تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"پر ایډز ناروغۍ اخته شوم، دا ما ته یو لوی ټکان و"
- Author, لیبو ډیسېکو
یادونه: د ډسمبر لومړۍ نېټه د اېچ ای وي- ایډز نړیواله ورځ ده. دغه راپور د همدې ورځې په مناسبت یو ځل بیا خپور شو.
"ما د خپل ژوند ۲۰ غوره کلونه د نشه یي توکو او الکولو په کارولو او جنسي اړیکو باندې تېر کړل."
تصور یې سخت دی، یو په څېره معصوم ځوان وینې، چې په دغسې یوه کړۍ کې بند پاتې دی.
۳۶ کلن همیش نوح د خپل باوراو تېرو تجربو څخه په کار اخیستنې هڅه کوي له نورو سره مرسته وکړي، چې د نشه يي توکو له روږديتوب (اعتیاد) ځان خلاص کړي خو دا یو اوږد سفر دی.
د هغه ماشومتوب عادي نه و. همیش تر لس کلنۍ د اسیا، افریقا او اروپا په اوو بېلابېلو هېوادونو کې ژوند تجربه کړی و.
دی وايي، اوږد مهاله فشار او پیچلې صدمه یې، چې هغه د خپل ژوند ډېره برخه ورسره تېره کړې وه، د یوې ډراماتیکې پېښې له امله رامنځته شوې وه.
هغه ۱۱ کلن و، چې د نیروبي پر لور د یوې الوتکې د تښتولو له پېښې ژوندی راووت.
په دې پېښه کې پیلوټ او د الوتکې عمله له یوه مسافر سره، چې ذهني ستونزه یې درلوده په جنجال کې ښکېل وو.
د پېښې پر مهال الوتکه په هوا کې ناڅاپه ۱۰۰۰۰ فوټه راټیټه شوه. له دې پېښې وروسته د همیش ژوند هېڅکله هم عادي نه شو.
تر ۳۰ کلنۍ پورې، د همیش چلند په زیاتېدونکې توګه ویجاړونکی (کړونکی) شو.
همیش وايي: "ما د بدو نشه یي توکو کارول پیل کړل، لکه کرسټال میت، چې ما فکرنه کاوه زه به هیڅکله ورته لاس ور نه وړم. کاري ورځو او ان کار ځای کې مې کارول."
حالات هغه وخت خراب شول، چې د ۲۰۲۰ کال په جنوري کې هغه ناروغ شو. لومړی د سږو میکروب ورته پیدا شو او بیا وروسته پر نورو کوچنیو ناروغیو اخته شو.
په لومړي سر کې هغه فکر کاوه، چې دا د هغه د ژوند د ډول او بې خوبۍ له کبله دی.
په پای کې د نوي کال سخته شپه وه، چې د همیش یوه سترګه میکروبي شوه او دی یې اړ کړ، چې ډاکټر ته لاړ شي.
هغه کلینیک ته لاړ او هلته تشخیص وشو، چې پر اېچ ای وي اخته شوی او دا ناروغۍ په کې وروستي پړاو ته رسېدلې ده.
"دا ما ته یو لوی ټکان و، زه دې حالت ته چمتو نه وم، چې په نشه يي توکو خپله روږدېدا ومنم. ما ته وویل شول، چې دا په طبي ازموینه کې ثابت شوي دي. ما نه منله. ما ویل، چې دا رښتیا نه دي."
خو دا تشخیص د هغه د نوي ژوند پیل هم و. همیش اعتیاد په اړه یې له هغو ډلو مرسته وغوښته، چې دولس مرحلو سیستم یا پروګرام په کارولو یې مرسته کوله، چې بدن یې له نشو پاک شي.
دا ډلې یا ګروپونه په بېلابېلو برخو کې کار کوي په دې نومونه یادېږي:
الکوهوليک انانیمس AA(Alcoholics Anonymous)، نارکوتېک انانیمس (Narcotics Anonymous)، سکس اډېکټ انانیمس (Sex Addicts Anon) دا له روږديتوب څخه د خلاصون یوه منظمه تګلاره ده، چې پر روحاني اصولو او د نورو پر ملاتړ ولاړه ده خو خپله شخص هم باید ځینې مسولیتونه پرغاړه واخلي.
هغه په خپل تلیفون کې د یوعصري اپلیکیشن په کارولو سره مراقبه هم پیل کړه.
په سیوري کې پټې ستونزې
که څه هم درملنه او د ۱۲ پړاونو سیستم ګټور وو، خو همیش بیا هم ناروغ کېده.
