ټرمپ: امریکا له بې ساري خطر سره مخامخ ده

ډونلډ ټرمپ

د عکس سرچینه، European Photopress Agency

د عکس تشریح، ټرمپ پر ده هغه لګول شوي تورونه رد کړي چې ګني له واکه ناوړه ګټه اخلي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، د دیموکراتانو له خوا د هغه د لیرې کېدو د فشارونو له ډېرېدو سره یې هېواد له هر بل وخت ډېر له کم ساري خطر سره مخامخ دی.

پر ټوېټر په یوه خپره شوې وېډیو کې ټرمپ دیموکراتانو ته خبرداری ورکړی چې ولې د "اساسي ازادیو سلبولو" هڅې کوي.

نوموړي ویلي، د ده موخه دا ده چې د "امریکایانو پخاطر مبارزه" وکړي.

د امریکا مشرانو جرګې، چې لاسبري غړي یې دیموکراتان دي، د ټرمپ د استیضاح لپاره کمپاین پیل کړی، دوی پر ټرمپ تور لګوي چې ګني له واکه ناوړه ګټه اخلي.

ټرمپ دا ډول تورونه رد کړي او وايي چې د دوی دښمني شخصي انګیزې لري.

رپوټونه وايي، چې ټرمپ د اوکراین پر ولسمشر ولادیمي زیلینسکي فشار ډېر کړی چې د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماند جو بایډن مخه ونیسي.

د مشرانو جرګې درېیو جرګګیو د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پومپیو غوښتي چې د دې قضیې په تړاو باوري اسناد وړاندې کړي.

په مقابل کې ټرمپ وايي، جو بایډن، چې د مخکني ولسمشر بارک اوباما مرستیال و، په ۲۰۱۶ کال د اوکراین د پخواني مرستیال لوی څارنوال ویکتور چوکین د استعفا لپاره ډېرې هلې ځلې کړې دي.

خو ټرمپ په دې اړه کوم ثبوت وړاندې نه کړ.

څارونکي دا لیرې بولي چې له سپینې ماڼۍ دې د ټرمپ د لیرې کولو لپاره هڅې کارنده وي ان که مشرانو جرګه هم ددغه ګام پوره ملا وتړي.