تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له بي ایم ډبلیو ۷۰۰ تر پژو ۲۰۵: هغه موټر چې خپل شرکتونه یې له ماتې وژغورل
د موټر جوړونې د صنعت په تاریخ کې ځینې وخت د یو شرکت برخلیک د لسګونو محصولاتو نه، بلکې د یو واحد ماډل د بریا یا ناکامۍ له مخې ټاکل شوی وي.
په دغه راپور کې، چې د بي بي سي د "تاپ ګېر " له وېبسایټ اخیستل شوی، داسې ۱۱ موټرونه ارزول شوي، چې په برخلیک ټاکوونکو شېبو کې یې لوبه د خپلو جوړونکو په ګټه وڅرخوله.
۱. پژو ۲۰۵
په ۱۹۷۰یمه لسیزه کې د سیتروئن او وروسته د کرایسلر د اروپايي څانګې پېرلو سره د پژو بې سارې او چټکې پراختیا دغه شرکت له سخت مالي کړکېچ سره مخامخ کړ.
د ۱۹۸۰یمو کلونو پیل کې، پژو تر بل هر وخت یوې حیاتي بریا ته اړتیا لرله.
په ۱۹۸۵ کال کې د تمې خلاف یو کوچنی موټر پژو-۲۰۵ معرفي شو. خو دغه ماډل د زړه راښکونکي ډیزاین، پام وړ جوړښتي کیفیت او ښاري کارونې له امله ډېر ژر په ستر بریالیتوب بدل شو.
د درې دروازه يي، پنځه دروازه يي او کروکي (هغه موټرونه چې چت نه لري یا چت یې خلاصېږي او بندېږي) ډولونو له لرلو سره پېرېدونکي پرې ورمات شول.
د جي تي ای GTI سپورتي بڼې، په ځانګړي ډول د ۱.۶ او ۱.۹ لیتري ماډلونه یې د ۱۹۸۰یمو کلونو د زړه بګنونکې موټرچلونې نښه وګرځېدله.
د رالي په سیالیو کې د پژو بریاوې د ۲۰۵ افسانوي ماډل ټي ۱۶ (205T16 ) سره د دې برانډ تخنیکي اعتبار پیاوړی کړ.
د ۲۰۵ لوړې پلورنې او مناسبې ګټې د پژو د ژغورنې او د پي اس اې PSA ډلې ترمنځ د ټیکاو راتلو کې ټاکونکې ونډه لرله.
۲. بېنتلي کانټیننټل جي تي GT
بېنتلي ۲۰۰۳ کال کې د کانټیننټل GT تر معرفي کېدو مخکې یو ډېر محدود برانډ و، چې کلنی پلور یې یوازې شاوخوا زرو موټرو ته رسېده.
د فولکس واګن له خوا د بېنتلي تر پېرلو وروسته هم د دې لوکسې نښې (عصریتوب نښه) راتلونکی ناڅرګند ښکاره کېده.
کانټیننټل GT هر څه بدل کړل. دا څلور کسیز لوکس کوپه، د عصري ډیزاین او پیاوړي دولس سلنډري ټوين توربو انجن سره، د بېنتلي نوې معنا وړاندې کړه؛ یو لوکس خو د ورځني کارونې وړ موټر.
ان د پلور له پیل دمخه، زرګونو پېرېدونکو مخکې له مخکې پرې چاپې واچولې.
په هماغه لومړي کال کې د بېنتلي پلور څو برابره شو او په راتلونکو کلونو کې د کانټیننټل GT ټول تولید شاوخوا ۴۰ زره موټرو ته ورسېد.
دې بریا فولکس واګن ته وښوده، چې بېنتلي کولای شي یو ګټور او دوامدار برانډ وي. ډېری په دې باور دي، چې که کانټیننټل GT نه وای، بېنتلي به نن په اوسنۍ بڼه موجود نه وی.
۳. اسټن مارټین DB7
د ۱۹۸۰یمو کلونو پای کې، اسټن مارټین له خپل تاریخي شهرت سره سره په نازکو شرایطو کې و. محدود تولید، لوړو لګښتونو او کوچني بازار د دغه برانډ بقا ګواښله.
په ۱۹۹۴ کال کې د فورډ لخوا د DB7 وړاندې کېدل یو لوی بدلون و. د ایان کالم لخوا ډیزاین شوي، DB7 عصري او زړه راښکونکې بڼه درلوده او د جاګوار XJS د رامنځته شوي پلیټ فارم پر بنسټ ولاړ و.
د فورډ د نورو برانډونو له ګډو پرزو کار اخیستو لګښتونه راکم او د لوړې کچې د تولید امکان برابر کړ.
