ټرمپ: د استخباراتي کمېټې مشر 'خیانت' کړی،‌ و یې نیسئ

ټرمپ

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ټرمپ په ځینو نورو ټوېټونو کې پر دیموکراتانو هم نیوکې کړې او هغه کس یې پړ بللی چې د ده پرضد یې پټ شکایت راپورته کړی دی.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په یوه ټوېټ کې د مشرانو جرګې د استخباراتو کومیټې پر مشر اډم شیف د خیانت تور لګولی او د هغه د نیولو امر یې کړی دی. ولسمشر ټرمپ وايي: "شیف یوه خطرناکه خبره تړلې ده او د اوکراین له ولسمشر سره یې تیلیفوني خبرو کې ما ته منسوبه کړې او په کانګرس کې یې وکیلانو او د امریکا ولس ته اورولې ده."

دی وايي: "دا خبره له ما سره هېڅ تړاو نه لري. هغه د لوی خیانت په تور ونیسئ."

ټرمپ په ځینو نورو ټوېټونو کې پر دیموکراتانو هم نیوکې کړې او هغه کس یې پړ بللی چې د ده پرضد یې پټ شکایت راپورته کړی دی.

د ټرمپ دا ټوېټونه داسې مهال شوي چې د امریکا مشرانو جرګې مشرې نانسي پلوسي د ټرمپ د لیرې کولو لپاره د هغه په اړه رسمي څېړنه پرانیسته.‌

په څېړنه کې به د جولای د ۲۵مې د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي سره د ټرمپ ټیلېفوني خبرې څېړل کېږي.

د امریکا یوه استخباراتي چارواکو د اګسټ پر ۱۲مه د ټرمپ پرضد یو پټ لیک وړاندې کړ چې په وینا یې ټرمپ د اوکراین پر ولسمشر فشار راوړی و چې د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو د احتمالي نوماند جو بایډن د فعالیتونو او بریا مخه ونیسي.

جوبایډن د ۲۰۲۰ کال ټاکنو کې د ښاغلي ټرمپ ممکنه سیال دی.

اډم شیف له اوکرایني ولسمشر سره د ټرمپ پر ټیلېفوني خبرو نیوکه وکړه چې په وینا یې د امریکا ولسمشر له یوه بهرني دولت سره داسې خبرې کړې لکه "د مافیا مشر" چې وي.

پلوسي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پلوسي له دې مخکې د ټرمپ د استیضاح په مقابل کې ولاړه وه

که مشرانو جرګه د ولسمشر ټرمپ د لیرې کولو پرېکړه وکړي،‌ نو دی اړ دی چې د مشرانو جرګې - چې جمهوریپال پکې اکثریت دي - پر وړاندې راڅرګند شي.

خو د ولسمشر ټرمپ د لیرې کولو لپاره د درېیو برخو وکیلانو موافقې ته اړتیا ده.‌