کرېکټ: افغانستان له ۱۹ کلنۍ د کم عمره لوبغاړو اسیا جام سیالیو کوربتوب کوي

د افغانستان کرېکټ بورډ چارواکي وايي، په راتلونکې دسمبر میاشت کې به لومړی ځل له ۱۹ کلنۍ د کم عمره کرېکټ لوبغاړو د اسیا جام سیالیو کوربتوب کوي.

د افغانستان کرېکټ بورډ په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه سیالۍ به د دسمبر له ۱۲ مې تر ۲۱مې پورې په متحده عربي اماراتو کې وشي، چې دوی به یې د کرېکټ له اسیايي شورا سره په شریکه کوربتوب وکړي.

د افغانستان، هند، بنګله دېش، پاکستان او سري‌لنکا په ګډون به له ۱۹ کلنۍ د کم عمره لوبغاړو لوبډلې په دوو ګروپونو کې دې سیالیو کې برخه واخلي.

د افغانستان کرېکټ بورډ په اعلامیه کې د کرېکټ د اسیايي شورا مشر محسن نقوي له قوله ویل شوي، چې ''دغه سیالۍ به په اسیا کې د کرېکټ د راتلونکي نسل لوبغاړو په روزنه او وده کې رغنده رول ولوبوي او موږ ډاډه یو چې افغانستان کرکټ بورډ به دغه سیالۍ په غوره ډول ترسره او تنظیم کړي.''

د افغانستان کرېکټ بورډ عمومي مشر میرویس اشرف د دې سیالیو کوربتوب د افغانستان کرېکټ لپاره ''یوه تاریخي او له ویاړه ډکه لاسته راوړنه'' بللې او په وینا یې دا چاره څرګندوي چې ''افغانستان د اسیايي هېوادونو ترمنځ د کرېکټ په برخه کې څومره لوړ مقام لري.''

مسوولین وايي، دا سیالۍ به د دوبۍ په دوو لوبغالو ای سي سي اکاډیمۍ اوول او سېوینز لوبغالي کې وشي.

د مسولینو په وینا له هر ګروپه به دوه مخکښې لوبډلې نیمه پایلوبو ته ځي او د نیمه پایلوبو دوې ګټونکې لوبډلې په پایلوبه کې سره مخامخ شي.

له ۱۹ کلنۍ د کم عمره ځوانانو اسیا جام سیالۍ په سیمه کې د کرېکټ ودې لپاره ګټورې او د سیمې د کرېکټ راڅرګندیدونکو ستورو ترمنځ سختې سیالۍ بلل کېږي.

د مناسبو لوبغالیو نشتوالي او امنیتي ستونزې بیا هغه څه دي، چې له کبله یې نړیوالې کرېکټ لوبډلې افغانستان کې لوبو ته زړه نه ښه کوي.

خو د تېر ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې افغانستان کرېکټ بورډ له متحده عربي اماراتو سره یوه هوکړه وکړه، چې له مخې به یې تر پنځو کلونو پورې هغه سیالۍ د متحده عرب اماراتو په لوبغالیو کې کېږي، چې افغانستان یې کوربتوب کوي.

د افغان کرېکټ بورډ اجراییوي مشر نصیب خان هغه مهال ویلي و، د دې هوکړې له مخې متحده عربي اماراتو افغانستان ته هغه سل زره ډالر هم وربښلي چې وړاندې یې د یوې لوبې په بدل کې د اجازه لیک په نوم ترې غوښتنه کوله، امارات به له افغانستان سره د ویزو په اسانولو کې هم مرسته کوي او دغه راز به ورسره به په بانکي چارو کې هم اسانۍ وي، ځکه افغانستان دا مهال له نړیوالو بانکو سره په ستونزمن حالت کې دی.

مسوولینو هغه مهال ویلي و، د دغې هوکړې پر بنسټ به افغانستان د عرب اماراتو له لوبډلې سره په کال کې درې شل اوریزې لوبې کوي.