د سوپرچارجر لرونکی شپږسلنډري انجن او نسبتاً ټیټه بیه DB7 د آستون مارتین نړۍ ته د داخلېدو نوې دروازه وګرځوله.
له ۷ زرو څخه د ډېرو موټرو پلور، چې د دې شرکت لپاره بېساری شمېر و، اسټن مارټین له سقوطه وژغوره او د ودې لاره یې هواره کړه.
۴. پورشه باکستر ۹۸۶ ،۹۱۱ او ۹۹۶ لړۍ کې
پورشه د ۱۹۹۰مو کلونو پیل کې ماتې ته نږدې شوې وه. د جرمني مارک د ارزښت لوړېدو په صادراتي بازارونو کې د موټرو بیې لوړې کړې وې او د ۹۱۱ ماډل پلور، په ځانګړي ډول په امریکا کې سخت راکم شوی و.
په همدې شرایطو کې وینډلین ویدکینګ د تولید پر ګټورتوب تمرکز وکړ او نوې تګلاره یې غوره کړه.
په ۱۹۹۳ کال کې د باکستر کانسپټ معرفي کېدو د یوه ارزانه رودسټر تولید ته لاره هواره کړه.
باکستر ۹۸۶، ۹۱۱ ،۹۹۶ لړۍ ترمنځ په پراخه کچه د پرزو شریکولو سره او په اوبو سړېدونکي انجن له لارې لګښتونه په څرګند ډول راکم کړل.
که څه هم ځینو دودیزو مینهوالو په پیل کې پر دې بدلونونو نیوکه کوله، خو لوړې پلورنې او ترلاسه شوې ګټې پورشه وتوانوله، چې د خپلو محصولاتو لړۍ پراخه کړي او د راتلونکي لپاره مهمې پانګونې وکړي، چې یوه یې د پورشه کاین پروژه وه.
دغو دوو ماډلونو د پورشه د پایښت بنسټ ټینګ کړ.
۵. نیسان قشقایي
د یوویشتمې پېړۍ پیل کې نیسان له نیمه فعال فابریکو او لږ جذابو محصولاتو سره له سختو شرایطو سره مخامخ و.
د اجرائیوي رئیس په توګه د کارلوس ګون راتګ له سختو خو برخلیک ټاکونکو پرېکړو سره مل و.
له ټولو مهمو پرېکړو څخه یوه دا وه، چې د اروپا د بازار له ذوق سره سم موټرونه تولید شي.
د دغو پرېکړو پایله نیسان قشقایي وه؛ هغه موټر چې په عملي ډول یې د ښاري کراساوور مفهوم د بازار اصلي بهیر ته راوست.
دغه ستر بریالیتوب نیسان ته د ګټې په راستنولو کې کلیدي رول ولوباوه.
قشقایي نه یوازې ډېر خرڅېدونکی ماډل و، بلکې د کراساوورونو د پراختیا لپاره د نیسان د نړیوالې ستراتیژۍ د پیل ټکی هم شو.
۶. فولکس واګون ګلف MK1
د فولکس بیټل له لسیزو بریا وروسته، فولکس واګن د ۱۹۷۰مو کلونو پیل کې له هویتي بحران سره مخ شو. د مناسب ځای ناستي د موندلو هڅې، چې ګرانې او ناکامې پروژې هم پکې شاملې وې، څه پایله نه لرله.
د مدیریت له بدلون وروسته، فولکس واګن پرېکړه وکړه، چې خپله لاره په بشپړ ډول بدله کړي.
د ګلف MK1 معرفي، چې مخکینی انجن، مخکینی ډیفرنشیل او عملي ډیزاین یې درلود، یو تاریخي بدلون و.
دا موټر نه یوازې د بیټل یو وړ ځایناستی شو، بلکې د کورني هاچبک نوې معنا یې وړاندې کړه.
د بازار هرکلی چټک او پراخ و، او ګلف د فولکسواګون د عاید اصلي ستن وګرځېده.
د ګلف MK1 بریا د شرکت راتلونکی تضمین کړ او د موټر صنعت په تاریخ کې یې د یوه له تر ټولو بریالیو نومونو بنسټ کېښود.
۷. استین مترو
تر ۱۹۸۰ کال پورې، برېتیش لیلاند په بریتانیا کې د صنعتي ناکامۍ نښه ګرځېدلې وه.
پرله پسې اعتصابونه، کمزورې اداره او ناهمغږي محصولات یې د پلور د سخت کمښت لامل شوي وو. ان د بشپړ تړل کېدو احتمال هم مطرح و.
د آستین مترو وړاندې کېدل، که څه هم ټولې ستونزې حل نه کړې، خو د یوه تجارتي بریالیتوب په توګه یې عمل وکړ.
