تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هرات کې د المونیمي قطیو د فابریکې او برېښنا پروژې: "د ملي عوایدو درېیمه برخه له هراته برابرېږي"
د طالبانو حکومت وايي د افغانستان په لوېدیځ هرات ولایت کې نن (پنجشنبه د ډسمبر ۲۵مه) د انرژۍ برخه کې څلور لویې پروژې ګټې اخیستنې ته چمتو او ترڅنګ یې د المونیمي قطیو د یوې نسبتآ سترې تولیدي فابریکې او د برېښنا برخه کې د پېنځو نورو پروژو چارې پيل شوې دي.
د طالبانو حکومت د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني په ګډون بېلابېلو چارواکو په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې برخه اخیستې وه.
د ښاغلي برادر له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د پامیر المونیمي قطیو پر کارخونې چې په افغانستان کې د المونیمي قطیو لومړنی تولیدي شرکت دی، ۱۲۰ میلیون ډالره پانګونه کېږي او د هرات په صنعتيپارکونو کې پر ۱۶ جریبه ځمکه ابادېږي.
اعلامیه کې راغلي چې دغه شرکت به ۱۷۰۰ کسانو ته کاري فرصتونه برابر کړي.
د طالبانو حکومت چارواکي هیلهمن دي چې دا فابریکه به د کورنیو تولیداتو له ودې، وارداتو باندې د تکیې له کمولو او ټوله کې له اقتصادي پیاوړتیا سره پام وړ مرسته وکړي.
دوی دغه پروژه افغانستان کې پر صنعتي سکتور د زیاتېدونکې پانګونې نښه بللې.
هرات چې له ایران او ترکمنستان سره پوله لري، له کابل او کندهار وروسته د افغانستان درېیم ګڼ مېشتی ولایت دی او د هېواد په لوېدیځ کې یو مهم صنعتي او اقتصادي مرکز ګڼل کېږي.
دا ولایت څو صنعتي پارکونه لري چې د خوراکي او رغنیزو توکو، نساجۍ او درملو په څېر بېلابېل توکي پکې تولیدېږي.
په وروستیو کې پر افغانستان سربېره د سیمې ځينې هېوادونو او بازارونو ته هم له دغو پارکونو د بېلابېلو تولیدي توکو د صادراتو خبرونه ترلاسه کېږي.
د طالبانو حکومت واک ته له رسېدو راهیسې په هرات کې د صنعتي چارو ودې او په دې برخه کې د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې ورماتېدو لپاره ځانګړی هڅې کړې دي.
۲۴ ساعته برېښنا
د هرات والي نوراحمد اسلامجار وايي، تېر کال د افغانستان له ټولو ۱۲۱ میلیارد افغانیو ملي عوایدو ۴۰ میلیارده یوازې له هراته ترلاسه شوې دي.
هغه ویلي، ګڼ شمېر سوداګر په هرات کې د کاروبار پیلولو ته چمتو دي، خو د بریښنا او ځمکې کمښت یې پر وړاندې عمده ستونزې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې اوس یې له صنعت او سوداګرۍ وزارت سره په همغږۍ په هرات کې څه باندې ۵۰ زره جریبه ځمکه یوه داسې صنعتي ښارګوټي ته ځانګړې کړې، چې ساری یې د ده په وینا په ټوله سیمه کې نشته.
بلخوا تازه په دغه ولایت کې د برېښنا برخه کې هم څلور مهمې پروژې بشپړې او پېنځه نورې پيل شوې، چې د طالبانو حکومت په وینا پر مټ به یې "د هرات ولایت ټولو صنعتي پارکونو ته ۲۴ ساعته برېښنا برابره" شي.
د دغو پروژو ټولیز ارزښت درې اعشاریه ۹۸ میلیارده افغانۍ ښودل شوی او ویل شوي چې له بشپړېدو سره به یې پر صنعتيپارکونو سربېره سوداګریز او استوګنیز مرکزونه او کلیوالي سیمې هم له "باثباته برېښنا" برخمن شي.
