د عکسونو البوم: مصر کې ۴ زره کلنه هدیره موندل شوې
په مصر کې لرغون پېژندونکو داسې هدیره موندلې چې ۴ زره کلن لرغونی تاریخ لري.
د لرغون توکو مصري چارواکي وايي، دا د نورو پرتله مهمه موندنه ده.
ددې مقبرې په دیوالونو په پخوانۍ مصري ژبه لیکل او نظارې کښل شوي. ویل کیږي په دې هدیره کې د فرعونیانو مجسمې هم شته. دا هدیره د قاهرې اهرامونو شاوخوا د ثقاره کمپلکس په نوم سیمې ته نژدې موندل شوې.
د عکس تشریح، په مصر کې لرغون پېژندونکو داسې هدیره موندلې چې ۴ زره کلن لرغونی تاریخ لري.
د عکس سرچینه، AFP/GETTY IMAGES
د عکس تشریح، دا هدیره د قاهرې اهرامونو شاوخوا د ثقاره کمپلکس په نوم سیمې ته نژدې موندل شوې.
د عکس سرچینه، AFP/GETTY IMAGES
د عکس تشریح، هدیرې ته د ننوتلو لار.
د عکس سرچینه، AFP/GETTY IMAGES
د عکس تشریح، پر دیوالونو انځورګرۍ او لیکلو کې ښکاري چې په دې هدېره کې راهب چې نوم یې "واح تي" دی له خپلې مور، مېرمنې او نورو خپلوانو سره په دې هدیره کې ښخ شوي دي.
د عکس سرچینه، Ronald Grant
د عکس تشریح، په دې مقبره کې مجسمې هم شته دی.
د عکس سرچینه، Reuters
د عکس تشریح، مصطفی عبدو ددې لس متره اوږدې او درې متره لوړې هدیرې د ساتلو مسولیت لري.
د عکس سرچینه، Reuters
د عکس تشریح، په پخواني مصر کې راهبانو ځانګړی ارزښت درلود.
د عکس سرچینه، EPA
د عکس تشریح، لرغون پېژندونکي وايي چې ددې ۴ زره کلنې لرغونې هدیرې وضعیت ډېر ښه دی.
د عکس سرچینه، Reuters
د عکس تشریح، مصري اړوند چارواکي وايي، دا د فرعونیانو پنځمې سلسلې پورې د اړوند کورنۍ مجسمې دي.
د عکس سرچینه، EPA
د عکس تشریح، دې انځورګرۍ کې ښکاري چې راهب له خپلې کورنۍ سره ناست دی.د عکس تشریح، په دغه هدیره کې د کنسرټونو، د شراب جوړولو، د ښکار، د مجسمو او د راهب شخصي پیژندنې نقاشي شوې.