مترو یو کوچنی، ساده او نسبتاً عصري موټر و، چې د وطنپالنې له احساس سره ملو تبلیغاتو یې د خلکو پام ځان ته ورواړاوه.
په لومړیو کلونو کې لوړو پلورنو شرکت ته حیاتي نغدي جریان برابر کړ. مترو برېتیش لیلاند ته دا فرصت ورکړ، چې ساه واخلي او له سملاسي سقوط څخه وژغورل شي، که څه هم د دې ډلې جوړښتي ستونزې بالاخره پاتې شوې.
۸. ۷۰۰بي ایم ډبلیو (BMW)
د ۱۹۵۰مو کلونو په وروستیو کې، بي ایم ډبلیو د لږ پلورل کېدونکو او لوړ لګښت لرونکو ماډلونو له امله د ناکامۍ تر پولې رسېدلې وه. په ۱۹۵۹ کال کې د بي ایم ډبلیو ۷۰۰ معرفي کېدو هر څه بدل کړل.
دا موټر د بي ایم ډبلیو لومړنی ماډل و، چې یو پارچه او د پخوانیو محصولاتو پرتله یې ښه بدنه لرله.
دوه سلنډري فلیټ انجن، چې د بي ایم ډبلیو له موټرسایکلونو اخیستل شوی و، اقتصادي او باوري و.
د کوپه، سېدان او کروکي بڼو وړاندې کېدو یې د پېرېدونکو پراخه ډله جذب کړه.
د شاوخوا ۱۸۸ زره موټرو پلور د راتلونکو ماډلونو پراختیا لپاره اړینې مالي سرچینې برابرې کړې.
د ۷۰۰ له بریا پرته، بي ايم ډبلیو ښايي هېڅکله د ننني نړیوال برانډ په توګه نه وای بدل شوې.
۹. ولوو اېکسسي -۹۰ XC90
ولوو دوه ځله د XC90 په وسیله وژغورل شو.
لومړی نسل چې په ۲۰۰۲ کال کې د فورډ تر ملکیت لاندې معرفي شو، د بازار د بدلېدونکي ذوق یو هوښیار ځواب و. دا کورنۍ د پراخې کورنۍ فضا او متوازنو بهرنیو ابعادو له امله، په اروپا او امریکا کې لوړ پلور درلود او په هغه وخت کې چې سېدانونه له زوال سره مخ وو، د ولوو د عاید اصلي ستن شوه.
د XC90 بل نسل، چې له فورد څخه د ولوو تر جلا کېدو وروسته وړاندې شو، لا زیات ستراتیژیک اهمیت درلود.
دا ماډل د ولوو د نوې پلېټفارم، انجنونو، هایبرېډ سیستمونو او نوو ټکنالوژیو پیل و.
دې بریا وښوده چې ولوو کولای شي د یوه خپلواک، ګټور او راتلونکې برانډ په توګه پاتې شي.
۱۰. فورډ ۱۹۴۹
فورډ د هنري فورډ له مړینې وروسته د زاړه ډیزاین او د پلور کمښت له امله خپل مقام له لاسه ورکړی و.
هنري فورډ دویم، چې یوازې ۲۸ کلن و، یوه زړوره پروژه پیل کړه: په ډېر لنډ وخت کې د بشپړ نوي موټر تولید.
د ۱۹۴۹ ماډل، له عصري ډیزاین، نرمو کرښو او د بدن له تنوع سره، له تېر څخه بشپړ جلاو و.
د بازار هرکلی هم بېساری و او یوازې د معرفي کېدو پر ورځ یې ۱۰۰ زره فرمایشونه ثبت شول.
له یو میلیون د زیاتو موټرو پلور فورډ بېرته اوج ته ورساوه او شرکت یې له بحرانه وژغوره.
۱۱. د کرایسلر K پلېټفارم
په ۱۹۸۰ کال کې، کرایسلر یوازې د دولتي پورونو د تضمین له لارې له دیوالي کېدو وژغورل شو.
نوی اجرائیوي رئیس، لي یاکوکا، د ژغورنې لار په یوه ساده خو انعطافمنونکي پلېټفارم کې ولیده.
د K پلېټفارم پر بنسټ موټرونه - لکه ډوج اریس او پلیموت ریلاینټ چې اقتصادي او سیاليوړ وو او لوړ پلور یې درلود.
دا پلېټفارم ډېر ژر د لا لوکسو ماډلونو او آن ټربوشارژ نسخو لپاره هم پراخ شو.
تر ټولو مهمه دا چې وویجر او کاروان پر همدې پلېټفارم ولاړ وو، د امریکا د کورنیو موټرو بازار یې بدل کړ.
K پلېټفارم د ۱۹۸۰مو کلونو په لسیزه کې د کرایسلر د بقا اصلي ستن وه.