هېلیري کلنټن اف بي آی ټاکنو کې د خپلې ماتې لامل وباله

هېلیري کلنټن د امریکا د جنایي پلټنو فدرالې ادارې پر مشر جیمز کومي په نیوکې سره ویلي؛ د اف بي آی لخوا د هغې د ایمیلونو قضیې بیا مطرح کولو د ډونلډ ټرمپ پروړاندې ماتې کې اغېز لرلی دی.

مېرمن کلنټن چې پلویان یې لا هم د سه شنبې ورځې د ټاکنو له پایلو هک پک ښکاري ویلي؛ د جیمز کومي لخوا د ایمیلونو بیا پلټنې قضیې علني کولو هغه هم داسې مهال چې ټاکنو ته یوازې څو ورځې پاتې وې، "د هغې اغېزمن کمپاین ته چې دا پکې برلاسې ښکارېده" زیان رسولی دی.

هغسې چې رسنیو ته ویل شوي، مېرمن کلنټن دا خبرې د خپل ډیموکرات ګوند له مالي ملاتړ کوونکو سره ټېلفوني خبرو کې ویلي دی.

ورته وخت کې د ښاغلي ټرمپ مخالفینو د ولسمشر په توګه د هغې پر ټاکل کې اعتراضونو ته دوام ورکړی او د شنبې په ورځ هم د نیویارک او لاس انجلس په څېر د امریکا په لویو ښارونو کې خلک لارو کوڅو ته راووتل.

د راپورونو له مخې نیویارک کې نژدې ۲۰۰۰ کسان له دې شعار سره چې "هغه زموږ ولسمشر نه دی" د ټرمپ مشهور ټاور پر لور لاړل چېرته چې خپله ټرمپ اوسېږي.

د امریکا په نورو ښارونو کې معترضان په واټونو کې راټول شول او د ښاغلي ټرمپ د ټاکنیز کمپاین مهال لانجمنو سیاستونو سره یې چې په وار وار یې تکرار کړي، خپل مخالفت وښود.

دا په داسې حال کې ده چې ښاغلي ټرمپ تر بریالیتوب وروسته خپله لومړنۍ وینا کې د ټاکنیزو کمپاین مهال په پرتله په نسبتا نرمې لهجې خبرې وکړې. د بېلګې په توګه؛ هغې وړاندې ویلي و چې د بارک اوباما د روغتیایي بیمې طرحه به ودروي خو اوس وایي چې ښایي ددې طرحې اصلي برخې پر خپل ځای پرېږدي.

بله بېلګه، کله چې له ښاغلي ټرمپ نه پوښتنه وشوه، اوس یې چې سپینې ماڼۍ ته لاره موندلې ایا هېلیري کلنټن به د بهرنیو چارو وزارت د دندې پرمهال د شخصي ایمیلونو کارونې له امله زندان ته واچوي ویلي؛ د عامه بیمې، کار، د پولو کنټرول او د مالیاتي نظام اصلاح یې د کارونو له لومړیتوبونو دي.

ډونلډ ټرمپ به د راتلونکي میلادي کال د جنورۍ په ۲۰مه د کانګرس پروړاندې د لوړې ترسره کولو وروسته په رسمي ډول د بارک اوباما ځایناستی شي.