دی وايي، د نشه يي توکو او الکولو ناوړه اغېز یوه بڼه "ځان ته د زیان رسول" و او دا داسې یوه هڅه وه، چې لا نور شرم او همدارنګه هغه ژور روحي زیان پټ کړي، چې له ماشومتوب راهیسې یې زغمي.
هغه زیاتوي: "ما تر ۳۰ کلنۍ پورې دا نه منله، چې زه بای سکشول [له ښځې او نارینه دواړو سره د جنسي اړیکو لرلو ته لیوالتیا] لرم. سره له دې چې پوهېدم له ماشومتوبه همداسې یم."
همیش وايي: "کله چې تاسې دا [ستونزې] ونه منئ، تر سیوري لاندې پاتې کېږئ. دا ستونزې کولی شي د هغو نازکو تارونو په څېر وي چې ستاسو ژوند یوې خوا یا بلې خوا ته کش کړي تر هغو چې رڼا ته یې راوړئ."
د هغه د تشخیص څخه یو کال وروسته ډراماتیک بدلون راغی. یوه ملګري یې هغه ته په لندن کې د بودایانو مرکز ته د تلو بلنه ورکړه.
همیش د یوې سومالیایۍ مسلمانې مور او د سکاټلینډي عیسوي پلار څخه زېږېدلی دی. له دې لیدنې مخکې دی له دین څخه ډېر لېرې و.
هغه وايي: "د بودايي اصولو تمرین، په تېره بیا مراقبې ما سره مرسته وکړه، چې د خپل وجود دننه خبرو او هغو منفی خبرو باندې چې زما زړه او ذهن کې ګرځېدې پوه شم."
"څومره چې ما له ځان سره په چوپتیا کې وخت تېر کړ. ځان مې ښه وپېژانده او هومره مې د خپل ژوند هغه برخه هم ښه وپېژانده، چې زه یې له هرڅه په شا کړی وم. په حقیقت کې ورسره ملګری شوم."
هغه زیاتوي، چې "د بخښنې او منلو کلتور تجربه کولو په رښتیا سره د شرم احساس په کمولو کې مرسته وکړه." د ده په خبره: "د ځان منلو اخلاق، پر ځان خواخوږي، هغه څه دي چې زما لپاره یې ډېر څه بدل کړل."
د همیش مور او پلار د مختلفو دینونو پیروان وو او هغه د خپل ژوند په وروستیو کلونو کې د ځان لپاره خپله یوه بېله لاره غوره کړه.
همیش د رغېدو د هغې طریقې روزنه لیدلې، چې د دوو بودایي ښوونکو لخوا رامنځته شوې وه: ویمالاسارا، د کاناډا وینکوور ښارکې د بودايي مرکز مشر، او بریتانیا کې د روغتیايي خدمتونو ادارې پخوانی ډاکټر پاراماباندو ګروز، چې د رواني ناروغیو او د روږدېدو برخه کې تخصص لري.
د بیا رغونې دا طریقه، درې اساسي اصول لري؛ د خپلو افکارو په اړه د پوهاوي پراختیا، چې کولی شي ستاسو د ژوند اړوند حالت ته د ځواب ویلو غوره وړتیا در په برخه کړي.
دویم، کله چې تاسو غوسه یاست، غمجن یاست یا خوشحاله یاست له همدې تجربو سره مخامخ یا سترګو په سترګو شئ پرته له دې، چې کوم بهرني شي ته لاس واچوئ.
او بل دا چې، دا طریقه نورو ته دا وروښي، چې " هغه ښه انتخابونه غوره کړي، چې پرهمدې مهال موجود دي."
همیش وايي، که تاسو دا کارونه کولی شئ "د دې پر ځای چې یو څه [لکه مخدره توکي یا الکول] ته لاس واچوئ، چې تاسو ورته اراده نه لرئ، نو ښکاره ده تاسو کولی شئ یو صحي شی ته مخه کړئ."
روحاني حل لارې؟
په دې کې شک نشته، چې کېدای شي پر نشه یې توکو اخته کېدل او اعتیاد وژونکی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) شمېرې ښیي، چې په ۲۰۱۹ کال کې له شرابو د ناوړه ګټې اخیستنې له امله ۲.۶ میلیون خلک مړه شوي دي او دا په نړۍ کې د ټولو مړینو نږدې ۵ سلنه جوړوي.
د هغو نشه یي توکو کارولو له امله، چې پر احساساتواو دماغي فعالیتونو اغېز کوي په ټوله نړۍ کې نږدې ۶۰۰،۰۰۰ کسان مړه شوي دي.
