دې سیمه کې تر ټولو لرغونی ښار دی چې کشف شوی دی. څېړونکي وایي چې دې ښار سړکونه او عبادت ځایونه درلودل او پر یوه وخت تر شپږ زره کسانو پکې ژوند کاوه.
د دې ښار د پاتې شونو د ارزولو پر مهال کارپوهانو د یوه ۷ زره کلن تمدن څرک هم لګولی دی. د اسرائیلو لرغون پیژندونکي په دې باور دي چې موندنې یې خورا مهمې دي.
دوی وايي دا ځای په "عین اشور" مشهوره دی او ۱۶۱ هکتاره دی. په دې ځای کې داسې ښکاري چې د استوګنې سیمې، سړکونه، عامه ځایونه ډیزاین شوې وي.
په دې ځای کې شاوخوا څلور میلینونه توکي موندل شوي دي، چې پکې د انسانانو او حیواناتو کوچنې او نادرې مجسمې، د خاورو ټوټې او یو شمېر نور توکي دي چې ځینې یې له مصره راغلي دي.

د عکس سرچینه، ISRAELI ANTIQUITIES AUTHORITY
په دې ځای کې د څارویو سوځېدلي هډوکي موندل شوي دي او داسې ښکاري چې اوسېدونکو یې د ځناورو قرباني کوله.
داسې باور کېږي چې په دې ښار کې دوه د اوبو چینې وې او کرنیزې ځمکې یې هم حاصل خېزې وې، او ښايي همدا یې لامل وي چې باتمدنه ژوند وکړي.

د عکس سرچینه، ISRAELI ANTIQUITIES AUTHORITY
په دې سیمه کې لږترلږه دوه کالو راهیسې لرغون پیژندونکو د خاورې ایستلو چاره پیل کړې وه او په دې پروژه کې شاوخوا ۵ زره ځوانانو ګډون کړی و.
دا ځای هغه وخت وموندل شو چې کله په دې سیمه کې یو نوی سړک جوړېده.

د عکس سرچینه، ISRAELI ANTIQUITIES AUTHORITY

د عکس سرچینه، ISRAELI ANTIQUITIES AUTHORITY

د عکس سرچینه، ISRAELI ANTIQUITIES AUTHORITY