د ملا عبدالغني برادر له دفتره په دې تړاو په بله جلا خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې له ترکمنستانه د ۱۳۰ کیلومتره په اوږدوالي د ۲۲۰ کیلو ولټ لین غځول، په کرُخ، پښتون زرغون، اوبې او چشتشریف ولسوالیو کې د څلورو سبسټېشنونو جوړول هغه پروژې دي چې نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د طالبانو حکومت وایي، د دغو پروژو له لارې ۴۰ زره کورنیو ته برېښنا رسول کېږي.
د افغانستان برېښنا شرکت لوی اجرائیوي رییس ډاکتر عبدالباري عمر په دې تړاو جوړو شوې غونډې ته ویل، چې پر دغو پروژو د دوی خپلو انجنیرانو کار کړی دی.
په نویو پیل شویو پروژو کې چې د افغانستان بریښنا شرکت وايي، راتلونکي ۱۸ میاشتو کې به بشپړې شي، د پُل هاشمي سبسټېشن جوړول، کب/حومت د ۲۴مې شهیدانو سبسټېشن پراختیا، د نورالجهاد سبسټېشن د 'بي' لین ایجاد او همداراز د پُل هاشمي، نورالجهاد او د حوت ۲۴مې شهیدانو سبسټېشنونو ترمنځ د برېښنا انتقالي لین غځول شامل دي.
د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي مشر وویل، دوی هوډمن دي چې صنعتي فابریکو، سوداګریزو مرکزونو او عامو خلکو ته "پاکه، باثباته او پایداره انرژي" ورسوي.
هغه زیاته کړه، "ډاډ درکوو چې د دغو پروژو له بشپړېدو سره به نور پرچاوي ونه ګورئ."
"ورداتي برېښنا ډېره ډاډمنتیا نه لري"
د طالبانو حکومت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال وايي، چې د دوی حکومت برېښنا ته په خپل ستراتیژیک پلان کې ځانګړی ځای ورکړی.
خو هغه ویلي، چې وارداتي برېښنا ډېره ډاډمنتیا نه لري او له دې لارې د ملي بودېجې زیاته برخه له هېواده بهر وځي.
نوموړي د هېواد صنعتي پرمختګ او اقتصادي ودې لپاره پر کور دننه د برېښنا تولید اړین بللی او ټينګار یې کړی چې د "ډاډمنې کورنۍ برېښنا بسیاینې" لپاره باید د پانګوالو لخوا د برېښنا پر تولید پانګونه پراخه شي.
ښاغلي برادر همدا راز ویلي، چې د دوی حکومت له ټولو هېوادونو سره متوازن سیاست غوره کړی او "ټول تمرکز یې د افغانستان پر اقتصادي وده، امنیتي ثبات او غوره حکومتولۍ دی."
هغه د نړۍ له هېواونو هم غوښتي چې له افغانستان سره د ده په وینا "د محدودوونکو سیاستونو پر ځای تعاملي سیاستونه غوره" او اوسني امنیتي ثبات ته د یو مهم فرصت په سترګه وګوري.
نوموړي پر دې هم ټینګار کړی چې "نړیوال دې له اسلامي امارت [د طالبانو حکومت] څخه پر ارزښتونو د تعامل کولو تمې نه کوي."
د یادونې ده چې واک ته د طالبانو حکومت له راستنېدو راهیسې تېرو څه باندې څلورو کلونو کې له افغانستان سره د بیارغونې او بشردوستانه برخو کې د نړیوالو مرستو کچه پام وړ کمه شوې ده.
پر دې سربېره بهر کې د افغانستان بانک د میلیاردونو ډالرو شتمني هم کنګل او پر افغانستان بانکي محدویتونه لګول شوي دي.
د طالبانو حکومت لخوا د نجونو پر زدکړو او د ښځو پر کار لګېدلي محدویتونه یې لوی لاملونه ګڼل کېږي.
د رپوټونو له مخې افغانستان د نجونو پر زدکړو او د ښځو پر کار د بندیز له اړخه هر کال تر یو میلیارد ډالرو زیات زیان اړوي.