تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ټرمپ: له روسیې سره د "ډېرې رغنده" همکارۍ وخت را رسېدلی
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له روسي سیال ویلادیمیر پوتین سره له لیدنې وروسته وايي، چې له مسکو سره د "لا رغنده" همکارۍ وخت را رسېدلی دی.
هغه د یکشنبې په ورځ په څو ټوېټونو کې له ویلادیمیر پوتین سره د جي شل سرمشریزې په اوږده کې د خپلې لیدنې توکي ولیکل.
نوموړي په دغه سرمشریزه کې امریکا "بریالۍ" وبلله او زیاته یې کړه، چې د "بدو" سوداګریزو تړونونو په هکله یې خپل دریځ روښان کړ.
ښاغلي ټرمپ په یوه ټوېټ کې لیکلي: "زموږ په ټاکنو کې د لاسوهنې په هکله ما دوه ځلې په ټینګار سره له ولسمشر پوتین پوښتنې وکړې، خو هغه دا درواغ وبلل".
خو د ولسمشر ټرمپ دا دریځ د ځینې مخکښو امریکايي چارواکو له څرګندونو سره په ټکر کې دی.
د ټرمپ د زوی او د روسۍ وکیلې لیدنه
په ورته مهال نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي، د ډونلډ ټرمپ زور تېر کال له هغه وروسته د کرېملېن اړوند یوې وکیلې سره لیدنې ته چمتو شو، چې نوموړي د هېلري کېلنټن په هکله د زیانمنوونکو معلوماتو د ور کولو ژمنه ور سره وکړه.
د ټرمپ زوی هم ویلي چې د ناتالیا وسلنیتڅکایا په نوم له دې وکیلې سره یې لیدلي، خو زیاتوي چې د ټاکنو په هکله یې خبرې نه دي کړې او د مېرمن کېنلټن په هکله هم " هیڅ ډول ارزښتناک معلومات" سره تبادله شوي نه دي.
دا لیدنه د ۲۰۱۶ کال د جون پر ۹ په نیویارک کې شوې او دوه اونۍ له هغه وروسته وه چې ډونلډ ټرمپ له نورو جمهوريپالو نوماندانو کې مخکې شو.
د ډونلډ ترمپ زوم جارډ کوشنر او د ښاغلي ټرمپ د ټاکنډلې مدیر پال مانافورټ هم په هغه لیدنه کې ګډون درلود.
د ټرمپ له دې څرګندونو سره مخالفت
د امریکا ولسمشر دا هم وايي، چې له ویلادیمیر پوتین سره "د نفوذ نه کوونکي اینټرنېټي امنیت څانګې" پر جوړولو هوکړې ته رسېدلی دی، لکه "د ټاکنو وخت کې هېک او نور منفي شیان" را منځ ته نه شي.
د نوموړي دا ټوېټ د ځینې جمهوریپالو له نیوکو سره مخ شوی، لکه مارکو روبیو دا نظریه ملنډه کړې او ویلي یې دي چې دا کار په دې مانا دی؛ لکه امریکا د سوریې له ولسمشر سره په کمیایي وسلو کې همکاري وکړي.
سناتور لینډزي ګراهم له "اېم سي اېن بي سي" تلوېزون سره په مرکه کې ویلي: " دا تر ټولو ساده نظریه نه ده چې تراوسه مې اورېدلې دي، خو تر ټولو ساده نظریو ته ډېره نږدې ده".
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره نېکې هیلې هم وايي، امریکا " پر روسیه باور نشي کولی" او " پر روسیه به باور هم ونه کړي".
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن هم وايي، چې د ۲۰۱۶ کال ولسمشرۍ ټاکنو کې د روسیې لاسوهنه لا هم له دغه هېواد سره د اړیکو د ښه والي خنډ ده.
اوس یو ځانګړی څارنوال په هغو ټاکنو کې د ډونلډ ټرمپ په ګټه د نوموړي له ټاکنډلې( ټاکنیز ټیم) سره د روسیې د اړیکو او لاسوهنې د هڅو څېړنه کوي.
ښاغلي ټرمپ دسوریې په هکله هم ویلي، چې اوس له روسیې سره "د رغنده همکارۍ" وخت دی، چې په اوربند سره په سوریه کې "خلک وژغورل شي".
هغه دا هم ویلي، چې له ویلادیمیر پوتین سره یې د روسیې د بندیزونه په هکله خبرې نه دي کړې، "ځکه د سوریې او اوکراین ستونزه چې اواره نه شي، کوم کار نه کېږي".
پر ټرمپ نیوکې
د جي شل سرمشریزه کې د ښاغلي ټرمپ لیدنو ډېرې خبرې او جنجالونه پیدا کړل، له پوتین سره یې تر ټاکلي وخت خبرې اوږدې شوې، خو د چین له ولسمشر شي جن پینګ سره لیدنه یې د اوسپنې د صنعت له امله له غوسې او توندۍ ډکه وه.
د مشرانو په منځ او رسمي مېلسمستاوو کې د ډونلډ ټرمپ د لور ایوانکا ګډون هم ډیرې نیوکې را پورته کړې او ان د بلومبرګ خبري اژانس د رپوټ له مخې، د وروستۍ ورځې خبرو په دوو غونډو کې ایوانکا د ډونلډ ټرمپ پر ځای په غونډو کې ناسته وه.
د پاریس اقلیمي تړون په هکله اختلاف او د امریکا وتل هم دولسمشر ټرمپ جنجالي پرېکړه ده بلل کېږي.
جي شل سرمشریزه د جرمني په هامبورګ ښار کې د جمعې په ورځ پیل شوه او د یکشنبې په ورځ پای ته ورسېده.