د راتلونکي شل اوريز نړيوال جام مهالوېش اعلانېدل: افغانستان به له خپل ګروپه بريالی ووځی؟

د کرېکټ نړيوالې شورا له خوا د ۲۰۲۶ کال شل اوريز نړيوال جام د سیاليو مهالوېش او ګروپونه په ډاګه شوي دي.

دغه سيالۍ د راتلونکې کال د فبرورۍ پر اوومه په هند او شري لنکا کې ترسره کېږي چې د مارچ تر اتمې نېټې به دوام وکړي.

په راتلونکي شل اوريز نړيوال جام کې ټولې ۲۰ لوبډلې برخه لري چې په څلورو ګروپونو وېشل شوې دي.

په لومړي ګروپ کې د کرېکټ سرسختي سيالان هند او پاکستان دي چې خپله لومړنۍ سيالي به د فبرورۍ پر ۱۵ په کولمبو کې کوي. د دوی تر څنګ د تېر نړيوال جام کوربنه امریکا، نميبيا او هالنډ هم شامل دي.

په دویم ګروپ کې بيا اسټراليا او شري لنکا چې دواړو یو يو ځل شل اوريز نړيوال جام ګټلی ځای شوي، د دوی ترڅنګ په دې ګروپ کې زېمبابوې، ايرلنډ او عمان ځای شوي دي.

په درېیم ګروپ ګې انګلنډ او وېسټ انډيز چې دواړو دوه دوه ځله دغه جام ګټلې له بنګله دېش، نيپال او ايټاليا سره چې لومړی ځل په دغو لوبو کې ګډون کوي د سيالۍ ډګر ته وځي.

په څلورم ګروپ کې بيا افغانستان ته چې تېر ځل نیمه پايلوبې او جنوبي افریقا چې پایلوبې ته وتلې وه، د نيوزيلنډ، کاناډا او متحده عرب اماراتو تر څنګ ځای ورکړل شوی دی.

سيالۍ د هند او شري لنکا په ګډ کوربتوب د دواړو هېوادونو په اتو لوبغالو کې ترسره کېږي. په لومړي پړاو کې ټولې ۴۰ سيالۍ کېږي چې له هر ګروپ به دوې غوره لوبډلې دويم پړاو ته لار مومي. له اتو غوره لوبډلو به څلور بریالي ټيمونه نيمه پايلوبې ته وځي او په دوی کې ګټونکې به بيا د مارچ پر اتمه د هند په احمد اباد کې په پايلوبه کې سره مخامخ کېږي.

د ګروپونو نوملړ

لومړی ګروپ: هند، پاکستان، امریکا، نميبيا، هالنډ

دویم ګروپ: اسټراليا، شري لنکا، زېمبابوې، ايرلنډ، عمان.

درېیم ګروپ: انګلنډ، وېسټ انډيز، بنګله دېش، نيپال، ايټاليا

څلورم ګروپ: افغانستان، جنوبي افریقا، نيوزيلنډ، کاناډا، متحده عرب امارات

د افغانستان ګروپ کې غښتلې لوبډلې دي

افغانستان چې په څلورم ګروپ کې ځای لري د نيوزيلنډ او جنوبي افریقا په څېر له نسبتا خورا غښتليو لوبډلو سره به خپل بخت ازمويي.

دواړه لوبډلې يو يو ځل د شل اوريزو نړیوال جام پايلوبې ته وتلې دي او د کرېکټ نړيوالې شورا د درجه بندۍ له مخې په ترتيب سره په څلورم او پنځم نمبر ځای لري. بل پلو افغانستان چې په تېر شل اوريز جام کې نيمه پايلوبې ته وتلې و د کرېکټ نړيوالې شورام په درجه بندۍ کې په لسم نمبر دی.

افغانستان په تېرو شل اوريزو نړيوالو جامونو کې له جنوبي افریقا سره ټولې دری سيالۍ کړې چې دری واړه جنوبي افریقا ګټلې دي.

بل پلو له نيوزیلنډ سره دوه ځله مخامخ شوی چې يو ځل نيوزيلنډ او بل ځل افغانستان بريالی شوی دی.

خو دا چې افغانستان د نړۍ په کچه تکړه سپېن توپ اچوونکي لري او ټولې ګروپې لوبې یې هم په هند کې دي چې تر ډېره سپېن توپ اچونې ته برابر پېچونه بلل کېږي، ځکه خو یې لا هم بل پړاو ته د لار موندلې ډېر چانس شته دی خو دا په دې پورې اړه لري چې د توپ وهنې او ډګر ساتنې په برخه کې هم افغان لوبغاړي ښه سيالي وکړي.