برتانیا کې د فوټبال پر یوه روزونکي د جنسي ځورونو ادعا څېړل کېږي

د برتانیا د پولیسو څلورې بېلابېلې څانګې وايي د فوټبال برخه کې د ماشومانو د جنسي ځورونې د بې سارو ادعاوو پلټنه کوي.

پلټنې وروسته له دې پیل شوې چې څلورو پخوانیو فوټبال لوبغاړو وویل چې د ماشومتوب پر مهال د کرېوي الکساندرا فوټبال کلب د روزونکي باري بېنل له خوا ځورول شوي.

لومړی کس اندي وود وارد ؤ چې تېره اونۍ په ژړغوني غږ بي بي سي سره وغږېد، تر هغه وروسته ستیف والترز، کرېس انسورت او جېسن دنفورد بي بي سي سره پر دې وغږېدل چې کله ماشومان ول ښاغلي بېنل پر دوی څنګه تېری وکړ.

اندي وود وارد چې د بي بي سي د ویکتوریا داربېشر ټلویزیوني خپرونې کې غږېده په ښکاره ټکو وویل چې کله ۱۱ کلن ؤ ښاغلي بېنل څنګه دی خپل کور ته بوته او سوکه سوکه یې حالت دې ته چمتو کړ چې پر ده جنسي تېری وکړي.

له هغه وروسته د ښاغلي وودوارد په وینا، دغه ځورونه کلونه کلونه روانه وه. ده وویل له دې وېرې چې د فوټبال په اړه لیدلي خوبونه یې پر اوبو لاهو نه شي، خپل غږ یې پورته کولی نه شو، خو تر دې ډېر یې پټ نشي ساتلي او د دې لپاره چې پر نورو کسانو داسې څه ونه شي، غواړي له دې مسلې پرده پورته کړي.

ښاغلی بېنل چې ۶۲ کلن دی پر ماشومانو د جنسي تېریو د درې جرمونو د زندان موده تېروي.

برتانیا کې له ظلمه د ماشومانو ساتلو ملي ټولنې NSPCC د تیلفون یوه لیکه پرانستله چې هر هغه چا خپل شکایت او کیسه ثبتولی شوای چې پخوا له جنسي پلوه ځورول شوی ؤ.

د برتانیا د پارلمان غړی او د کلتور، رسنیو او سپورټ کمېټې مشر دمیان کولنس بي بي سي ته وویل چې دی غواړي د فوټبال ټولنه په دې اړه وغږېږي.

ښاغلی کولنس وايي "د فوټبال ټولنه باید تېرمهال ته کتنه وکړي او وګوري چې تېروتنې شوې دي که نه. آیا د مطرح شوو ستونزو د پلټنې لپاره کافي هڅې شوې وې؟ ".

د فوټبال پرېمیر لېګ ویلي د دې تورونو په اورېدو اندېښمن شوي او له هغو خلکو یې د غږېدا غوښتنه وکړه چې دې برخه کې معلومات لري.

ښاغلی بېنل پر کال ۱۹۹۸ د نهو کلونو لپاره برتانیا کې او د څلورو کلونو لپاره د امریکا متحده ایالتونو کې بندي شو.

پر کال ۲۰۱۵ یوه روزنیز کمپ کې د یوه هلک د جنسي ځورنې په جرم د دوو کلونو لپاره په بند کې ؤ خو اوس له زندانه وتلی.

د برتانیا د چېشېر پولیسو څانګه وايي د ښاغلي وودورد له غږېدا وروسته، ۱۱ کسان راوړاندې شوي او غږېدلي چې ځینې هغه مهال ۱۳ او ۱۴ کلن ول.