د ټولو لپاره یو ډول حل لاره نشته. د ځینو خلکو لپاره د بیا رغېدو سمارت (SMART) پروګرام په څېر دنیوي میتودونه دي، چې له ادراکي چلند (CBT) درملنې څخه په کې کار اخلي او خورا اغېزمن دي.
د دولس مرحلو سیستم ښايي په ټوله نړۍ کې د روږديتوب لپاره ترټولو مشهوره حل لاره وي. الکوهوليک انانیمس (AA) چې په ۱۹۳۵ کال کې تاسیس شو په خپل ډول کې لومړنی پروګرام و، خو اوس ګڼې دا ډول ډلې شته، چې پر بېلا بېلو څېزو د روږدو درملنه کوي.
الکوهوليک انانیمس AA وايي، چې "د غړیتوب لپاره یې هېڅ کوم مذهبي یا روحاني شرطونه نشته" د دولسو مرحلو پروګرام کې مهمه برخه دا باور دی، چې "زموږ څخه لوی ځواک کولی شي موږ بیرته هوښیار کړي."
خو له خپل وجود څخه بهر په یوه ځواک باندې ټینګار د دې لامل شوی چې ډیری دا د دولسومرحلو پروګرام یو روحاني بنسټ وګڼي.
ډاکټر پیټرهیلن د اېډینبره ښارد نیپیر پوهنتون استاده، د روغتیا او ټولنیزې پاملرنې په څانګه کې د روږديتوب او روحانیت په برخه کې کارکوي.
ډاکټر هیلین څلور مهم عناصر په ګوته کوي او دا په هغو خلکو کې عام دي، چې په بریالیتوب سره یې خپل روږديتوب له منځه وړی دی.
لومړی د یوې داسې ټولنې برخه کېدل دي، چې ګډه عقیده یا اهداف ولري.
ډاکټر هیلن وايي:"د ځینو لپاره د دولسو مرحلو پروګرام، ځینو لپاره سیکولر یا دونیوي رغېدا ډولونه، ځینو ته کلیسا یا د مراقبې مرکز او یا هم یو جومات. په یوې ټولنې کې ورګډېدل، او د ملاتړو خلکو درلودل(مهم دي)."
دویم مهم عنصر "داسې ورځنۍ چارې موندل دي، چې ومو رغوي" دا کېدای شي جېم (ورزشځای) ته تګ وي، یا هره ورځ مراقبه کول وي.
بل، ډاکټر هیلن وايي: " هر هغه څه چې درباندې تېرشوي دي یوه معنی او مفهوم تر لاسه کول او د خپل راتلونکې ژوند لپاره یوه نوې طریقه او چوکاټ جوړول."
هغه استدلال کوي، چې دين په تېره بیا د دې لپاره ښه دی، چې" د نړۍ د پېژندلو لپاره تاسو ته یوه نوې لاره او روایت" جوړوي.
په پای کې هغه "د هویت جوړولو او د ځان پېژندنې یو نوي احساس موندلو اهمیت ته اشاره کوي. "
که څه هم دا په بشپړ ډول ممکنه ده، چې دا هدف د یوې دنیوي یا سیکولرطریقې په مرسته ترلاسه شي، خو دیني او روحاني طریقه ورته داسې یوچوکاټ جوړوي، چې ډېرو خلکو ګټور موندلی.
همیش وايي، چې بودیزم ورسره د نوي هدف او نوي هویت په موندلو کې مرسته کړې او ژوند یې هغسې منلی دی، لکه: څنګه چې دی.
کله چې لومړی ځل په هغه کې د اېدز ناروغي تشخیص شوه، هغه په عام ډول په دې اړه خبرې نه کولې. نن ورځ د هغو کسانو ملاتړ او دفاع کوي، چې دا ناروغي لري او ان تردې چې د بریتانیا له لومړي وزیر سره یې د هغه په دفتر کې ولیدل.
"د بودیزم په اړه یو له خورا ښکلو څیزونو څخه د روښانتیا لاره ده، دا په حقیقت کې د خپل ځان د غوره بڼې د جوړولو هڅه ده. له ځانه دا ډول پوښتنې کول: "ایا دا هغه غوره شی دی چې زه یې د ځان لپاره او زما شاوخوا خلکو لپاره په اوسني وخت کې کولی شم؟"
دی وايي: "له یو چا سره خبرې وکړئ. زړه ورته تش کړئ. ریښتونی ووسئ. له ځان سره صادق ووسئ او هم له هغه چا سره چې باور پرې لرئ."