د کرېکټ لوبې مشهور هندی مبصر شبهانکر میشرا کابل ته تللی

    • Author, سید ولي ناصر
    • رپوټ له:, بي بي سي - لندن

د کرېکټ لوبې پېژندل شوی هندی مبصر او پاډکاسټر شبهانکر میشرا د افغانستان د کرېکټ بورډ په رسمي بلنه کابل ته تللی دی.

ښاغلی میشرا د کرېکټ لوبې له پېژندل شویو هندي مبصرینو څخه دی چې په ځانګړي ډول د نړیوالو لوبو پر مهال پر کرېکټ لوبو او لوبغاړو تخنیکي تبصرې کوي.

د هندوستان د کرېکټ ملي لوبډلې پر لوبو د تمرکز ترڅنګ هغه د افغانستان د کرېکټ ملي پر لوبو، لوبغاړو او د افغانستان د کرېکټ پر ودې او راتلونکي هم تبصرې کوي چې د ټولنیزو رسنیو له لارې یې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د کرېکټ د مینه‌والو پام د ځان پر لور کړی دی.

هغه نن (جولای ۲۸مه) د مبصرینو په خونه کې لیدل شوی چې په افغانستان کې یې د کرېکټ پر وضعیت، پلازمېنه کابل کې د بیارغونې پر کارونو او همدارنګه له ده څخه د خلکو د هرکلي په تړاو خبرې کړې دي.

د شپږیزه لیګ سیالۍ چې په کابل کې روانې دي، پر افغان کرېکټ مبصرینو سربېره ورته نور بهرني کرېکټ مبصرین هم را بلل شوي دي.

که نړۍ د افغانستان لاسنیوی وکړي، دلته ډېر ظرفیت شته

پر خواله رسنیو خپره شوې ویډیو کې د کرېکټ لوبې افغان مبصر احمد فرهاد فدايي له ښاغلي میشرا څخه پوښتي چې له دې ځایه له نړۍ سره څه پیغام شریکول غواړئ؟

ښاغلی میشرا وايي، "نړۍ ته مې پیغام دا دی چې د افغانستان په اړه خپل نظر یو څه بدل کړي: "تېره شپه زه په کابل ښار کې وګرځېدم او ماته و ویل شول، کله چې نړۍ افغانستان پرېښود، له هغه سربېره هم په افغانستان کې سړکونه جوړېږي، افغانستان د ښه کېدو پر لور ګامونه اخلي، له سړکونو یې سوالګر ټول کړای شوي دي او دوی دا هر څه په خپلو پیسو کړي دي."

په دغو ویډیو کلیپ کې چې ښاغلی میشرا په کې د شپږیزې لیګ د مبصرینو په خونه کې لیدل کېږي، وايي: "که نړۍ افغانستان ته لاس ور کړي، دلته ډېر ظرفیت شته. نړۍ په کرېکټ کې افغانستان ته فرصت ور کړ، نو افغانانو وښودله چې دوی څومره پیاوړي دي."

ښاغلي میشرا کابل ته له رسېدو وروسته پر خپله فېسباکه پاڼه یوه ویډیو خپره کړې چې د افغانستان د کرېکټ بورډ له اجرایه مشر نصیب خان او د افغانستان د ملي لوبډلې د پنځوس اوره لوبو له لوبډلمشر حشمت الله شهیدي سره یې په کې دوستانه خواله کړي دي.

دغې ویډیو د ۲۰ ساعتونو په موده کې یوازې د ښاغلي میشرا پر فیسبوک پاڼه ۳ اعشاریه ۲ میلیونه لیدونکي لرلي دي چې دا د هغه پر فېسبوکپاڼه د ډېرو لیدل شویو ویډیوګانو له ډلې ده.

شبهانکر میشرا پر کرېکټ لوبو د تبصرو ترڅنګ پر ټولنیزو رسنیو د ځینو سیاسي، کلتوري او مذهبي مسلو په اړه هم پاډکاسټونه جوړوي.

څه پوښتنه شته؟

شبهانکر میشرا نن د جولای په ۲۸مه پر خپله فېسبوکپاڼه د رحمان الله ګوربز عکس خپور کړی او له خپلو مخاطبانو یې غوښتي چې له رحمان الله ګربز څخه څه پوښتنه لرئ؟

د افغانستان کرېکټ بورډ ادارې کابل ته د ښاغلي میشرا د سفر د څرنګوالي او هدف په اړه د بي بي سي پوښتنو ته ځواب ونه وایه، خو په یاده اداره کې یوې سرچینې بي بي سي ته وویل، کابل ته د ښاغلي میشرا سفر د لنډمهال لپاره دی او ښايي راتلونکو ورځو کې بېرته لاړ شي.

ظاهرا ښکاري چې هغه به د دغه سفر په ترڅ کې د کرېکټ د افغان لوبغاړو، چارواکو، مینه والو او په ټوله کې په افغانستان کې د کرېکټ د وضعیت په تړاو ځینې پاډکاسټونه هم جوړ کړي.

د کرېکټ افغان مینه‌والو تود هرکلی

د خواله رسنیو ګڼو افغان کارنو کابل ته د ښاغلي میشرا د سفر هر کلی کړی او د شپږیزې لیګ د لوبو پر مهال یې د هغه سفر دغو لوبو ته د کرېکټ د نړیوالو مینه‌والو د پام په ور اړولو کې مهم ګڼلی دی.

د فېسبوک کارن قدرت الله شینواري لیکلي: "افغانستان ته پخیر راغلې، ميشرا افغان کرېکټ او لوبغاړو سره ډېرې ښې اړیکې لري."

د اسدالله زمان په نامه یوه فیسبوک کاروونکي لیکلي، له څو کلونو راهیسې د نړیوال کرېکټ په اړه د شبهانکر میشرا تبصرې ګورم: "افغانستان ته له راتلو سره به انشاالله د شپږېزي لیګ پر لوبو هم یو څه تبصرې وکړي. زموږ هېواد ته د راتلو ورته ښه راغلاست وایم. هیله ده له دغه ځایه ځان سره ښې او خوندورې خاطرې یوسي."

د نور خان په نامه د فېسبوک کاروونکي لیکلي: "شبهانکر میشرا، افغانستان ته زر ځلي پخیر! دا یو ویاړ دی چې داسې یوه فعاله، پر کرېکټ مین او بااستعداده څېره مو کابل ته راغلې ده. هغه په خپل راتګ سره د ټولو لپاره خوشحالي راوړې."