تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ادل خپله جایزه ولې بیانسي ته ډالۍ کړه؟
د بریتانیا د پاپ موسیقۍ ستورې ادل چې د کال غوره البوم د ګرامي جایزه یې خپله کړه ویلي؛ امریکايۍ سندرغاړې بیانسي ددې جایزې ډېره حقداره ده.
ادل چې د یکشنبې په شپه (فبروري۱۲مه) د ګرامي مراسمو کې یې د "۲۵" البوم له امله جایزه خپله کړه، د جایزې تر اخیستو وروسته وویل؛ "نشم کولی دا جایزه ومنم."
د بریتانیا دغې وتلې سندرغاړې د ګرامي د تيرې شپې په مراسمو کې وویل؛ "ددې لپاره زه له تاسو ټولو منندویه یم، خو بیانسي زما ترټولو ډېره خوښه سندرغاړې ده."
په ټولې نړۍ کې تراوسه د اېډل ۲۵ البوم سلګونه میلیونه نسخې خرڅې شوې دي. هغې د پنځو ګرامي ایوارډونو په خپلولو سره ددغو مراسمو ترټولو ډېرې جایزې ترلاسه کړې.
د ګرامي ۵۹ مې دورې ایوارډونو ورکړې مراسم تېره شپه (یکشنبه فبروۍ ۱۲مه) د امریکا په لاس انجلس کې ترسره شول.
په دغو مراسمو کې د ادل انځورونه خپاره شول چې ښيي د هغې یوه جایزه ماته او دوه برخې شوې ده.
دا لا څرګنده نه ده چې دا ماتېدل تصادفي دی که ادل هغه له منځه ټوټه کړې ترڅو خپله نیمه جایزه بیانسي ته ورکړي.
د ادل خبرې ښایي یو ځل بیا نیوکې راوپاروي چې د ګرامي جایزې د معمول له مخې تورپوستي سندرغاړي له پامه غورځوي.
یانسي د ګرامي نهو جایزو ته نومول شوې وه. هغه په ټولیز ډول د ۶۲ ځلې نوماندېدو له امله د ګرامي په تاریخ کې د نوماندو ښځینه سندرغاړو په سر کې ده. دغې امریکایۍ سندرغاړې تراوسه ۲۰ ځلې د ګرامي جایزه ترلاسه کړې ده.
خو سره له دې هغه نه ده توانېدلې تراوسه د کال ترټولو غوره البوم له امله د ګرامي مهمه جایزه ترلاسه کړي.
بیانسي په وروستي ځل ۲۰۱۵ کال کې ددې جایزې نومانده وه چې امریکایي سندرغاړي بک ترلاسه کړه.