تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
نتنیاهو: د ایران اتومي پروګرام زرګونه مخه پټ معلومات مو ترلاسه کړي
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په یوه تلوېزیوني وینا کې د ایران د اتومي پروګرام د زرګونه مخه پټو معلوماتو ترلاسه کولو ادعا کړې چې وايي د تهران څنډو کې د یوه محرمامه مرکز په اړه دي.
دی وايي، دغه اسناد په ۲۰۱۵ کال د اتومي هوکړې له لاسلیکېدا وروسته د تهران شوراباد کې د پټ اتومي مرکز په اړه دي.
د نوموړي په خبره، اسرائیلو په یولړ استخباراتي عملیاتو کې وکړای شو چې د ایران د پوځي اتومي پروګرام په اړه ۵۵ زره مخه او ۵۵ زره ډیجیټل استخباراتي معلومات په ۱۸۳ سي ډي ګانو کې ترلاسه کړي.
نوموړي ځینې هغه انځورونه وښودل چې وايي د ایران د اتومي پروګرام په اړه دي او ایران یې تورن کړ چې په تېرو کلونو کې یې نړیوالې ټولنې ته د اتومي پروګرام په اړه دروغ ویلي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف یې په غبرګون کې ویلي، دا پخواني معلومات دي چې وړاندې د اتومي انرژۍ د نړیوال اژانس له خوا ارزول شوي او ښاغلی نتنیاهو یې یو دروغجن وباله.
جرمي هم له اسرائیلو غوښتي چې دغه معلومات ژر یاد اژانس ته ورکړي.
نتنیاهو دا څرګندونې ددغه هېواد دفاع وزارت کې د اسرائیلو د امنیتي کابینې له ناستې وروسته کړې دي.
نوموړي پخپلو خبرو کې ایران تورن ړی چې څو کاله یې د اتومي وسلو د تولید په لړ کې د "اماد" په نوم پروګرام طرح پټه ساتلې ده.
په ۲۰۱۵ کال امریکا او پنځو نورو سترو هېوادونو له ایران سره هوکړه لاسلیک کړه چې خپلې اتومي هڅې به کموي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ چې له ډېر وخت راهیسې ددغې هوکړې د لغو کولو په هڅه کې دی، ویلي، د نتنیاهو له خوا د وړاندې شوې شرحې شاهد دی او دغه دریځ "نه شي زغملی".
دی وايي، د راتلونکې مې میاشتې تر ۱۲مې به یې هېواد د ایران اتومي هوکړه کې د پاتې کېدو په اړه خپل دریځ اعلان کړي.
اروپايي هېوادونو ویلي دوی پر دغې هوکړې ولاړ دي.
نتنیاهو کوم دلیل درلود؟
نوموړي چې تل ابیب کې د اسرائیلو دفاع وزارت کې په انګلیسي ژبه خبرې کولې، وویل په تهران کې یې له یوې پټې زېرمې د اسرائیلي استخباراتو له خوا د موندل شویو اسنادو "یوه کاپي" ترلاسه کړې ده.
ده وویل، د اماد پروګرام اړوند ۵۵ زره مخه او ۵۵ زره فایلونه یې په ۱۸۳ سي ډي ګانو کې ترلاسه کړي.
نوموړي ادعا وکړه چې ددې پروژې هدف دا و چې پنځه اتومي سروکي تولید کړي چې تر لسو کیلوواټن پورې ټي این ټي سخت چاودېدونکي توکي لېږدولی شي.
ده وویل: "دغه فایلونه ثابتوي چې ایران دروغ ویلي خپل هېڅ اتومي پروګرام نه لري."
د نوموړي په خبره، هېواد یې ددغو اسنادو یوه کاپي امریکا ته چمتو کړې ده او بله به یې د اتومي انرژۍ نړیوال اژانس ته ورکړي.
ددواړو دولتونو ترمنځ ترینګلتیا او ظاهراً دښمني له ډېرې اوږدې مودې راهیسې روانه ده، خو کله چې د اسرائیلو ګاونډي سوریه کې ایران د خپل پوځي حضور ملا وتړله، دا ترینګلتیا لا پسې ډېره شوه.
اسرائيل پر ایران تور لګوي چې د حزب الله ملېشو ته وسلې ورکوي او د فلسطیني مقاومت لپاره د وسلو قاچاق کې لاس لري.