کرېکټ: شري‌لنکا افغانستان ته ماته ورکړه

د شري‌لنکا له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې د ۲۰۲۵ کال په اسيا جام سياليو کې افغانستان ته په ۲ وېکټو ماته ورکړه.

دا لوبه د متحدو عرب اماراتو د دوبۍ په ای‌سي‌سي‌اې لوبغالې وشوه.

د لوبې پچه یا ټاس د افغانستان لوبډلمشر محبوب شاه وګاټه او لومړی یې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه.

افغان زلمیانو په ټاکلو ۵۰ اوورونو کې د عثمان سادات د پنځوسیزې په مټ د ټولو لوبغاړو سوځېدو سره ۲۳۵ منډې وکړې.

د عثمان پنځوسیزه کې یوه شپږېږه او یوه څلوریزه شامله وه.

همدا راز فیصل شینوزاده ۳۹ او عزیزالله میاخېل ۳۱ منډې وکړې.

د شري‌لنکا سېتمیکا سېنېویراتنې او ډولنیت سیګېرا درې-درې افغان لوبغاړي وسوځول.

د شري‌لنکا د توپوهنې پیل ښه و او تر ۵۵ منډو یې کوم لوبغاړی نه و سوځېدلی.

ویران چامودیتا ۶۲ منډې وکړې او د عزیر‌الله نیازي لخوا وسوځول شو. همدا راز چمیکا هیناتیګالا هم پنځوس منډې پوره کړې او تر پایه ونه سوځېد.

د شري‌لنکا لوبډلې د ۲۳۶ منډو ورکړ شوی هدف داسې حال کې پوره کړ چې ۸ لوبغاړي یې سوځېدلي وو او ټولټال ۴ توپه پاتې وو.

د افغانستان له اړخه په توپ اچوونه کې نن نصرت نورستانی ښه وځلېد. هغه د شري‌لنکا درې لوبغاړي وسوځول.

د یادونې ده چې افغانستان په دغو يو ورځنيو سيالیو کې خپله لومړنۍ لوبه بنګله دېش ته په دريو وېکټو بايللې وه.

له ننۍ ماتې سره افغان لوبډلې نیمه پایلوبې ته د وتلو چانس له لاسه ورکړ.

د ۲۰۲۵ کال له نوولس کلنو د کم عمره لوبډلو د اسیا جام سیالۍ د افغانستان په کوربتوب د متحدو عرب اماراتو په دوبۍ کې ترسره کېږي.

په دغو سیالیو کې د کرېکټ نړیوالې شورا د پنځو دایمي‌ غړو افغانستان، هند، پاکستان، بنګله‌دېش او شر‌ي‌لنکا ترڅنګ نیپال، مالیزیا او متحد عرب امارات برخه لري.

افغانستان، شري‌لنکا، بنګله‌دېش او نیپال په بي‌ګروپ کې لوبېږي. د افغانستان وروستۍ لوبه راتلونکې چارشنبه له نیپال سره ده.

په اې ګروپ کې د هند، پاکستان، متحدو عرب اماراتو او مالیزیا تنکي ځوانان له یو بل سره سیالي کوي.

په دغه ګروپ کې پرون د هند له ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو خپلو پاکستاني او د اماراتو بیا خپلو مالیزیايي همزولو ته ماته ورکړه.

له دواړو ګروپونو به دوه - دوه لوبډلې چې ډېرې نمرې لري، نیمه‌پایلوبې ته لار ومومي.